ددوستۍ فرهنگې ټولني دمبارکۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2311
ددوستۍ فرهنګي ټولنه - سويډن
دخبریدو نیټه : 2005-03-08

مالمو - سويډن ٨ مارچ ٢٠٠٥ د ښځو نړيواله ورځ

 

پياوړی دي وي د ښځو د نړيوالي ورځي د پيوستون نه هېرېدونکی ياد

 

دهيوادپياوړو او قدرمنو خويند اوميندو ! تاسو اوستاسو په وسيله دنړۍ دټولو تر ستم لاندې او زوريدلو ښځو ته دښځو دنړۍ وال پيوستون دتاريخي ورځي دجشن په مناسبت په وطنې او انسانې مينه دزړه له کومي مبارکي وړاندې کوو،  ستاسو او دنړۍ دټولو باغيرته ښځو لپاره دحق دتر لاسه کولو ،جنسې  ستم او تبعيض دپاي ته رسولو پر ضد مبارزې په لاره کښې دزياتو برياو غوښتنه کوو.

 

دمارچ داتمي تاريخي ورځ ډير پخوانی او دردونکی تاريخ لري چي ددې ورځي دياد اودرناوې نه اوس نږدي پنځه نوي کاله تيريږي  ،خو ددې ورځي ياد دنړۍ دښځو دفداکاريو او تلاښونو،سرښندونو او قربانيو په پايله کي تر اوسه تازه او تل پاتۍ  ساتل شوي دي .

 

ښځې زموږ دنړۍ نيم نيمايې جوړ وې مگر تر اوسه دغه نيم نيمايې ته چا ددوی حق ندی ورکړی او نه هم په ډيروځايو کې دانسان په ستر گه ورته کتل شوي دي ښځه تر اوسه دنړۍ په گوټ گوټ کې تر ستم اواستثمارلاندي ده دمختلفو تعصوبونو او تبعيضونو پر اساس  په ټولنه  کي دمساوي او برابر حق ددرلودلو څخه محرومې پاته دي،ښځه اوپيغله د تعليم،تحصيل،دکار او شغل دټاکنو ، د نارينه و سره دگډ اوبرابرکار، دحق او حتا دسرنويشت دټاکلو ، خپلي ارادې او عقيدي دبيانولو څخه محرومې گڼل شوې دي .

 

زموږ په هيواد کې دعنعنو او عقيدوڅخه  په ناروا گټه اخيستنې سره افغانې ښځې تر بل هر هيواد دژوند له ټولو سياسي ،اجتماعې ، فرهنگې آزاديو او حقو قو څخه محرومي دي او په ټولنيز ژوند کښي دښځو ومقام او ارزښت ته په ټيټه سترگه کتل شوي دي .تر اوسه ښځه دکور بندي او لکه غلام په بدو کې ورکول کيږي  جرم نارينه کوي ولي د جزا ليدو مکلفيت يې دخواري او بيچاره ښځي پرغاړه دۍ ،افغانې ښځې دژوند هغه ناخوالې زغمي چي اوريدل يې انسان ته روحې ټکان ورکوې .

 

