په مونشن کې د کابل،
کندهار او ننګرهار پوهنتونو استادانو په ډیر بریالیتوب سره دری ورځنی ورکشاپ تر سره کړ. کوم ورکشاپ چې د
استاد اسماعیل خطاب، استاد حاجي ګل وهاج، استاد محمد ادریس خطیبي او استاد بصیراحمد بهیر لخوا تر سره شو. دې
ورکشاپ دوې برخې درلودې چې لمړئ برخه یې دیني او عقیدوي زده کړې وې او دغه برخه د اسماعیل خطاب او ډاکټر رحمت ال
ه او صدیق الله فدایي لخوا پر مخ بیول کیده. په دغه ورکشاپ کې تر ۳۵ پورې هلکانو او نجونو ګډون کړی وو او عقیدوي
او د دین اساسي تعلیمات یې په دغه دریو ورځو کې زده کړل. د ورکشاپ دوهمه برخه د معلوماتي او اړیکتیایي ټکنالوژۍ
په اړه وو، چې په دې برخه کې استاد بهیر د کابل پوهنتون د کمپيوټر ساینس د څانګې استاد د افغانستان او نړۍ په
اړیکتیايي او معلوماتي ټکنالوژۍ باندې خبرې وکړې. دغه ورکشاپ کې هم تر څلویښتو زیاتو مینه والو ګډون کړی وو او
په ډیره مینه باندې ګډون کوونکو خپله لیوالتیا وښوده له هغې وروسته استاد محمد ادریس خطیبي د کندهار د انجنی
ۍ د پوهنځئ استاد د کندهارپوهنتون په هکله ګټور معلومات او د دې پوهنتون تاریخي پیښلیک باندې رڼا واچوله او په
ډیر ښکلو انځورونو سره یې ګډون کوونکي دې ته وهڅول چې د معلوماتي ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستلو سره د هیواد د
خدمت په برخه کې فعاله ونډه واخلي، ورپسې اسماعیل خطاب او استاد وهاج د ننګرهار پوهنتون په استازیتوب ډیر په
زړه پورې معلومات وړاندې کړل چې د مینه والو د پاملرنې وړ وګرځیده. وروسته د استاد بهیر په وړاندیز د دې لپاره چې
په بهر او د افغانستان په دننه کې د ځوانانو افغانانو تر منځ اړیکې ټینګې او پیاوړې شي د افغان- پٌل په نامه یو
انټرنیټي ګروپ جوړ شو. وروسته د دې لپاره چې د افغانستان دغه دریو پوهنتونونو سره په مونشن کې د افغاني ټولنې
اړیکې زیاتې شي د ورکشاپ په پاې کې تصمیم ونیول شو چې لاندې کسان به له دې دریو پوهنتونونو له استادانو سره په
دوامداره توګه اړیکې او خپله همغږي له دوی سره وساتي.
۱- ډاکټر رحمت الله
۲- محمد ظفر نیازی
۳- حاجي محمد
کريم
۴- محمد عمر صالحي
۵- ایمل او اجمل توخي
په پای کې د افغانانو اسلامي او کلتوري مرکز او ټولنه د دغه څ
لورو استادانو هر یو اسماعیل خطاب، بصیراحمد بهیر، محمد ادریس خطیبي او حاجي ګل وهاج نه د زړه له کومي مننه
کوي چې له برلین نه مونشن ته راغلل او موږ ته یې د معلوماتي ټکنالوژۍ په اړه غوره معلومات وړاندې کړل.