نوی کال او زړې دندي ( دوهمه برخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2386
حبيب الله غمخور - سويډن
دخبریدو نیټه : 2005-03-18

 

نوی کال او زړې دندي  دوهمه برخه

همدا اوس دمرکزي اسيا ځيني هيوادونه ، روسيه ،ترکيه ، پاکستان او ايران تلاښ کوې د مذهبې، ژبنې او نژادې اړيکو نه په استفادې سره په افغانستان کي دفدراليزم پلويانواو دقدرت تږو جنگسالارواوتنظيمو  سره ښې اړيکي ولرې تر څو هغوي زموږ نالوستې اود سپيڅلي زړه خاوندافغانان دملي مسلې دسياسي دا ډول حل ته وهڅوې  چي دوي ورته د فدراليزم اوددو په خوښه لږه کيو قومونو ته دبرابرحق ورکولو د سياست پلي کيدل وايي ، دا يو مټۍ افغانستان چي ددي هيواد دداخلي او بهرنيو دښمنانو دغوښتنو پر خلاف دلوي احمد شاه بابا پلاس په افغاني مينه او اراده جوړ شوئ  دۍ دمځکي دکري له نقشي نه ورک کړې  دا غښتلۍ ولس او گران هيواد پر ټوټو وويشې او په تاريخي افتخاراتو يې سياسي لوبې وکړې .

دغي موخي ته درسيدو لپاره دوي دبنسټپالو سره په يوه جبهه کي  راتلونکې پارلمانې انتخاباتو ته زړه ښه کړۍ  او پخپل ټول طاقت او توان به هڅه وکړي تر څوپه پارلمان کي ته دخپلې عقيدې د پلويانوپه ډيرښت سره ددولت په مقابل کې يو قوې اپوزسيون جوړکړې ..

ددي هڅو پايله به دوه ملي خنډونه راپيدا کړي  :

1/  که په راتلونکي پارلمان کې  بنسټپال او ملي تنگ نظره ناسيونالست کسان اکثريت تر لاسه  کړي په هغه صورت کې به پارلمان دښاغلي کرزي او دهغه دحکومت په مقابل کې دقوي اپوزيسيون دمخالفت  په سنگر بدل شي او دولت به پري نږدي هغه پلانونه پلي کړي کوم چي  پلي کولويې په هيواد کښې  د ديموکراسۍ دټينگښت   او يوي مدني ټولني دجوړيدو په گټه وې . په هغه صورت کې به ولسمشر او پارلمان يو دبل په مقابل کې دريږي  دداشان مخالفت او يو دبل په مقابل کې ددريدو په پايله هر څوک پوهيږي تشريح يې زيات وخت غواړې  .

2./ دپارلمان له لاري به پر دولت غير مستقيم داسي فشارونه وارد کړي کوم چي   پاپله  به يې دملي مسلي  سياسي حل  ددوي او ددوي دبهرنيو ملاتړو په خوښه  وي،  دفدرالي  سيستم د هغه سياست پلي کيدو لپاره به مبارزه شروع کړې کوم چې افغانستان به ديو واحد هيواد په توگه د له منځه وړلو او ټوټه کيدو له گواښ او خطر سره مخامخ کړي  . زه دفدرالي سيستم له لاري ديو هيواد دملي مسلې دحل او سياسي جوړښت سره مخالفت نلرم مگر په اوسنيو ځانگړو شرايطو کي دملې مسلې دا شان حل د ټول افغان ولس په گټه  نه بولم  ځکه زموږ په هيواد کې دداشان سياست دپلي کولو لپاره اقتصادي،ټولنيزاو فرهنگي شرايط مساعد ندي او له بله پلوه اولس او سياستوال تر اوسه لا دديموکراسۍ سره نه بلد او نه هم عادت لري  تر نن پوري پر ټول ملک دقانون پر ځاي ټوپک اوقوماندان مسلط دۍ ،مهمه داهم ده چي افغانان ددغو دپه اصطلاح فدرالي ټولنيز جوړښت دسياست دپلويانو په  او شعارونو او سياست کښې  دومره صداقت نه ويني چي ددوي سره دي رښتياهم دافغانستان او افغان ولس د سوکالۍ او دقومونو دحق مسله مطرح وي . يو شمير کسان تنها غواړي په هر نامه چي وي پر دغه غمځپلي ولس بادارې وکړي  .  کنه بيله د فدرالي سياست پلي کولو نه هم دا وطن کيداي شې له دغو بدمرغيو نه خلاص شې ،اوس سمدستي پښتون،هزاره، تاجک، ازبک ،هندو بلوڅ او نور قومونه څلور شيان غواړي :لمړۍ  په سوله او امنيت کي دژوند کولود شرايطو برابرول ، دوهم ډوډۍ ،دريم کار، څلرم ديموکراسې او آزادي ، سر پناه او لباس به هغوي دکار او سولې په برکت پيداکړي .

