دولت دي دډانینکورپ کاري جواز بیرته واخلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 23250
رحمت الله مظلوم
دخبریدو نیټه : 2009-01-26

بسم الله الرحمن الرحیم

موږ له افغان دولت څخه غواړو چی د ډاینکورپ کاري جواز بیرته واخلی او له افغانستان څه یی وشړی

نن د د یکشنبی په ورځ د سلواغې په پږمه نېټه (۵۴) افغانی ساختمانی شرکتونو د دوهم ځل لپاره د امریکایی شرکت ډاینکورپ انټرنشنل پر ضد لاریون او د همدې دفتر په مخ کښي مظاهر ترسره کړه. د دغو افغانی شرکتونو په سر کښي د کائنات ګروپ شرکت قرار لری چی په کال ۲ ۰۲ کښي د افغانانو په نوښت را منځته شوی دی. د کائنا ګروپ ویاند رحمت الله مظلوم وایی چی دغه امریکایی شرکت د دوی د شرکت ۷ میلیونه ډالره شتمنی غصب کړی ده. هغه زیاته کړه چی د ۲۰۰۸ کال د می په میاشت کښی یی له ډاینکورپ څ خه په کندوز او ننګرهار ولایتونو کښي د ملي اوردو د کمپونو د رغونی قرار دادونه ترلاسه کړل. په کار یی پیل وکړ او کار یی تر ۷۰ فیصده پوري ور رساوه او له هغه وروسته ډاینکورپ کار بند کړ. او ددی کار سبب یی دا وښود چی ګواکی د کائنات شرکت کار په خپل وخت ندی ترسره کړی. خو قرار داد په دی شکل وو چی کائنات به بشری منبع یانی کارکوونکی برابروی او ډاینکورپ به مصرفی مواد برابروی چی پدی موده کی ډاینکورپ و نشو کولای چی پر وخت مصرفی مواد لکه سیمټ سیخونه او نور لوازم برابر کړی چی په میاشتو ددوی په سلګونو کارکوونکی بیکاره وو او کائنات اړ وو چی هغوی ته تنخوا او خواړه برابر کړی چی دا کار هم په خپل ذات کی د کائنات د شرکت لپاره یوه کلکه اقتصادی ضربه وه.
خو ستونزه هغه وخت لا ستره شوه چی ډاینکورپ کار بند کړه او کائنات ګروپ د خپلو مصرف کړو پیسو غوښتنه وکړه. د تعمیراتی قراردادونو د پیسو ورکړه پدی ډول ده چی اجیره کمپنۍ به د فیصد له مخی کار پرمخ بیایی او تمویلوونکی کمپنۍ به د همغې فیصدۍ له مخې په معین وخت کښي پیسی ورکوی. مظلوم وایی سره له دی چی کائنا ۷۰٪ کار ترسره کړی د هغه ټول اسناد په لاس کښی لري، د ډاینکورپ استازیو په هغه لاسلیک هم کړی دی او اصلې تمویل کوونکې مرجع چی د متحده ایالاتو د پوځ د انجنیری ټولنه ده د دوی له کار څخه خوښ هم وو ډاینکورپ کار بند کړ او پینځه میاشتی کېږي چی د دوی پیسی نه ورکوي. له پینځو میاشتو راهیسی د کائنات ګروپ استازیو په سلګونو برېشنالیکونه ډاینکورپ ته ورلیږ لی دي او څو څو ځله یی خپل استازی د ډاینکورپ دفتر ته ورلیږلی خو د ډاینکورپ کسانو د هغوی له لیدلو څخه انکار کړی دی او د هیڅ ایمیل ځواب یی هم ندی ور کړی. خو کله چی په کابل او یا د کار په ساحه یانی د کندوز او جلال اباد د ملی اوردو په کمپ کښي سره مخامخ شوی دی نو د ډاینکورپ کسانو له وسلی او زور څخه کار اخیستی دی او کوښښ یی کړی دی چی د کائنات کارکوونکی د وسلی په زور و ویروی او د کار له سیمی څخه یی وشړي.

نوموړی وایی چی دوی ډیر ځله کوښښ وکړ چی د خبرو له یاری ستونزه هواره کړی خو ډاینکورپ دی کار ته تیاری و نه ښود نو دوی مجبور شول چی حقوقی مراجعو ته عریضه وکړه. حقوقی مراجعو د ډاینکورپ کسان د پولیسو د مربوطه حوزی په واسطه ور جلب کړل خو ډاینکورپ نوموړي جلب ته پاملرنه ونه کړه او محکمې ته حاضر نشول. نو بلاخره دو مجبور شول چی لاریون وکړی او له دی لاری افغان دولتی چا واکی، نړۍ وال او افغانان خبر کړي تر څو پدی لار د دوی ملاتړ وکړي.

په پای کښي نوموړی وویل چی کائنات ګ وپ یواځنی افغانی شرکت دی چی د ډاینکورپ په شان د خارجی شرکتونو د سیالی وړتیا یی تر لاسه کړی ده او ډیر ځله یی همدغو بهرنیو شرکتونو ته د کار او مسلک په ساحه کښی ماتی هم ورکړی ده. خو اوس ډاینکورپ له یوې خوا د دوی په پیسو په نړۍ والو مارکیټونو کشي تجارت او کټي کوي او له بلی خوا کوښښ کوي چی په دغه کار سره د کائنات نوم ور بد کړي له اقتصادی ستونزو سره یی مخ کړی چی بلاخره له ماتی سره مخامخ شی.

په پای کښی کائنا ګروپ له خپل پلو یو پریکړه لیک هم خپور کړ چی غټ تکي یی پدی ډول دی:
۱: موږ د افغانستان له دولته غواړو چی د کائنات او ډاینکو پ د ستونزی د حل په غونډه کښي د دریمګړي په توګه برخه واخلي.
۲: د افغانستان دولت مکلف دی چی ددی ستونزی د حل په لاره کښی جدی اقدام وکړی او کائنات او نورو افغانی شرکتونو ته ډاډ ورکړي چی ددوی حقوق به تر پښو نه لاندی کیږي.
۳: که چیري ډاینکورپ په متحده ایالاتو کښی ددی مسلی په حل ټینګار وکړی نو د افغانستان دولت مکلف دی چی په متحده ایالاتو کښی د افغانستان د سفارت له لارې د دې ستونزی د له منځه وړلو لپاره مټي را ونغاړي.
د مظاهری په ترڅ کښي دا ښعار هم ډیر بدرګه کیده چی ویل یی: "موږ له افغان دولت څخه غواړو چی د ډاینکورپ کاري جواز بیرته واخلی او له افغانستان څه یی وشړی."
د ننی مظاهری په پایله کښي ډاینکورپ دی ته چمتو شو چی د کائنات له استازیو سره مخامخ خبری وکړی او له هغوی سره یو مهال ویش وټاکی تر څو د هغه له مخی خبري اتري ترسره شی او دی ستونزی ته د حل لاره وموندل شی.

په درناوی


 د کائنات ګروپ ویاند
کابل افغانستان