دمرحوم جعفرخان اڅکزي پرمړينه داحمدشاه بابا دعلمي ـ ادبي ټولني دخواشنۍ پيغام
په خواشنۍ سره مو خبر واوريده چي دپښتو او پښتنو زاداوستر ليکوال ښاغلی جعفرخان اڅکزی د٧٨کالو په عمر ددې پاني نړۍ څخه دابد له پاره سترګي پټي کړې .
مرحوم جعفر خان اڅکزی د مرحوم خان محمد ايوب خان اڅکزي مشرزوی اود محمديعقوب خان لمسۍ دی چي دګليستان کاريز دخانانو او دانګريزي استعمارپرضد د ملي مبارزينو دجملې څخه ؤ او په يوه مشهوره سياسي کورنۍ پوري يې اړه درلودله او په دې لاره کي يې دقدروړ خدمتونه پښتنو او پښتو ادبياتو ته کړی دی. دی؛يو علمي او سياسي شخصيت ؤ، چي دپښتو او پښتنو دخدمت په لاره کې خورا ډيري ستونزي ګاللي دي. هغه په کوټه کي دپښتو دادبي سنټر مشر او اودادب دنړۍ يو وتلی ستوری هم ؤ، مرحوم جعفرخان اڅکزي په کوټه کي برسيره پر خپلو ځانګړو کتابونو او علمي مقالو دنورو ليکوالانو کتابونه او مضمونونه دهمدغه مرکز په مرسته په پراخه پيمانه خپاره کړي دي . مرحوم جعفرخان يو بل دخدمت مرکز هم درلود چي دجعفر پبلشنګ هاوس په نوم ياديده .اودهمدغه مرکز دلاري يې دافغاني ليکوالو او پښتنو يکني او کتابونه خپرول ، هغه خپل سوالأ او جوابأ لس ټوګه کتابونه هم دهمدغه مرکزله خوا ليکلي او شپږ ټوکه يې خپاره سوي هم دي ،چي دليکني ډول يې په پښتو ادبياتو کي يو نوی ميتود اوکړنلاره ګڼل کيدای سي . هغه په همدغه م يتود سره په ډيرو لنډو سوالو او جوابو کي خورا ډيري غټي موضوعګاني سپړلي او دويونکي دپاره چمتو کړي دي. هغه کتابونه چي دمرحوم جعفرخان په زيار خپاره سوي دي په لاندي ډول سره دي .
شماره دکتاب نوم ليکوال
١ کتلی
خوب جعفرخان اڅکزی
پښتو او پښتونخوا جعفرخان
وند
= = =
خوند ===
ته واښه
= = =
٦ دزړه خروښ = =
=
٧ هغه کوم ملک دی = =
=
٨ باچاخان بلوچستان کي = = =
٩ ذهني ازمايش = =
=
١٠ مشاهدات = = =
١١ انسان اوخدای = = =
١
نمکدان = =
=
١٣ داڅه حال دی = = =
١
چپلاخي (څلور جلده ) = =
=
١٥ سوالأ
جوابأ ( شپږجلده) = = =
١٦ ټو
واکي عبدالرحيم مندوخي
١٧ دزرو اقتصاد معصوم اڅ
کزی
١٨ خان محمد ايوب خان مرحوم محمد علم
بڅرکی
١٩ خور جين مرحوم محمد ايوب خان اڅ
کزی
برسير ه پر نوموړو کتابونو يې يو لړ مقالې او مضمونونه هم په يو لړ مجلو او اخبارو کي خپاره سوي دي او ديو لړ سيمنارونو او کنفرانسونو په ترځ کې هم ارزښتناکه مقالې خپرې کړي دي او همدغه ډول يې په کوټه کي نړيوال کنفرانسونه هم جوړ کړي دي چي مشهوره يې دغازي عبدلله خان اڅکزي په ويا ړ کنفرانس ديادولو وړ دی او دمرحوم عبدالشکور رشاد په ژوندکې دهغه په وياړ يو علمي نړيوال سيمنار د کوټي دسرينا هوټل په درشل کي نيولی او په س هاو ميلمانه يې نوموړي کنفرانس ته دپاکستان دمختلفو برخو څخه را غوښتي وه چي رپوټونه يې په تلويژنونو اورا يو ګانو کي هم خپاره سوه . او علمي اکاډميکي مقالې يې هم خپرې سوې .
