د پوهاند وفي الله سمیعي ژوند ته یوه لنډه کتنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 22917

دخبریدو نیټه : 2009-01-08

 

د هیواد د نومیالی سیاسي علمي او دملی شخصیت پوهاند وفي الله سمیعي ژوند ته یوه لنډه کتنه:  

 
افغانستان که څه هم د خپل اساس جغرافیایي موقیعت له امله د تاریخ به اوږدو کی د سیمه ایزو او  نړیوالو یرغلگرو ډیري نادودي زغملي خو به همدی کشمکشونو کښی داسی شخصیتونه هم روزلي چی هم د خپل اولس لپاره د ویاړ وړ او هم د بشري ټولنی لپاره داسی شخصیتونه د گوتو په شمار نه وؤ بلکي په هره مرحله کښي داسي ډیر شخصیتونه یي روزلي دي چی له همدی پلوه یي د نړی په اولسونو کښی ځانگړی مقام تر لاسه کړي دي .

به معاصره دوره کی هم لله الحمد د افغانستان غیږ له دغسي نومیالیو  تشه نه وه – د هیواد له گوډ  گوډ نه داسي شخصیتونو سر راپورته کړي دي چی نه دا چی په اولس کی له ځانگړی درناوي  څخه برخمند ووبلکي د سیمي په کچه يي هم په پوهه – زیرکتیا او هراړخیز شخصیت حساب کیده  د شهید محمد داودخان د دوري عدلیی وزیر- قاضی القضات او لوي څارنوال شهید پوهاند دوکتور  وفی الله سمیعي چی د ۱۳۵۷ کال د کمونستی کودتا تر سر ته رسیدو وروسته د خلق د دموکراتیک گوند د مزدورو پلویانو په ناولو لاسونو هید کړاﺉ شو له همداسي کسانو نه چی په راتلونکو   کرښوکښی به یی په لنډه توگه دروپیژنو او ورسره خپله دا هیله هم ملگري کوؤ لکه څرنگه چی د شهید  داودخان او دهغه د کورنی د غړو قبرونه وموندل شول چی داسي ډیر ژ   د شهید محمد موسی شفیق او شهید پوهاند دوکتوروفي الله سمیعي او نورو داسي شخصیتونو قبرونه او مړی هم پیدا شی .

د پخوانی عدلیي وزیر – قاضي القضات او لوي څارنوال شهید پوهاند دوکتوروفي الله سمیعي لنډه پیژندنه :

افغانستان د علمي شخصیتونو له پلوه یو شتمن هیواد دی  که د دي هیوا د تیر تاریخ ته پاملرنه وکړو به هرډگر کښی راته پیاوړی او غښتلي اشخاص راڅرگندیږی په ځانگړي ډول د هیواد د  علمي او سیاسي شخصیتونو په اړه فکر وکړو نو د هیواد په هر ولایت  او کلی کښي د علم  او  سیاست په ډگر کښي پوه او نومیالي شخصیتونه لرو .

د هیواد د غو سیاسي او علمي شخصیتونو په لړ کی د روداتو ولسوالۍ څخه د بیلگي په توگه یو  علمي او سیاسی شخصیت ښاغلی پوهاند دوکتوروفي الله سمیعي در پیژنو .

پوهاند دوکتوروفي الله سمیعي د سمیع الله زوی به ۱۳۱۴ لمریز کال کښی د ننگرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د اخوند زاده گانو کلی په یوه دینداره او روحانی کورني کښی زیږیدلی دی چی خپل ابتدایي تحصیلات یي په احداد ابتدایه ښوونځی کښی پای ته رسولي ا وثانوي تحصیلات یي په علوم شرعیه مدرسه کښی چی  اوس د امام ابو حنیفه د مدرسي په نوم یادیږی په ۱۳۳۴ لمریز کال کښی پای ته و سول او د لسانس د دوری تحصیلات یي د کابل پوهنتون په شرعیاتو پوهنځی کښی په ۱۳۳۸ لمریز کال کښی سر ته ورسول چی په ۱۳۳۸ لمریزکال کښی د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځی د تدریسي غړی په حیث مقرر شو چی په ۱۳۴۱ لمریز کال د سنبلي په میاشت کښی د عالی تحصیلاتو لپاره د مصر عربی جمهوریت ته واستول شو چی هلته یي د الازهر په بین المل ی پوهنتون کی زدکړه پیل کړه او د ماستري تر څنګ یي د جنایی حقوقو په رشته کی یو دپلوم تر لاسه کړ او همدارنگه یي یو دپلوم د فامیل د حقوقو په رشته کښی - بل يي د مصر عربي جمهوريت له مرکز څخه د جرم پيژندني په رشته کښي اخيستي او په پاي کښي يي د الا زهر پوهنتون څخه  په حنفي فقه کښي دوکتورا ترلاسه کړه .

