مېرمن ك
توري ټولينز بهير- بلخ، له لسمې غونډې د پرمختګ په لور نوي ګامونه واخيستل، د كره كتنې برخه يې پيل كړه، دوه ګ
ونكو يې په شعر ليكلو او يوه يې په لومړي ځل خپله ليكل شوې لنډه كيسه واوروله.
د بهير لسمه اونېزه
غونډه د سلواغۍ په څلوروېشتمه د پنجشنبې په ورځ ۱۱ بجۍ دشمال د خلكو عنعنوي
اصلاحي جرګۍ د دفتر، د مومند بابا ادبې بهير د اونېزو غونډو په
خونه كې
وكړه.
&nb
sp;
غونډه د جميله ګران له خوا د قران مجيد په څو مباركو ايتونو
پيل شوه، چې د ويندويي چارې يې زهرا كاكړ تر سره كولې.
د غونډې كوربه قمر نوري وه
چې د تېرې غونډي راپور يې هم ولوست.
د تېر غونډې راپور د ګډونوالو له خوا خوښ كړاى شو.
بهير د كركتنې
برخې پيل د ((كرښه)) تر سر ليك لاندې د زهرا كاكړ پر ليكل شوي نثر وكړ.
كرښه:
((تاسې به داسې څوك
يدلي وي، چې خپل وطن كې مهاجر وبلل شي او يا پخپله خاوره كې ځان پردى احساس كړي. خپله خاوره يې وه، خپل هېواد يې و.
هغه هېواد چې په ساتنه يې د دښمن د وينو لښتي بهولي وو، د شهيدانو وينو يې ځمكه زرغونه كړې وه. كه تاريخ ته يې
وګورې ډېر زرين بابونه به تر سترګو شي، پخپله به پوه شي چې دا څنګه خاوره او هېواد و. په دې بابونو كې به د دې
هېواد نورو اتلانو تر څنګ د لوى احمد شاه بابا لښكرې تر ډيلي رسېدلې وګورې.
دا خاوره لومړۍ داسې نه وه لكه
ته چې يې اوس ګورې، دا چې نن خواره وزاره ده، دا چې يې نن ځنګلونه لمبه كېږي او ټوله خاوره د اور او وينو په د
يابونو كې غوټې وهي.
هېڅوك يې نشته چې غږ يې واوري، همدا ده چې نه كوم ښه حكومت لري او نه كوم مشر.
اوسېدونكي يې
په خپل هېواد كې يې له خپلو خلكو بېل كړل، تر دې چې په مينځ كې يې د حالاتو دېوال ودروه، خو د دې خاورې د هر بااح
ساسه ځوان په زړه كې دا دېوال كوم ارزښت نه لري. اوس هم دا هماغه لوى هېواد، يوه خاوره او يو ملت ګڼي. دا مو د هر
باهمته ځوان د زړه غږ، د ژوند سپېڅلى ارمان او پښتنى هوډ دى.
د پلار وصيت او د مور دعا ده چې سره يو كېږو
به.
دا د ډيورنډ د منحوسې كرښې ها خوا خاوره ده چې د وخت سر زورو د لوى افغانستان له غېږې بېله كړې او د حالاتو
ېورنډ يې زموږ تر منځ كرښه ګرځولى.))
زهره ساپې په كره كتنه پيل وكړ، سربېره پر دې چې نثر يې ښه وګڼه خو زياته
يې كړه چې په(( هماغه سپېڅلۍ خاوره مو ده يو ملت او يوه ژبه موده )) جمله كې د اضافي
كلمو كارولو ته اشاره وكړه،
جميلې ګران بيا نثر خوښ كړ او ويې ويل چې د كرښې لوستنه د يو والي درس وركوي.
قمر نوري زهرا زړوره وګڼله چې په لومړي ځل يې خپل نثر كره كتنې ته وړاندې كړ. نوموړې نثر د افغانسان څخه د بېلې شوې ځمكې د ارزښت د ښكاره كولو په اړه يو ښه نثري ټوټه وګڼله خو د ليكلو په اړه يې وويل چې د((خپله خا وره يې وه خپل هيواد يې و)) جمله بايد ((خپله خاوره يې ده خپل هېواد يې دى)) ليكل شوې واى. قمر زياته كړه چې په نثر كې راغلې جمله داسې څرګندوي چې هغه بېله شوې خاوره يو وخت زموږ وه او خداى مكړه اوس نه ده، چې دا خبره سمه نه ده.
جميلې ګران هم د قمر نظر تايد كړ خو دكرښې معنو ي
اړخونه ښه وبلل.
همداراز طېبې مقدس ا و شفيقې ګران په خپل وار سره د كرښي ستاينه
وكړه
د كره كتنې په پاى كې د بهير څارونكي ذبيح الله احساس دغونډې ګډونوالو د نظرونو د
تايد تر څنګ د نثر په اړه معلومات وركړل او د كر ښي په اړه يې وويل چې په كرښه كې پښتو
توري ښه كارول سوي و.
نوموړي زياته كړه چې د هېواد د يوې مهمې موضوع ډيورنډ ارزښت په اړه يې ښه پيغام در ود خو ويې ويل چې ځينې جملې يې له دې هم لنډې لېكل كېداى شوې.
د هغه په وينا په لنډو جملو كې مطلب رانغښتل د
ښه نثر يوه بېلګه ده.
احساس په لنډو جملو كې د خپل مطلب رانغښتلو د بېلګې په توګه د كرښې ځينې جملې ولوستې:
((دا
خاوره لومړۍ داسې نه وه لكه ته چې يې اوس ګورې، دا چې نن خواره وزاره ده، دا چې يې نن ځنګلونه لمبه كېږي او ټوله
خاوره د اور او وينو په دريابونو كې غوټې وهي.
هېڅوك يې نشته چې غږ يې واوري، همدا ده چې نه كوم ښه حكومت لري او
نه كوم مشر.))
نوموړي پورته پرېګراف ته داسې بدلون وركړ:
((دا خاوره مخكې داسې خواره و زاره نه وه، ځنګلونه
به يې داسې نه لمبه كېدل او نه به يې خلكو د وينو په دريابونو كې غوټې وهلې، خو اوس ځكه چې نه كوم ښه حكومت لري او نه
كوم مشر))
احساس د كره كتنې په پاى كې زهرا كاكړ ته د كرښې د ليكلو د مباركۍ تر څنګ ټول بهير ته د كره كتنې د
پيل مباركي وركړه.
تر كره كتني وروسته ازاده مشاعره د زهره ساپۍ په لومړۍ ليكل شوې لنډې كيسې پيل
وه.
ورپسې طيېبۍ مقدس دغره په اړه نثري ټوټه ولوسته.
بيا جمېلۍ ګران او راضيه ګران خپل
شعرونه چې په لومړي ځل يې ليكلي وو، وارول او د ګډونوالو په تودو چكچكو بدرګه شوې.
شفقې ګران خپله ليكل شوې لن
ه پېژندنه او قمر نوري دباران تر سرليك لاندې نثري ټوټې ولوستې.
د راتلونكې غونډي لپاره جم
ه ګران وياند ه او راضيه ګران راپوره ليكونكې وټاكل شوې او د كره كتنې لپاره د طيبه مقدس نثر غوره
و.
غونډه شاوخوا يوه بجه په دوعا پاي ته ورسيده.