ددغو غير عادلانه کړونو او برخوردونو په مقابل کي افغاني ښځې چوپه خوله ندي پاته شوې او دنړۍ دنورو ښځو په شان يې دخپل روا اوانسانې حق غوښته کړې او پدي لارکښي يې قربانۍ ورکړي افغاني ښځې دمبارزو او قهرمانيو لوي او روښانه تاريخ لري چي هيڅ  تيري کونکی او جابر نشي کولای پر هغه سترگي پټي کړي  ،نازو انا  ،زرغونه انا ،لويه ادې ،سلطان رضيه ،گوهر بيگم ،آمنه فدوي  ، راوروسته ملالۍ جويا او په سلهاو نوري قهرمانې يې ژوندې او څرگند مثالونه دي . افغاني   ښځو په افغانستان کې د١٣٤٣ لمريزکال  داساسي قانون تر تصويب وررسته  دا امکان پيداکړ چي دمارچ داتمي تاريخي ورځې دخاطرو ياد دنړۍ دنورو ښځو په شان د لاريونو او شاندارو غونډو دجوړيدو سره وکړي . همدا روڼ اندي وه چي دوخت دحاکمانو څخه دښځو دحقه حقوقو او طبعي آزاديو دتر لاسه کولو په خاطر يې په هيواد کې د نسوانو دنهضت دپياوړتيا او پرختيالپاره نه ستړي کيدونکې کارونه او تلاښونه  سرته ورسول،دغه نسبي آزادې  چي همدا اوس تاسو  افغاني ښځې لری دا داستاسو پشان افغاني ښځو د مبارزو او قربانيو برکت دی کنه داسي ډير ځواکونه شته چي ښځي ته دحق او آزادۍ ورکولو سره سر سختانه مبارزه کوي .

 

گرانو خويندو: دمارچ اتمه تاسو اونورو هغو ته چي دښځو دستم ،ظلم او ټولنيز نا انډولۍ او تعصوبي برخوردونو مخالفو روڼ اندو ته دا مکان ورکوې چي ستاسو په طرفدارۍ اواز پورته کړې  ،څرنگه چې دا ورځ دښځو دقهرمانيو او قربانيو په نتيجه کې اوس ديونيسکو او ملگرو ملتو دسازمان لخوا په رسميت پيژندل شوې   پدې ورځ دنړۍ ټولې راډيويې ،تلويزيوني خپروني او مطبوعاتي نشرات دښځو دژوند او دهغي دحقوقو په هکله نشرات او خپرونې کوي چي  دهغي جملې نه زموږ په هيواد کې هم سږکال داکار کيږي ،  مگر يوازي جشنونه او يا په دولت کي ښځوته  دڅو فرمايشي څوکيو ورکول  زموږ دزوريدلو او تر ستم لاندي  ښځو کوم دردنشي دوا کولای  لازمه ده دقانون پر بنسټ دښځو دسياسي مسلې  دحل په منظورد هغوي سره دهر ډول جنسي او عقيدوې تبعيض  دله منځه وړلو او ښځو ته داسلام دپاک دين ، زموږدټولنې دسپيڅلو غير افراطي عنعنو په نظر کې نيولوسره    دښځو پر خلاف دهر ډول تبعيض ،تعصب او جنسي ستم غير قانونې اعلان او د هغه دله منځه وړلو لاري چاري ولټول شي    .

 

ښځې ته  په پښتو کې ((کور ودانه  )) وايې او دا پر حق نوم دی چي ښځې ته ورکړه شوی دی نو  کله چي  کور ودان وي هيواد هم ودا ن دی ،هغه څوک چي په رښتيا دهيواد دودانولواوافغانانو دسوکالۍ سره علاقه لرې دبنسټپالو اډيالوژي گانو،عقيدو او ښځو سره په يوه او بله بهانه دتعصب نه ډک برخورد او نظرياتو پر ضد مبارزه يې  سپيڅلي دنده ده ،افغانه ښځه  بايد دبنسټپاله تعصوبونواو خرافاتو له تورو زندانو راووزي او ديوي باشرفه ،سپيڅلي ،افغاني او مسلماني  په توگه دهيواد په بيا رغاونه کښي  دنارينه و سره يوځاي اوږه پر اوږه  فعا له او برابره ونډو واخلي  . دا دوی  ملي،انساني ، اخلاقي او اسلامې حق دی . ددغه حق او آزادۍ نه ورکول بشري ستر جرم او دبشر پر حقوقو بربنډ تيری دی  .

 

تل پاتې دي وي دافغاني او نړيوالو ښځو دپر حق مبارزواو قهر مانيوخاطره

 

                  ددوستۍ دفرهنگي ټولنې د مشرتابه جرگه