مرحوم جعفرخان ديوه آزاد ليکوال په حيث دخپل ځانګړي سبک او ميتود لرونکی ؤ ، هغه په ليکنه کي دوخت دمقتدرو کسانو اوواکمنانو پروانه درلوده او که به يې دکړاونو وپړاوته هم رسوی خو هغه پروانه درلودله. او خپلي ريا ليستيکي ليکني به يې کولې او په دې لاره کې ستونزي هم ګاللي دي . مرحوم جعفرخان دنظر او فکرله مخي په پاکستان په ځانګړې توګه بيا په کوئيټه کي دګوتو په شم اردځان په شان علمي او دنظر ملګري درلودله. او هغه لکه څنګه چې خپرونې آزادي وي همدغسي يې نظريات او په مجلسونو کي دواقيعتونو په سپړلو او توضيح کي آزاد فکردرلود ، چي په همدغه دليل هم مرحوم جعفرخان ډيرنوم ورلود.دی مرح وم په پاکستان کي دهيڅ ګونده سره اړيکي نه لري ، خو ځان ته بې طرفه هم نه وو . او خپل نظر يې دوخت په ټولو سيا سي او ټولنيزو پيښو کي درلود . هغه افغانستان ته په څو وارو سفرونه کړي وه او په افغانستان کي دوخت دچارواکو سره يې ليدنه او کتنه هم کړې وه چي له دې جملې څخه دمرحوم محمد داود خان نوم او دمرحوم عليحضرت محمد ظاهر شاه نومونه يادولای سو . هغه ته په ژوند کي سخت مسؤليتونه ور په غاړه سوه ، په ډيره بيا هغه وخت چي دهغه مرحوم پلا ر محمد ايوب خان اڅکزی دپاکستان څخه وافغانستان ته پناه يووړه ، نو په دې وخت کي مرحوم جعفرخان اڅکزی برسيره پر دې چي عمر يې هم کم ؤ، ترسياسي تعقيب لاندي يې سخت کړاونه ليدلي دي او دا په داسي حال کي چي دکور ټوله مسؤليت هم ور په غاړه ؤ ، هغه ته دکورنۍ دوه واړه ورونه لکه ښاغلی معسوم خان ، ښاغلی محمدابراهيم خان او دهغه مور (کوکو) او دهغه خوندي لکه : حضرته مشهوره په(خور) ، حشمته او شمشاد ه خوندي وې .چي ددې ټولو روزنه او پالنه دجعفرخان پر غاړه سوه او ټوله يې په لو ړ تحصيل سره لوی کړه او په ټولنه کې دپوره نوم اونښان خاوندان کړه ، مرحوم جعفرخان دافغانستان ديوې بلي روښان اندي کورنۍ سره دوستي وکړه او د دويښ زلميانودګوند ديوه نامتو مشرملي مبارز حاجي محمد انورخان اڅکزي دلمسی سره يې واده وګړ . چي دواده ثمره يې دوه زامن او يوه لور پاته سوه ، مشره لور يې دوکتورخالده ،شيرشاه کشرزوی يې دکتورټولواک نوميږي . چي په هر يوه يې په هغه سختو شرايطوکي لوړي زده کړي کړي دي . مرحوم جعفرخان اڅکزی په ١٩٩٨ع کال کي داکتوبر پر١٦ اروپاه ته را غلی ؤ ، چي تقريبأ دهغه دوهم سفر ؤاروپاه ته او په دې تر ځ کي زموږ کورته هم ديو څو شپو دپاره را غلی ، په دې وخت کي مرحوم محمد علم بڅرکی هم ژوند ی ؤ . او موږ هم دده دمجلس او مرحوم محمد علم بڅرکي دمجلسونو څخه ګټه تر لاسه کړه ،خو دګټي په څنګ کي مي يوه ويډو يي م که هم ورسره وکړه چي لنډيز به يې هم دلته دهغه مرحوم په ياد خپور کړم ، او که مي بيا دښاغلي احسان په مرسته داسي شرايط وموندل چي په ژوندۍ توګه يې ويډيو فلم خپور کړم ښه به وي . خو خپل کوښښ به وکړم . خو او س يې په لنډه تو ګه دمرکې هغه غوره توکي خپروم .