پدي دريو کلنو کي په ځانگړې توگه په    1383  کال کښې ښاغلۍ کرزۍ او يو شمير دولتي چارواکې په سياسي مسايلو دومره  مصروف وه چي نور هر څه هير شوي وه،  په هيواد کې دسياسي سياليو بازار همدا اوس هم ډير تود دۍ ولي سياست يوازي دسياسي واک دتر لاسه کولو اوساتلو لپاره تر هر څه ارزښت لري مگر که دولس غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ويل شې په هغه صورت کې ولس له حاکميت نه مخ اړوي او په هيواد کې عمومې ناانډولي او انارشي رامنځته کيږي  خلک دحاکميت په مقابل کښې بغاوت او قيامونه شروع کويدهيواد په مختلفو ولايتو کښې مظاهري يې څرگندي بيلگي دي .

پر ځاي به وي په راتلونکي کال کې دپخوانې کال په پرتله زيات کارونه تر سره شي او دخپلو کړو ناخوالي پر پخوانيوتير شوو پنځويشت کلو  تاوان نشي . په هغه وخت کي به غلطي او حتاپه ځينو ځايوکښي به خيانت شوۍ وي  هغه قضاوت به تاريخ ته پريږدو ، پر تيروپه يوه او بل نامه تاوانول او يوازي په دغه ولس ته قناعت ورکول دولس هيڅ درد نشې دوا کولاي، اوس بايد کوښښ وشې دپخوانيودمنفي  کارو دتکرار نه مخه ونيول شي .واقيعت خو دادۍ هلته دهمدغو پرديوپه لمسون او بربنډملاتړ دډالرو، روبلو ، کالدارو،مارکواو عربې ريالو په زور افغانستان دافغان پلاس خرابيده ،لاري ،مکتبونه ، پلونه او دولتي ودانۍ دجهاد تر نامه لاندي  په بمونو الوتې  او ښارونه په کنډوالو بدل شوه، اوس خو دډالرو، ايورو او نورو پيسو چي افغانستان ته دمرستي په نامه راځي څوک حساب نشي نيولاي امريکا او ټوله اروپا هغه دچا خبر افغانستان جوړوي  اوسيل غوندې پيسې راروانې دي چي څوک يې داستفادې دشکل دکنترول واک هم نلرې   .

په نوې کال کښي له تيرو کلونو نه راپاته  دلاندي دندو  پلي کول دهيواد دبيا ودانولو لپاره اړين  بر يښې  :

1 /  تر اوسه لا سپکه او درنده وسله دوسلوالو گروپو ،دتنظيمو او گوندونو  په واک او اختيارکي شته چي دبي مسؤليتو کسانو سره  دغه دوسلو شتوالې د ټول هيواد  امنيتې حالت له بهران سره مخامخ کړی دۍ .