پوهاند وفیعی 

پوهاند سمیعی

شهید پوهاند دوکتوروفي الله سمیعي په مصر کښی د اسلامی نهضت د مشرۍ دنده هم درلوده چی د مصر څخه د راستنیدو وروسته یي د اسلامی نهضت مشري ښاغلی موسی توانا ته وسپارله او د مصر څخه د راستنیدو ورسوته د کابل پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځی کی په استادی و گمارل شو بیا د اسد د میاشتی د اولي ۱۳۵۱ هجری کال څخه تر ۱۳۵۲ لمریز کال د سنبلی تر اولي نیټی پوری د کابل پوهنتون د محصلانو د مرستیال په توگه او په ۱۳۵۳ لمریز کال کښی یي د تدریس دنده پر مخ بیوله د ۱۳۵۳ لمريز  کال د حوت د پنځلسمي  پوري د پوهني د وزارت ددويم معين په توګه وټاکل شو چي عين حال کي د سياسي جرمونو د انجمن غړي او وکيلانو د مدافع انجمن غړي هم وو .

په ۱۳۵۵ لمريز کال د حوت په مياشت کښي د داود خان د کابيني د تبديلي په وخت کښي د عدليي وزير ،لوي څارنوال  او قاضي القضات په توګه مقرر شو .

پوهاند وفي الله سميعي په خپلو اړوند و دندو په ښه سرته رسولو کي پوهني د مډال په اخيستلو  د لمړي ، دويمي او دريمي درجي تقدير نامو په اخيستلو موفق شوي وو  په همدي وخت کښي دافغانستان له خوا په لاهور کي د اسلامي کنفرانس د افغاني هيت د يوه غړي په توګه د اسلامي کانفرانس  مشر شو او بيا په کويت کي د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کي د افغاني هيت د مشر او استازي په ټوکه ليږدول شو ي وؤ د ۱۳۵۷ کال د حمل په  مياشت کي سعودي عربستان ، قاهري، سوري  او اردن ته يي له شهيد داود خان سره يو ځاي سفرونه کړي وو چي د عربي ممالکو د سفر څخه وروسته  په داخل کښي د اسلامي ارزښتنو په رڼا کي د اسلام د مبارک دين د روښنايي فعاليت روسانو ته ښه ونه بریخیده چي شوروي د داود خان دغه عکسل العمل او د هغي کابينه کړنلاره تحمل نکړاي شوه  نو پدي اساس يي د شهيد داود خان په واقعی نظام کودتا وکړه او افغانستان يي د تباهي سره مخ کړه چي په نتيجه کښي يي د هيواد ستر، نوميالي، علمي او د ايمان او اسلام عقيدي کسان په شهادت ورسول .

پوهاند سميعي  د خپل علمي او اسلامي پوهي په درلودو سره د خپل ماموريت په دوران کښي  مصر ، ليبيا  ، المغرب ، تونس ، لبنان ، سعودي عربستان کويټ  فرانسه ، ايران ،پاکستان او ماليزيا ته سفرونه کړي دي .

شهید دوکتور پوهاندوفي الله سمیعي د خپ و علمی او ملي خدمتونو په لړ کی د افغانستان د جزا د قانون د جوړښت ویاړ هم درلوده چی په پای کی د هیواد دغه ښتینی بچي او علمي شخصیت د ۱۳۵۷ کال د ثور د کړغیړنی کودتا تر اجرا یوه اونۍ وروسته د هیواد د یو شمیر نورو وړپوړو سیاسی ملی او علمی شخصیتونو سره یو ځای د څرخی پله په پولیگون کښی د خلق د دموکراتیک گوند د مزدورو صابانو په لاسونو په ډیره ناځوانمردانه توگه شهیدان کړاي شول او دغسی د هیواد د مور غیږ د داسی ویاړمنو زام نو له شتون څخه تشه شوه .

د داسی شخصیتونو شهادت هیواد او ملت ته یوه نه جبرانیدونکی ضایعه وه اروا دی ښاده او په فردوس جنت کی ځای اوسه او د قاتلانو مخ به یي لکه په دنیا کی چی تور شو په اخرت کی به هم تور وی .