دنړۍ تر تولو سترتلوېزون نندارې ته وړاندې شو.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 22716
نوراحمد (عايل)
دخبریدو نیټه : 2008-12-29

د پنسونيک کمپنۍ په  ces نندارتون کې د نړۍ تر ټولو لوى تلوېزون نندارې ته کېښود. دا تلوېزون ١٥٠ اينچه ښيښه لري او رزلوشن يې ٤٠٩٦ پر ٢١٦٠ پيکسل دى چې ٤ وارې له اوسنيو دوديزو تلوېزونونو څخه کم دى.
البته ښه والى يې دادى چې په ٢٢٠ ولټه برېښنا کار کوي ،دا په دې م انا چې د افغانستان په عادي برېښنا  هم کار کوي ، د حکومتي برېښنا خو درک نه لګېږي ،خو له يو عادي جرنېتر څخه يې هم روښنا کولاى شئ ،خو تر اوسه يې معلومه بيه نه ده اعلان شوې ، سره له دې هم د داسې تلوېزون په کور کې درلودل ښه دي او هغه د چا خبره (کورنۍ سينما) يې نومولى شو چې رښتيانې سينماته د تللو اړتيا نشته.