اوس  بيله گلبدين او دطاليبانو دمحدودو ډلو نه پرته نور  ټول په دولتي واک کښې غوښن ځاي لري  پس دکوم دليل پر اساس دا ښاغلي او دهغوي ډلي بايد وسله ولري ؟ اړينه بريښي چي ديو فرمان په اساس بيله قيد او شرط نه ټوله سپکه او درنه وسله په ټول هيواد کښي راټولهاو دولتي  اړونده ارگانو ته  تسليم شي . هغه پيسي چي له جاپان او نورو هيوادو څخه د DDR   ”دپروژي دپلي کولو لپاره مرسته کيږي دافغانستان په مختلفو ولايتو کې دکوچنيو فابريکو په جوړولو مصرف شي تر څو دغوبيکارو ته چي خپل فاميل ته يې د ټوپک داستعمال په مقابل کې ډوډۍ پيداکول دتل لپاره د کار ځاي پيداشې ، بيله هغه هم دټوپک په مقابل کې پيسې بيچاره سرباز ته نه رسيږي ځکه ټوپک دقوماندان صاحب دۍ . په هيواد کې دا اوسنې نا ارامۍ چور اوچپاول په څرگند ډول دهغو لخوا تر سره کيږي چي هم په دولتي لوړو څوکيو  يې ډډه لگولي او هم خپل محلي قوماندانانوته دافغان ولس دچور او چپاول امرونه کوې .  دا کار دوي موخي لري يو داچي  داښاغلي خپل قوماندان ساتي او بل داچي کرزي او بهرنيانو ته څرگنده وي که ما ته په دولت کي غوښن مقام رانکړۍ نو تاسي يې وينۍ چي څه حال دۍ ؟ دا زه يم چي نسبي ارامی مي راوستلي ده ،داسي اشخاص له ډير پخوا بيگانه وه  او پردي به وې .  تر څو په هيواد کې مطمين امنيت ټينگ نشي  هيڅوک په افغانستان کي  داخلي  او که بهرني سرمايداران دي پانگي اچوني ته زړه نه ښه کوي دداڅو لکسو مغازواورستورانتو پرانستل ارزښتناکه پانگه اچونه نشي بلل کيداي بيله سرمايه گذارۍ نه دمملکت اقتصادي پر مختگ ناشونۍکار دۍ .                                                                                          

2 / بيسوادي هغه  توره  بلا ده چي زموږ هيوادوال یې دا څو سوه کاله دجهالت او بدبختۍ په حالت کې ساتلي دي او موږ نشو کولاي له نړۍ والو سره دعلم ، تخنيک او صنعت په  سياليو کي گډون وکړو، له بلي خوا هر وطن دښمنه زموږ  د نالوستوله پاکو احساساتو نه د مذهب او عقيدي په نامه ناوړه استفاده کړي هميشه يې دهيواد خدمتگار دکفر او ملحد په نامه رټلي او دپرديو غلامي يې قبله  کړې ده .

دغې ملې غميزي ته دپاي د ټکي ايښودلو پخاطر  پرځاي  به وي چي دبيسوادۍ دلمنځه وړلو پر ضد دملي او اسلامي جهاد اعلان شوۍ واي  خو اوس هم ناوخته ندۍ بايد په راتلونکي کال کښې  ولسشمر  ددي مقدس جهاد اعلان وکړي . او  ټول  افغانا وهڅول شي چي انجوني او هلکان مکتب ته وليږي  . دمعارف حالت بايد دسمونتيا په لور پرمخ ولاړشي ،تر هر څه دمخه او ضرور د ښوونځيو دعادي ودانيو جوړول ، شاگردانوته دميز چوکۍ او کتاب برابرول ،دهيواد ځوان نسل ته بيله کوم امتياز څخه په داخل اوبهر کي دعالي تحصيلاتو دامکاناتوبرابرول به زموږد هيواددملي کدرونو په روزلواو دبيسوادۍ په له منځه وړلو کې تاريخي رولاو ارزښت ولرې  . کيداشي د ښوونځيو دودانيو دجوړولو لپاره په محلاتو کي دشتمنو کسانو دداوطلبانه مالي  مرستو او داوطلبانه کارو دعنعني نه پراخه استفاده وشي .