لومړی مې په همدغه کال کي دصيحت پوښتنه وکړه ؟ .
خپل دصحت اتمنان يې را کړ ؛ خو يوازي يې داسما دناروغۍ تکليف څخه يادونه وکړه او دميدې ستونزه يې هم ياده کړه .
پوښتنه : تاسي دخپل سياسي ژوند په باب څه راته وواياست ؟
ځواب : زما سياسي ژوند يو ډير اوږد تاريخ لري ، دا ځکه چي زموږ هيواد يو ستونزمند هيواد دی . ماته دخپل پلاره څخه ورسته سيا ست په ميراث راپاته سوی دی او دوخت چارواکوهم په دغه تور په سياسي جالونو کي را ښکيل کړی يم او په وارو وارو بندي خانې ته استول سوی يم ديوې سيمي څخه وبلي سيمي ته فرا ره سوی يم اودکور او کوچنيانو څخه ليري سوی يم ، ډول، ډول بنديزونه را با ندي لګيدلي دي .
پوښتنه : که دخپلو ستونزو او بندي خانې په باب څه وواياست ؟
ځواب : زه دمچ په نامتو زندان کي چي انګريزانو دپښتنو دپاره جوړ کړی ؤ په وارو وارووهم دې زندان ته ليږدول سوی يم ، چي ټوله دبند موده مي ١١کاله او ٧ مياشتي کيږي . په دې موده کي پر کوټه قلفۍ برسيره زولنې ، توري بې رڼا خوني ، تنګي کوټې چي حتا پښې هم نه پکي غزيدلې ، په ولاړو ١١٣ ساعته دريدل چي په پای کي مي دپښو پړسيدل هم را ته پيداسوه او دپښو درد هم ، ددوستانو دنه را پريښودلو ستونزي ، او په زوره جبري کارونه را باندي اجرا کول ، دبورۍ دکالو اغوستل چي په نتيجه کې داوجود ډيره برخه را وشوړول اوداسي نور ي جزاګاني چي دهيڅ يوه هيواد دسياسي بندي سره نه سوي دي اونه مثال دهغه سته دغه ډول جزاګاني ماته دمچ په زندان کي را کړل سوې دي .
