د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې
خبرتيا ( جرمني)
په نظر کې ده چې په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه د شهيد محمد داؤد خان د سلمې ک
يزې په وياړ يو نړيوال سيمينار جوړ کړي . دغه سيمينار به په جرمني او افغانستان کې د درنو غونډو په جوړېدو تر س
ه کېږي .
په دغو غونډو کې به د افغانستان د معاصر
نامتو شخصيت محمد داؤد خان پر ژوند او دهغه د صدارت او جمهوريت د دورو په اړه علمي او اکاډميکې ليکنې او
ويناوې واورولې شي .
له درنو پوهانو ، د نظر له خاوندانو او د دې موضوع له مينه والو په درناوي هيله کوو چې
:
1. هغه کسان چې د شهيد داؤدخان او دصدارت او جمهوريت د دورو په هکله يې ويډيويي يا اوډيويي
اسناد ولري ، د مهربانۍ له مخې دې يې يوه کاپي موږ ته د روان کال د اپريل تر پای راواستوي .
2. موږ په
نظر کې لرو چې د دغه سيمينار د مقالو او ويناوو ټولګه مخکې له مخکې چاپ او خپره کړو . له همدې امله له هغو دپوهانو
څخه چې د مقالو سپارښتنه ورته کېږي ،هيله من يو چې د روان کال د می تر مياشتې موږ ته خپلې مقالې راوستوي
.
3. هغه دوستان او مينه وال چې په دې اړه ځانګړي وړانديزونه لري ، هيله ترې کېږي چې موږ ته يې مخکې له مخکې
اواستوي .
موږ په نظر کې لرو چې په دغه مناسبت يو شمېر مهم کتابونه او اثار چاپ او خپاره کړو . هغه ليکوال
چې په دې اړه وړانديزونه لري ، هيله ترې کېږي چې له موږ سره يې شريک کړي .
د ټولنې د ايمېل پته دا ده :
info@afghan-culture.org