3 / په ټول هيواد کې ددمساوي صنعتي پراختيا سياست پلي کول به هيواد له اقتصادي   او ټولنيز نا انډولۍ نه وساتي او په ټول هيواد کې به دبيکارۍ دله منځه وړلو سره مرسته وشې ، د وطن په دننه کې به دکار دپيداکولولپاره دمهاجرتونو مخ نيوۍ  و سي . دغه له پخوا را پاتي مامول ته چې صنعتي فابريکي اواقتصادي پروژي يوازي د هيواد په څو لويو او مشهورو ښارو کې جوړيږي دپاي ټکۍ کښيښودل شې ،ځکه ايا ددانورو ولاياتواوسيدونکي  افغانان ندي ؟ او که دې  نو دکاردپيداکولو لپاره چيري ولاړشي ؟  افغانستان يوازي دبهرنيانو دمحصولاتو دخرڅلاو په بازار بدلو به لويه اقتصادي تير وتنه وي ،بهرني هيوادونه بايد وهڅول شي چي دلويو او وړ فابريکو په جوړه ولو او طبعي زيرمود په راسپړلو سره دافغان ولس اقتصادي ستونزي دهميش لپاره حل کړي .

دصنعت او تجارت دپر مخ تگ لپاره دلويو لاره جوړول حتمي کاردۍ مگر تر اوسه ډير زيات داسې ولايتونه شته چې دچارواکو هير دي ، مثلا دکندهار او اروزگان تر منځ واټن ((120)) کيلو متره دۍ دغه ولايت ته چي دنفوسو دشمير په اساس پنځم يا شپږم ولايت دۍ ،د زراعت او دمالدارۍ له درکه محصولات يې بهر ته صاديريږ  ي په يوه رژيم کښي هم چا داسړک قير نکړ . ايادا دافغانستان يو ولايت ندۍ ؟ او هلته اوسيدونکې افغانان ندې ؟ لازمه ده تر هر څه دمخه د افغانستان ټول ولايتونه بيله دينه چي کوم پيژندل شوئ قوماندان لرې او کنه دترانسپورټي قير شوولارو په وسيله له مرکز سره ومښلول شي  دمور او ميري برخوردونو ته خاتمه ورکړه شي .

4 / افغانستان يو زراعتي هيواد دۍ اکثريت محصولات يې دزراعت او مالدارۍ لا لاري لاسته راځي  متاسفانه تر اوسه د زراعت ماشينيزه کولو ته کومه دولتي وړه  توجه هم  نده شوې او موږ تر اوسه  لادفيوډالي مناسباتو په لمړنيو مرحلو کي ژوند کوو .لازمه ده چي دولت  دزراعت او مالدارۍ دحالت ښه والي او پرمختگ ته زياته توجه  وکړې  ، ددې لپاره چي کروندگر دکوکنارو له کرلو څخه لاس واخلې دبزگروسره دهغو بوټو دنيالگيو او تخمونو په برابرولو کې مرسته کوم چې محصولات يې په گرانه بيه پيرودل کيږي اړينه اودحکومت لمړنۍ دنده بريښي .           

سږ کال پسله پنځو کلو په هيواد کې اورښت وشو چي ټول ورته خوشحاله و که څه هم دولتي اړونده ارگانو ونشوه کولاي د واورې داورښت او لارد دبنديدو لا امله دهيواد ليرو پرتو سيمو ته دارو درمل او خواړه ورسوې په سلهاو ماشومانو او نورو وطنوالوژوند دلاسه ورکړ .   اوس دادۍ پسرلۍ راورسيد هوا گرميږي دولت بايد په ټول هيواد کې دملي او بين المللي مادې او مالي  امکاناتو نه په استفادي سره دهوا حالات تر منظم کنترول لاندي ونيسي او پر خپل وخت په هغو منطقو کې چي د اوبو دپورته کيدواوسيل دراتگ امکانات وي خلک خبر او هغوي ته نجات ورکړي ،دکليو او پراختيا ،دښارجوړوني ، دفوايدعامي ،ترانسپورت ،روغتيا ، زراعت  ، تجارت  ،بهرنيو چارووزارت (چي په همدغه منظور بهرنۍ مرستي جلب کې)  او ملي دفاع وزارتونو په گډون  د (( سيلاب ځپلو ته دعاجلو مرستودرسولوکميسيون  )  تر نامه لاندي  يو دولتي کميسيون جوړو شي او پر خپل وخت دمرستو رسول يې دکار اصلي موخه وي .

