ځوانانو ته پیغام
ډېرځل مې دخیال په بیدیایو څه ،لکه ورېځې راتاو شي خو دافسوس په بیه دغه ورېځې له ځانه سره کوم باران نلري، نن مې ډېر ه هڅه وکړه چې یو څه له همدې ورېځو دقلم له نوکې په سپین کاغذ وڅڅوم،نه پوهېږم ،بیا مې هم ونشو کړای چې هغه دزړه په بڼه یې درته ولیکم خو .....
ګرانو همځولو!
که څوک مې دمبالغې په تور تورن نکړی نو ریښتیا هم دګڼو ځوانانودارمانونوغوټۍ یو په بل پسې په سپړیدودي، په ځای یې ویلي:-
څانګې به نن سبا کې ګل شي
مایې په سرکې سرې غوټۍ لیدلې دینه
پس که پښتانه ځوانان لږ نورهم ځانونه وڅنډوي اودعفلت او ناخبرتیا له خوبه مخونه دویښتیا په اوبو پرېمنځي،نوپوره باور لرم چې ډیرۍ مثبتې پایلې به ولري . راځي چې نوربابااومشرلالا په کاسه ډوډۍ پورې کول بس کړو،مټې رابډ وهو ددې وران، برباد اودمظلوم ملت دهوساینې او بریالیتوب په سوچ او فکر کې خپل ټول ذهني ځواک ګټې ته وړاندې کړو،راځی نو دورور،کاکااوتوربورکېرغیړن لاسونه له خپلو ګریوانونو پرې کړو،او دخپل سرنوشت دټاکلولپاره خپل نوی تګ لورﺉ او نوې تګ لارې غوره کړو .
ددې لپاره چې خپلې موخې او هدفونه په ټولیزه او ډله یزه توګه په بوره بریالیتوب سره ترګوتوکړونو هر پښتون ځوان ته دیو ځوان په صفت دایو څو لاندې سپارښتنې وړاندې کوم او هیله من یم چې هر پښتون ځوان یې په خپل ځان کې پلې او عملي کړي.
په لومړي قدم کې هر پښتون ځوان بایدهره ورځ خپل سر دګریوان په سفر ددې
لپاره بوځي،چې ریښتیا هم ما نن اسلام ،هیواد، اوژبې ته څه چوپړ تر سره کړ.
زمونږ پښتانه ځوانان باید صلحې او
پخلاینې ته په جګړې برتري ورکړي،او تر اخیري سلګۍ پورې باید خپلې موخې دقلم او ژبې په زور تر ګوتو کړو، دجنګ او م
بارزې وسایل مو باید قلم ،ژبه او تبلیغ وی.
هر پښتون ځوان باید په تېرو کړنو او عملونو ځان د مایوسۍ کندې ته
ونه غورځوي او دراتلونکي احتمالي پېښو له بیم او ډاره د راحتیا په کټ ویده نشي. زمونږ اوستاسې مبارزه باید په
تمامه معنی دحال سره وي،یعنې زمونږ ژوند باید په حال زمانه کې وی ،او دیو مبارز په توګه دحال له ناوړه او ناو
یو پېښوسره په ټولیزه توګه مبارزه وکړو.
که غواړو د ټولنې قدرت من ځواک شو،نوهر ځوان باید خپلې اوږې د مسولیت
بارته چمتو کړي،مسولیتونه قبول کړﺉ چې قدرت تل د مسولیت په غېږ کې پروت دﺉ.
هر ځوان باید یو جدي هوډ،پاخه ع
یده،اودیوې لویې سینې ځښتن وی.
په دې سالمه مبارزه کې باید دخپل څنګ ملګري غیبونه ونه لټوو،لیدلورﺉ مو باید
خپلې موخې وي ،او دخپل هدف دلاسته راوړلو لپاره ټول، اما لکه یو،پیاوړي او غښتلي ګامونه اوچت کړو.
دا چې څوک
دوخت دکموالي له کبله نشي کول ستاسې شخصیت مطالعه کړي نو هر پښتون ځوان باید دا جرات ولري چې ټولنې ته ځان دیو
خصیت په توګه وروپېژني ،اودخپل ځان ټوله وړتیا په خپل لاس خلکو ته څرګنده کړي چې په ننۍ زمانه کې دپرمختګ راز
په همدې ټګې کې نغښتی.
دیو سالم مخلص مسلمان پښتون مشري باید په ټولیزه توګه ومنو،هغه دچا خبره تکرار اوعملي
نکړو چې واېي (پښتانه یا په خرو پسې ځي یاپا آسانو پسې ځغلي.مونږ ټول ځوانان بایددیو ټاکلي هدف لپاره په یوه ټاکلې
لار په یو ټاکلي سړي پسې روان شو.
ومن الله توفیق