پوښتنه : ته ديوې پيښي کيسه وکه ؟
ځواب: کيسې خو ډي
ي دي خو زه به يې يوه نمونه درته بيان کړم . دزندان اوږده کلونه دي چي تيريږي په دې وخت کي يو کندهاری هم زما س
ه په زندان کي زنداني ؤ چي پسله شل کاله څخه يې دبندموده پوره سوه نو هغه خوشي سواو تلي ؛ ما يوه غوښتنه ځيني
وکړه ما ورته وويل : ګرانه دوسته که دي دغه زما يو ليک زما تر پلاره ورساوه ، هغه هم زما سره ومنل او ما هم په
داسي حال کي چي نه قلم ؤ اونه رنګ ؤ ؛نو مي خپل لاس يو رګ غوڅ کړ او هغه ته مي په خپلو وينو ليک ورته په څلورو
جملو کي وليکه ، هغه ليک واخيست او هغه يې زما تر پلاره مرحوم ايوب خان اڅکزي پوري رسولی ؤ چي دغه وخت زما پلار
په کابل کي ؤ ، زما پلار نوموړی ليک دکابل په يوه مجله کي خپور کړی ؤ او هغه ليک بيا دپاکستان واستخباراتو
ته په لاس ورغلی ؤ . چي پسله يوې مودې څخه زموږ وزندان ته را وړل سو ، دزندان قومندان په داسي حال کي چي زموږ د
يک نمونې يې واخيستي ، وماته يې ددې ليک په باب وويل : خان دغه ليک ستا دی خو ما انکار وکړ او هغه دپخوا په شان په
ډيره بې رحمۍ زما څخه دشکنجې تر سرحده څيړنه پيل کړه.چي بيا هم کوټه قلفي ، توري کوټې او دپیوازنه پرې ښودل وه
،خو بيا هم ما دپخوا په څير انکار وکړ . په پاي کي يې وماته شل منه غنم کيښودل چي دغه به ته تر ميچني باسې او م
يده کوې به يې خوما ددې څخه هم ډه ډه وکړه ... او هغه ته مي وويل: چي زه دغه کار نه سم کولای خو قومندان را ته په
هر سو او فزيکي حمله يې را باندي وکړه ، خو بيا مي هم دنوموړي غو ښتنه ونه منل ؛ بيا يې امر وکړ چي دزيږې بورۍ کا
ي په واغوندۍ ، خو ما هغه په داسي حال کي وا غو ستل چي دګرمۍ درجه هم تر څلويښت او ښتې وه ؛ خو څه وخت چي مي هغه
وا غوستل پسله يوې هفتې مي دوجود پوستکی هم وشوړيده او دپو ستکي څخه مي وينه را تلل . په دې وخت کي زما ورونه زما
دليدو دپاره را غلل او زه يې ملاقات کړم ؛ څه وخت چې زه وليدلم نو هر يو په جلا توګه په ژړا سو او زه هم حيران
سوم چي په کور کي څه ستونزه سته که څنګه؟ خو هغوی وماته وويل چي دا څه حال دی پر تا باند ؛ نو زه پوسوم چي په
کور کي خيريت دی خو يوازي زما پر حال ژاړي ، نو يو اندازه تسلي مي هم وسوه . خو ما تر پايه دقومندان خبره عملي
نه کړه او غنم مي ورته ميچن هم نه کړه .
بله بده خاطره چي زه يې ناارامه کړی وم هغه يوه ورځ دبندي خانې قوم
ندان راته وويل چي ته به کورته ولاړ سې ... زه په دې خبري سره حيران سوم نوما هم کالي سره سم کړه چي دزندان درې
کسه سپاهيان هم را سره يوځای روان سوه او په هغه وخت کي چي موټران ډير لږ وه نو مو دآس ګاډۍ ونيول نو مخ دکور پر
لوري را روان سو ، په دې وخت کي زما هم صنفي وليدلم هغه چي زما دا حالت وليد ډير يو ناوړه حالت پر هغه هم را غلی
خو ما سپا هيانو ته پيشنهاد وکړ چي دوی دي هم زما سره په ګاډۍ کي کښيني ؛ خو هغوی دا غوښتنه ونه منل او موږ دکور
پر لور را روان سو. څه وخت چي ما دځانه سره لومړی داسي فکر کاوه چي ګواکي ما تر خپله کور را رسوي او سپا هيان بي
ته ځي ...خو نه داسي وه ؟ سپا هيانو ماته دکور دننوتلو اجازه هم را نه کړه او ماته يې وويل : چي ته اوس هم
زنداني يې او يوازي موږ دغه ځان ته معلومو چي تاته څوک را ځي او څوک ستا سره اړيکي لري .