په ولاياتو ،ولسواليو او کلو کي ټولي هغه سيمې  تثبيت او په نښه  شي  کوم چي هلته داوبو دپورته کيدو او سيلابو دراتگ امکانات ليدل کيږي، په افغانستان کي دټولو رودونو اوبه سرگردانه او بيله اصلي بستر نه  دپسرلي په  شپو او ورځو کي بهيږي  ،ضرور ده چي د رودو او شلو د حرکت  مسيرونه په نسبي توگه تثبيت  او لازمي اماده گې ونيول شي . سيلابونه په افغانستان کې کرل شوي ماينونه هم له ځايه بيځايه  کوي دماين پاکولو نړۍ والي مؤسسې چي دماين دپاکولو دنده  پغاړه لرې دسيلاب تر تيريدو وروسته  ترهر څه دمخه بايد مځکې دماين دموجوديت له خطره خلاصه کړي . دسيلابونو څخه درازيږنده  مالې او ځانې تلفاتودمخنيوی پخاطر  دخلکو دخبرونې لپاره له مسجد نه نيولې تر داخلي او بهرنيو راډيو گانواو مطبوعاتو پوري  له ټولو امکاناتو نه پراخه  او خپل وخت استفاده وشې .

5 / په دولتي ادارو کې فساد ،رشوت ،اختلاص ،خود سرۍ ، په گروپ او تنظيم  پوري تړلې افراد او خپلوان  بيله استحقاقه مقررول،دښځو سره سپک برخورد ، ددولتي مقام نه په ناوړه استفادي سره دغريبواو بيوزلو  شتمنۍترلاسه کول  له کابله تر اطرافو يو معمولي کړنه گرځيدلي ده ،ځکه خلک شکايت لري او خوابدي دي چي کرزي صاحب دټاکنو په ورځو کې خلکو ته ددغو ټولو ناوړو کړنو  پر ضد دمبارزي او له منځه وړلو وعدي ورکولې مگراوس  هر څه پر خپل حال پاته دي .

په حکومت کې ځيني چارواکي پر خپل سرد قانون خلاف تصميم نيسي او هغه عملي کوي  .خلک دا نه واي او داپوښتنه نکوي چي دا چارواکي  له کومه ځايه راغلي څو تابعته دې ؟ او يا يي په رښتيا  هم  هغه دوهم تابعت يې دلاسه ورکړۍ ؟ او  ددغو ښاغلو کورنۍ تر اوسه لاهم په افغانستان کې   ژوند نه کوي ؟ دولسمشر د فرمان له مخي بايد جگپوړو چارواکوخپله خوځنده اوثابته شتمني ثبت او په مطبوعاتو کښې دافغانانو دخبر تيا لپاره خپره شوي واي  هغه هم يا هير شوه او يا تر اوسه ټولو دغه کار ته زړه ندۍ ښه کړي، دا ځکه چي  دوي ممکن مطمئن نه وې چي په راتلونکي کښي به څه پيښ شي ؟ ډير افغانان داسي فکر کوي که چيري دغو چارواکو دپارلمان نه داعتماد رايه تر لاسه نکړه بيرته هغه دوهم وطن ته ځي ځکه يې فاميلونه يې ندي راوستلي  ؟   دښاغلي کرزي نه خلک يوازي داغوښتنه کوي چي په دولتي لوړو چوکيو کي داسي کسان وگماری کوم چي هيواد او هيوادوالو ته دچوپړ او شپه او ورځ کار کولوسره علاقه ولرې نه هغه چي دبهرنيانو او يا تنظيمونو گټي ساتي  .

