هجرت په اتريش کي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2295

دخبریدو نیټه : 2005-03-04

 

هجرت هنري سينمايي فلم د اتريش په پلازمېنه ويانا کښي نندارې ته وړاندي کيږي

د مارچ اتمه د ښځو نړېواله ورځ

د ښځو نړېواله ورځ دې ټولو خوېندو او مېندو ته مبارک وي.

د افغانستان د ښځو او ماشومانو د حقوقو د ملاتړ ټولنه (GURAF) دا ورځ د شعر ، ادب او موسيقۍ په څپو کې او د خپلو فعاليتونو په هکله معلومات د Power Point Presentation د لارې په وړاندې کولو لمانځي.

ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې بلنه ورکول کيږي .  هيله ده چې په خپل ګډون سره دې غونډې ته نوره ښکلا هم وروبخښي .

د يادونې وړ ده چې هېوادوال د سېنمايي فلم (( هجرت )) د وين د ښار د لومړۍ نندارې ټکټونه هم د همدې غونډې په پېل او پای کې ترلاسه کولی شي . په همدې غونډې کې به راغلي ملګري د ( هجرت ) فلم يو څو لنډې صحنې وويني  او په سبا د مارچ په ١٣ د مازديګر په ٥ بجو  به وين ميشتي افغانان د لومړي ځل لپاره سينمايي فلم ( هجرت ) په بشپړه توګه په همدغه ښکلي تالار کې ننداره کړي .

له ياده دې وتې نه وي چې ( هجرت ) د ښځو د نړېوالې ورځې په وياړ  په لومړي ځل په اتريش کې نندارې ته وړاندې کيږي .

 نېټه : د مارچ ١٢ د شنبې ورځ
وخت : د مازديګر ٤:٣٠ بجې
پته :
Heiligenstaedter strasse 155
1190 Wien
تم ځای : D Strassenbahn aw Ya 38 A Bus Grinzinger Strasse   

د اړتيا وړ ټليفون شمېرې :
069911088762
066910710810