ماته دکور دسراچي يا ميلمه تون ځای اجازه وه نوريې نو ماته دکور غړي هم نه را پرې ښودلې او نه يې هم زه يوازي بل ځای ته پرې ښودلم نو دا يوه ډير ستونزمنه پيښه وه چي دهغه وخت دزندان دجزا ګانورواج ؤ.ماته داګرانه تما ميدل چي بيګانه کسان زما سره په کورکي وي او زه نه سم کولای چي خپل کورته دخپلو کوچنيانو سره وګورم. ماهغه ته په خښم سره وويل ! چي زه بيرته غواړم چي زندان ته ولاړ سم هغوی وويل ! موږ ته دا دنده را سپارل سوې ده . چي تا هم دلته وساتو . خو کله ، ک ه چي به بازار ته تلم هم به دوی را سره ملګري وه خو کله چي به زما دوستان زما سره مخا مخ سوه ما به دهغو سره د يدو انکار کاوه او هغه به مي په ايشاره سره وپوهول چي را څخه ليري سه ؛ چي نه بايده چي ته هم زما په سرنويشت اخته نه سې .
پوښتنه :ته په پا کستان کي په کوم ګوند پوري تړلی وې ؟
ځواب : زه دخان عبدالصمد خان په ژوند کي دهغه په نامتو پارټۍ يا ګوند پوري تړلي وم . چي دهغه دګوند نوم وپه هغه وخت کي( ورور پښتون )ورور پښتون يوه پياوړې پارټۍ وه او دټولو پښتنو تر منځ يې ورور ولي غوښتل او تر ډيره ځايه په دې هدف او مؤخه کي بريا لی ګوند هم ؤ. خو بيا په ورسته کي مي دبل کوم ګوند عضويت نه دی تر لاسه کړی .
پوښتنه : ستا په نظر دپاکستان دو سونو ښيګڼه په څه کي ده ؟
ځواب : دټول پاکستان ښې ګڼه زه په دې کي وينم چي دپاکستان نوم نور له منځه ولاړسي اوملتونه اوقومونه خپلو آزادو رايو ته پر يږدي.
پوښتنه : ولي داسي وسي ؟
ځواب : دا په دې چي په پا کستان کي ميشت اولسونه نه يوه ژبه لري او نه يوګډ کلتور لري اونه ګډي ګټي لري ،نو دپيل څخه بيا تر نن ورځي پوري په خپلو منځو کي دشديدو اختلافونو په وجه ويني په کښي بهيږي .
پوښتنه : نوستا له نظره بايد دپاکستان څلور صوبې څلور هيواده سي لکه بنګال که څنګه ؟؟
ځواب : نه هغه برخه چي دآزادۍ غوښتنه کوي هغه ته بايد آزادي و کړل سي ،نور بايد دپخوا په څير په هند پوري وتړل سي .دا ځکه چي په هند کي دومره آزادي سته چي مليتونه يې سره را غونډ کړي دي او په پا کستان کي بلوڅ او پنجابی نه سره جوړيږي اونه پښتون دسيندي يا بلوڅ يا پنجابي سر جوړيدای سي. پاکستان داسلام په نوم نتيجه ور نه کړه .
دپښتانه په باب يا دډيورنډ دليکي په باب څه فکر کوې ؟
دنوموړي پو ښتني په باب مرحوم جعفرخان اڅکزي بيله فکر کولو څخه په اوږدو جملو سره داسي ځواب را پيل کړ... تر هر څه نه مخکي په دې باب خپله دپښتنو يووالي ته په دې باب ضرورت سته ؛ چي هغوی څه غواړي؟ او څه ډول يې غواړي؟ دپښتنو په منځ کي دهغه د راهبرانو په منځ کي با يد لومړی پيوستون اوهم غاړي کيدل ضروري ګڼم او دوهم با يد پوره ديانت او صداقت موجود وي چي دوی سره هم نظر سي. که نه وي نو په دې صورت کي هغوی ته هم دا ګټوره ګڼم چي ديو متحد وم په څير دهندپه قلم روکي راسي. ولي دافغانستان سره يې يوځای کيدل او بيا په داسي شرايطو کي چي دافغانستان م وضوع ډيره پيچلې سوې ده ډير ګران کار بولم دااوس فعلأ پښتانه دهند په خاوره کي ډير په پوړه زړه تګ اورا تګ کوي؛ خو په خپله په پنجاب کي دپاکستان پرلوري ژوند ورته ګران کار دی.