6 / په افغانستان کي د مطبوعاتو او سياسي گوندونو قوانين يو په بل پسي تصويب شول . دمطبو عاتو قانون خو داطلاعاتو او کلتور وزير صاحب څنگه چي يې خوښه وي پلۍ کوې ! ،که يې دچا مقاله او يا کوم ژورنالست راپور پر طبعت برابر نشو څارنولي هميشه دنوموړي وزير صاحب په خدمت کښي ده ، په زندانو او توقيف خانو کي خو په مياشتو او کلنو بنديان ولچک او زولانه بيله دينه چي برخه ليک يې ټاکل شوې وي   پراته دي    څوک يې خبر نه اخلي  ،دځينو په هکله محکمي بيله دينه  چي  متهم  راوغواړي دهغه په غياب کي پر خپل سر پريکړي کوي دا کاراوس معمول گرځيدلۍ،دبشر دحقوقو ددفاع کميسيون پدغو وړو وړو خبر نه خبريږي . ديادولو وړ يي بولم چي په توقيف خانو کي ديو کس ولچک او زولانه کول تقريبا پنځوس کاله پخوا له منځه تللي او غيري قانوني عمل گڼل شوۍ دۍ مگر دادۍ اوس يو ځل بيا داکار رواج پيداکړ .

داطلاعاتو او کلتور وزارت په وړانديز دعلمانو شورا چي د او لي ورځي نه يې جوړيدل غير ضروري گڼل کيده اوس ددي پر ځاي چي خلکو ته دنيکو کارو تبليغ وکړي کله د اخبار او کله بيا دويډيو کسټو او يا تلويزيوني پروگرامو په سانسور اخته ده او واي : ځيني شرکتونه داسي فلمونه خپروي چي دماشومانو فکر او عقيده خرابوې  ، او يا په تلويزيون کي دښځو داواز او سندرو ويلو سره مخالفت کوي . سوال دادۍ چي دا ماشومان مور او پلار نلري او کنه؟هغه ډيش انتنونه چي په کورو کې پراته دي هغه به څوک کنترول کړي ؟ او دهغو ماشومانو سره به څوک مرسته وکړي ؟ ايا دکوم جگپوړي چارواکي کور به ددي شورا کوم غړي کنترول کړاي شي ؟ .  دبيان  او عقيدي دآزادۍ پر ضد په هرنامه او هر شکل بنديزلگول له اساسي قانون  خلاف، دبشر پرحقوقو تيرۍ  دديموکراسۍ  او تمدن دپلي کيدو مخ نيوۍ گڼل کيږي . دديني عالمانو ځاي مسجد او هلته خلکو ته دزنا،  لواطت ،غلا، دپردو دمالو خوړلو ،رشوت  بي عدالتيو ،دسياسي واک دتر لاسه کولو په خاطر دورور وژنواو نورو بداو ناوړواعمالو پر ضد تبليغ کول به داسلامي او وطني دندي پوره سرته رسول وي .  دولتداري  او حکومت کول دتکنو کراتانو او ددغه کار لپاره په ښوونځيو او پوهنتونو کې  دروزل شو کاردئ . په يويشتمه پيړۍ کښي افغانستان له اوسني جهان څخه جلا په يو فرهنگي زندان کي ساتل او ښځه په چادريو کې را نغاړل دطالبانو لپاره هم ناشوني و او دهر چالپاره ناشونۍ دۍ ، دنياوال په يويشتم قرن کي ژوند کوي و لي ځيني تلاښ کوي چې افغان ولس بايد ددوي په خوښه د اولسمي پيړۍ  دشرايطو په دود ژوند وکړي .

