جمهور ریس
حامد کرزي د بینواویب پاڼي څو کلني هڅي وستایلي او د پښتو ژبي د ودي او پرمختګ لپاره یې د دغې پاڼي د مسولینو
او همکارنو څخه مننه وکړه. ولسمشر کرزي د پنجشنبې په ورځ د پاڼي دوه تنه غړي هر یو خالد هادي او میرویس جلا
زی د ولسمشرۍ ماڼۍ ته خپل دفتر ته ور وبلل او له هغوي سره یې د مازدیګرني چاې تر څښلو وروسته په یو لړ م
وضوع ګانو خبري وکړي. ولسمشر کرزي له دې دوه پښتنو ځوانانو او د هغوي له هڅو خوښي وښوده او هغوي یې وهڅول تر
څو د افغان بچیانو د پوهي د کچې د لوړولو په برخه کې خپلي هڅي نوري هم ګړندۍ کړې. ولسمشر کرزي د هیواد په دغو ح
ساسو شرایطو کې د مطبوعاتو رول ته په اشارې سره وویل چې مطبوعات د یوه دولت د څلورم رکن په صفت کولای شي چې د و
سواکۍ، بشري حقونو، پرمختګونو او نورو مسایلو په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي. د بینواویب پاڼي دغو دوو
غړو د ولسمشر کرزي سره د پاڼي په بیلا بیلو اړخونو خبري وکړي او ولسمشر د خپلو خبرو پر مهال وویل چې د بینوا
ویب پاڼي لولي او مطالب یې تعقیبوي. ولسمشر کرزي په پای کې په ډیره خوښي سره د جلالزي او ښاغلي هادي میلمه پا
نه وکړه او هغوي یې د ملي یووالي په راوستلو کې زیاتو کارونو ته وهڅول.
ولسمشر حامد کرزی او میرویس جلا زی