پوښتنه : تاسي يو سنټر دپښتو سنټر په نوم جوړکړی ؤاو په هغه کي مو خپروني هم کولې چي دګهيځ په نوم مو يوه مياشتنۍ مجله هم درلودله هغه اوس نه سته دهغه دړنګيدو علتونه څه وه ؟
ځواب : تاته معلومه ده چي پښتانه پر علم ، ادب او کلتوري ګټوباندي پيسې نه ورکوي ، هغه مجله په ډيرو پيسو چليدل خو داشتراک يا ګډون خلک يې بيخي نه وه نوداقتصادي نا توانۍ په وجه هغه هم سقوط وکړ او بنده سوه. که څه هم په لومړي سرکي ښاغلي وزيري علی (جمالي) يو لک کالداري را کړې او بيا سرورخان هم يو لګ کا داري را کړې نو تر يو وخته مو چي قدرت رسيدی پښتو سنټر مو فعاله وساتۍ ؛ خو بيا دښاغلي دکتورمحمد معسوم کاسي په اقتصادي مرسته وچليدی او ډيره ستره ونډه ددکتورمحمد معسوم کاسي په دې برخه کي وه . چي په دې وخت کې د جنرل سکرټ ي په حيث په پښتو سنټر کي دنده لرله .خو څنګه چي پښتنو دخپل فرهنګ ملاتړ نه کړی دی اونه يې کوي نو يې سقوط وکړ.
پوښتنه : ستاسي په ادبي سبک کي دکوم ليکوال سبک خوښ دی او دچاليکني مو پر ذوق برا بري دي ؟
ځواب : ماته په ليکنه کي هغه ليکنه په زړه پوري ده کوم چي په هغه ليکنه کي نوښتونه تر سترګو سي .او زما په نظر چي زه يې تر اغيزي لاندي را غلی يم هغه دنياز فتحوري او جوش مه لی آبادي نو يشتې او ليکني دي چي نا متو اثار يې عبا ت دي له : نګارستان ، جماليستان او دوټوکه من ويزوان مي او س خو په ياد دي نور مهم کتابونه هم لري .
پوښتنه :د شعر په باب مو نظر څه دی؟
ځواب: شعر که ښه شعر وي نو زما هم ورسره علاقه سته او اوريدل يې خوند را کوي ، خو زه خپله شاعر نه يم او نه مي شعر ويلی دی . په شا عرانو کي مي دخوشحالخان خټک شعر خو ښيږي او يا دغني خان شعرونه مي په اوسني شعر کي خو ښيږي . خو په ځوانوشاعرانو کي مي درويش درانی او سيد ګوهر شاه ګوهر شعرونه هم خوښ دي ، که څه هم په مجموعو کي علاقه زما دشعر سره نه سته .
پوښتنه : تاسي داڅکزو دقوم خان ګڼل کيږی ، او ستاسي په قوم کي ددوقبيلو تر منځ اختلاف دتوپ او توپک په سطحه کي دی ولي تا سو په دې باب څه يادوني لری؟ .
ځواب : نومړی جنګ چي دغبيزو او حميدزو تر منځ دوام لري دا زه دخانانو خان خاني بولم اود خانی پر سر هميشه پښتانه په خپلو منځو کي جنګونه سره کوي . ولي په دې کي حکومتونه هم خپلي ګټي په نظر کي لري او نودموړي جنګ اورته لمن وهي. ولي زما دنظره زه نوموړی جنګ محکومه وم اوزه ديوه اڅکزي په نوم يو قوم دپښتون په نوم پيژنم اوزه دهم دغه قوم چي په لره اوبره کي سره پراته او تر سخت فشارلاندي دي دپښتون قوم يووالی او پيوستون غواړم .ماته پلار او نيکه ګانو يوازي دپښتو درس را کړی دی اونوري وړې خبري يوازي دمحلي خانانو خود خواهي او ځاني مطلبونه بولم .