دقانون له مخې گوندونه يو په بل پسې جوړيږي او ددولت لخوا هم ورته  دسياسي فعاليت اجازه ورکول کيږي مگر داسې معلوميږي چي يو شمير ډيموکراتو، دمدنې ټولنو او پر مختگ پلوه گوندونو ته د تنظيمو او بنسټپالو ډلو ټپلو دفشار په نتيجه کښي په ټولنيز ژوندکښي دفعال گډون دامکاناتوبرابرولو اوددغو گوندو نو سرو د سياسي سلا مشورو څخه  هوښيارانه ډډه کيږي  ، مگردا کار يوازي د تنظيمواو بنسټپالو دسياسي او نظامي هيلو دسرته رسولوپه گټه دۍ .دلمړي ځل لپاره دانتخاباتو دمستقل کميسيون لخوا دحوت په 24 او 25 نيټه دملې بحث تر نامه لاندې دپارلماني ټاکنو دوخت دتعين پخاطر د 50 سياسي گوندونوپه  گډون  غونډې جوړي شوې اميدوار يو چي دغو غونډو ته يوازې  تنظيمونه  او يا هغه گوندونه چي دچارواکو خوښ وې نه وې رابلل شوې ، بلکه ټولو گوندونو ته  دگډون  برابر حق ورکړه شوۍ وې . همدلته غواړم عرض وکړم چي مترقي او دديموکراسۍ طرفدار گوندونهپه ځانگړي توگه هغه چي کړنلارې يې سره نږدې او يا ورته دې دتاريخي ضروت ددرک اوسياسي تعقل پر بنياد هر څومره چي ژر کيږي پخوانې اختلافات او خوابدۍ شاته وغورځوې د هيواد دملې گټو په خاطر  سره يو او که دا امکان ونلرې دډيموکراسۍ او اجتماعي عدالت دراوستلواود هيواد له دغه بهراني حالت څخه دخلاصولو لپاره داوسنيو شرايطو نه دمعقولي گټې په پورته کيدو سره په  پراخ بنسټه جبهه کې سره راټول شې  .زما په اند دپارلمان لپاره انتخابات به زموږ دهيواد دسياسي سرنويشت ټاکلوپه اړوند ستر او پريکړنده ارزښت ولرې  ديو  سياسي او تجربه  لرونکي ځواک په توگه دا موقع دلاسه ورکول به دافغانانو سره به سياسي ستره  او نه بخښونکې جفاوې .

    7/ تير کال زموږ په هيواد کښي دښځې او ماشوم ژوند ته پاملرنه تنها دشعار تر سرحده ه وشول ،هغه ظلم او تيرۍ چي له افغاني ښځو او موشومانو سره کيږي په تاريخ اونړۍکې سارۍ نلرې ځان سوځونه او ماشوم تښتونه ېې لمړنې  څرگند مثالونه دې . په هر قيمت چي کيږي  په راتلونکې کال کښي پخپله ښاغلۍ کرزۍ بايدافغانې مور او ماشوم ته ددغه بوږنوونکې حالت نه نجات ورکړي  که ضرور وې په قوانينو کې تغير راشي دا کار دي وشي ، ولسمشر داساسي قانون په اساس دفرامينو دتصويب صلاحيت لري  . ده خرافاتو اونامعقولې نارينه سالارۍ  له منگولو زموږ خويندې او ميندې خلاصول دچارواکو ملې او اسلامي  دنده ده  . دغه شپږسوه ميليونه ډالره چي دامريکا سنا او ولسمشر د افغانستان دښځودچارودوزيري اغلي ډاکتر مسعوده جلال امريکاته دسفر په درشل کې مرسته کړي بايد يوازي او يوازي په هيواد کښي ددرديدلواو کړيدلو ښځو او يتيمانو دژونددحالت دښه والي او هغوي ته دکار او تعليم دزميني دبرابرولو په لارکښي  مصرف شي .

