روهي وېب پاڼه دوه کلنه شوه موږ ورته مبارکي وایو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 22718
ډاکتر نېک محمد ويال
دخبریدو نیټه : 2008-12-29

پښتو او پښتنو ته د چوپړ په لاره کې روهي وېب پاڼه دوه کلنه شوه

وايي اغيار چې د دوزخ ژبه ده

زه به جنت ته د پښتو سره ځم

پښتون قوم د خپل تاريخ له ډېر ستر ناورين سره مخ دی او هر بادرده پښتون مسووليت لري چې له دغه ناورين څخه د وتو په لار کې له خپلې وسې سره سم خپل دين اداکړي او پښتون قوم نور د غفلت له خوب څخه راويښ کړي ، د جهل او وحشت له تيارو څخه يې راوباسي او د جګړې له بلو لمبو يې وژغوري .

له نېکه مرغه د پښتون په ځوان کهول کې ډېرو ځوانانو خپل دغه ملي او تاريخي مسووليت درک کړی . په دغه لړ کې روهي وېب ډله هم وياړ لري ، چې د پښتو او پښتنو چوپړ ته يې ملاتړلې او تېر دوه کاله يې د روهي وېب پاڼې له لارې په پرله پسې توګه هڅه کړې ، خپل درانه او دردمن هېوادوال د خپل هېواد، سيمې او نړۍ له سياسي او ټولنيزو حالاتو په خپل وخت خبر کړي او د علم او ادب له نويو پرم ختګونو سره يې اشنا کړي .که چېرې له روهي وېب پاڼې سره ستاسو درنو هېوادوالو قلمي همکاري همداسې دوام وکړي او د تل په څېر ستاسوله ښو مشورو او وړانديزونو څخه برخمنه شي ، نو انشاالله چې موږ به هم د خپل ولس لپاره د لازياتو او ارزښتمنو خدمتونو جوګه وګرځو.

په پای کی د روهي وېب ډلې په استازېتوب ، د روهي وېب پاڼې د دويمې کاليزې په وياړ ټولوتخنيکي همکارانو ، ژورناليستانو او مينه والو ته د خپل د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم .

ستاسو د لازياتو همکاريو ، مشورو او وړانديزونو په هيله ،

-------------------------------------------

بېنوا انټ نیټ پاڼه او ټول همکاران ئې د روهي ادبي پاڼي چلوونکوته ددوی د دوه کلن چوپړ قدرداني کوي او دوی ته دزړه له کومي مبارکي وائې .  ( بېنوایان )