پوښتنه : تا خپله دغبيزواو حميدزودپخلا کيدو په با ب کوم ګامونه اخيستي دي ؟
ځواب : ما ددواړو خواؤ سره دسولي خبري کړي دي اودواړو خواوته مي دسولي پيشنهادونه کړي دي خو زما سره يې نه دي منلي او نه پر دې بريا لی سوی يم چي دغه ديوې درختي دوه ښاخونه سره پخلا کړم .
پوښتنه : په ورور پښتون کي دي اختلاف څه ؤ؟
ځواب : زه وورور پښتون ګوند ته وفاداره وم او هغه مي دزړه له قومي منلی ؤ، خو ديو لړنا مناسبو کسانو سره مي دا اختلاف ؤ ؛ چي هغه کسان چي هويت يې پوره څرګند نه وو، نومي دهغو سره په يوه ګوند کي خپل موجوديت لازم ونه ګاڼه، نومي وخان عبدالصمد خان ته دهغو په باب خپل نظر وړاندي کړ. چي دمشکوکو خلک راتګ ګوند ته دګټي پرځای ضرر رسوي. خو په مقابل کي دګوند مشر ښاغلي خان عبدالصمدخان ماته وويل: چي موږ خو کوم پټ کار نه کوو. چي ما بيا ورته وويل چي موږ پټ کار نه کوو ، نو بيا دګوند ضرورت څه دی او زه دګوند څخه را ووتم .
پوښتنه : ولي دپښتون خوا دګوند سره نه يوځای کيږې ؟
ځواب : دپښتونخوا ګوند هم زما له نظره داسي ځانګړې لاسته را وړنه نه لري ، نه داچي دپښتنو غټ اکثريت دځانه سره لري بلکي؛ خپله هم په خپلو دوستانوکي هم او په قوم کي هم ستونزي لري .لکه م خکي چي تاسو دغبيزو دخانانو او حميد زودخانانو په باب پوښتنه وکړه .
دورستۍ پوښتني په حيث ،پوښتنه کوم
چي تاسودپښتودادب اوپر مختګ دپاره څه وړانديز لری ؟ .
ځواب : زما له نظره په پښتو کي بايد ډير غني کتابونه او
ليکني را منځته سي او ډير کتابونه او مهم اثار بايد وژباړل سي او دنورو ژبو او کلتورنو سره سم بايد پښتانه خپل
ادب ته ارزښت ورکړي اود خارجي ليکنو او ميتودونو سره خپله ژبه پښتو هم سياله ژبه کړي ، چي داکار يوازي خپله
پښتانه کولای سي . زموږ خانان او پيسه داره خلک چي اوس دخپلی ژبي په باب بې تفاوته دي نوموړي بې تفاوتي بايد پ
يښودل سي . همدغسي مذهبي خلک او ملايان هم بايد په خپله ژبه تبلغ وکړي او دپاملرني وړ يې وګرځوي او هغه ځوانان
چي په خارج کي دي دهغوڅخه غوښتنه داده چي دنورو ژبو څخه علمي او په زړه پوري کتابونه که تاريخي وي ، که
ادبي وي ، دساينس په مختليفو برخو کي وي هغه وژباړي او خپلي ژبي او خلکو ته يې په اختيار کي ورکړي ، همدغسي با
يد را ډيوي خپروني او تلويژوني خپروني را منځته سي څو پښتو ژبه دپاملرني وړ وګر ځي .
دا وه هغه لنډه
پيژندنه دمرحوم جعفر خان اڅکزي چي تا سو ته مي وړاندي کړه په همدغه ډول يو ځل بيا زه دځان او خپلي ټولني
(احمدشاه بابادعلمي ـ ادبي ټولني ) دخوا دمرحوم جعفرخان اڅکزي انډيوالانو او دهغه ودرنې کورنۍ ته دزړه تسليت
غواړم او په دې غمجنه پيښه کي دهغوی سره ځان شريک ګڼم .روح دې ښاد وي