 افغانان  نه وايې  چي دا ټول کارونه دي په يوه ورځ تر سره شي او يادي دا ټول کارونه تنها ولسمشر سرته ورسوې ځکه پوهيږې  دا ديوه سړې لپاره چي هر څومره زيات صلاحيت هم ولرې ناشونۍ کار دۍ ،مگر ددغو ملي دندو دسرته رسولو لپاره ولسمشر کولاي شي او بايد قانونې او بنسټونه جوړکړي .

افغان ولس بايد پدې پوه وې چې که رښتياهم دا وطن و رته گران دۍ  تر هر څه دمخه دسرتاسرې سولي  دټينگښت اودکوکنارو پر ضد دملې گټو دساتلوپه خاطر ملې او اسلامې مبارزه گړندۍ کړې  تر څود بهرنيانو ته ددي بهاني مخه ونيول شي  چي وايي  : ددي لپاره چي افغانان په سوله کښې ژوند وکړې ،دتروريزم او هيروئنو دتوليد او قاچاق مخه  نيول سوې وي ضرور ده    په افغانستان کې يوه دايمي نظامي اډه جوړه شي    .  دبهرنيانو داوړانديز منل چي د نظامي اډي جوړول اړين بريښي  د افغانانو لپاره دننگ او عار مسله ده .

  دهر بيگانه نظامي قوت  موجوديت ديو هيواد سياسي استقلال  تر تاثير لاندي راولې او دهغه رنگ پيکه کوې ، افغانانود يو ضرورت  له مخې داومنل چي بهرنې وسلوال ځواکونه افغانان د طالب چارواکو او القاعدې له منگولوخلاص  کړې  ،اوس د افغانانوملې او وطنې دنده  ده چي خپل هيواد پخپله جوړ ،قومي اوسياسي  بي اتفاقيو او دواک پر سر داخلي جنگ جگړو ته دپاي ټکۍ کښيږدې . دا به شرم نه وې چي زموږ وطن  پردې ابادوې ا وپردې مو امنيت ساتې؟ ځکه دوسله اډو دجوړيدو وړانديزونه تر غوږو کيږي   .

زما مطلب داندۍ چي څوک دهغه چا پرضد راوپاروم چي زموږ سره يې په ستونزمنو شرايطو کې مرسته کړې داهم منم چي هر هيواد خپلي سياسي او اقتصادي گټي  لټويې  ،خو موږ په ډير بد حالت کې قرار درلوداو بهرنيانو دنړۍ وال تروريزم دله منځه وړلو په خاطر زموږ هيواد ددغه نړۍ وال تروريزم دځالگۍ په توگه لدغه شر نه خلاص کړ   ددغه جهاني تروريستي سازمان قربانيان يوازي افغانان نه بلکه ټوله نړۍ ده  . دابهرني هيوادونه دهيواد په بيا ودانولو کي  تر اوسه  زموږ بي ساري مرستي کوي ،  دافغانانو سره ددموکراسۍ د پلي کيدو او په واقعي توگه د بنسټپالو او قوماندانانو دحاکميت ختمول ،  په نړۍ واله کچه دتروريزم پر ضد مبارزه ددي لامل نبايد شي چي زموږ په خاوره کي دايمي وسلواله اډه جوړه شي ، افغانستان دهيڅ کوم نظامي تړون غړيتوب نلري او په تاريخ کښي يې په نظامي پکټونو کښي دگډون څخه ډډه کړي .که امريکا او دناټودنظامي پکټ چارواکي دافغان ولس دبسياتوب او پر مختگ سره روښتيانۍ علاقه لري  نو افغانستان بايد خپل ناپييلتوب او بي پري نړۍ وال سياست وساتي . ښه به داوي چي افغانستان دسويس غوندي يو هيواد په اسياکي اعلان شي  .

هيله مند يم په نوې کال کښې زموږ  ولس  دهيواد په بيا ودانولو کې تاريخې برياوي او افتخارات  ولرې  .  تير کال ښه شو چي تير شو، نوۍ کال دي خداي پرموږ نيک او مبارک کړې