په تخار كې د لومړي ځل لپاره يوې پښتو ټولنې په كار پيل وكړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24031
پامير
دخبریدو نیټه : 2009-03-04

په تخار كې د لومړي ځل لپاره يوې پښتو ټولنې په كار پيل وكړ

 

تېره ورځ د تخار په مركز تالقانو كې د لومړي ځل لپاره يوه پښتو ټولنه ((الهام ادبي او كو توري ټولنه ))

ددغه ولايت د يوشمېر فرهنګي ځوانانو لخواپرانستل شوه.

ددغې ټولنې د پرانستې غونډه چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په تالار كې جوړه شوې وه د ۵۰څخه زياتو ځوانانو، قومي مخورو،محلي ژورنالستانو او حكومتي چارواكو په كې ګډون كړى ود الهام ادبي او كولتوري ټولنې مشر انجنيرعبدالمنان سيدي په خپلو خبرو كې ددغې ټولنې په موخو رڼا واچوله  او ويې ويل چې ددوى تر ټولو ستر هدف اصيل افغاني او اسلامي فرهنګ ته كار كول او په تخار كې د نورو خويندو ژبو په څېر پښتو ژبې ته كار كول دي.

سيدي وويل چې دوى به هڅه وكړي چې ځوانانو ته د افغاني فرهنګ د بيا راژوندي كېدو د لارو چارو په اړه ځينې سمينارونه هم جوړ كړي. او زياته يې كړه چې ددوى د ټولنې لومړنۍ لاسته راوړنه په تخار كې د يوې مهالنۍ خپرونې خپرول دي چې دتخار د نورو خپ ونو څخه په توپير په كې د پښتو ژبې ترڅنګ دري او اوزبكي ژبو ته هم ځاى وركړل شوى دى.

د تخار والي عبدالطيف ابراهيمي چې په دغه غونډه كې يې ګډون درلود د خپلو خبرو پروخت  دداسې ټولنو جوړول يو نېك ګام وګاڼه اوهيله يې څرګنده كړه چې دغه ټولنې په دې وتوانيږي چې په ريښتيا هم د هېواد اصيل فرهنګ ته خدمت وكړي.

همدارنګه ددغې ټولنې يو بل غړي عماالدين ملكزي په تخار كې په سنيو كې د پښتو ژبې نشتوالي ته ګوته ونيوله او زياته يې كړه چې په ملي تلويزون كې چې كله هم د اشنا تلويزون د پښتو خپرونې نوبت راورسي نو دوى  په كې خپلې محلي خپرونې اچوي هغه وويل چې د اطلاعاتو فرهنګ رياست دې په دې اړه جدي پاملرنه وكړي .

د دغې ټولنې په جوړېدو سره د سيمې اكثره پښتانه او په ځانګړي ډول ځوانان خوشاله وو او سره ددې چې د ټولنې د پيل د غونډې په ورځ سخت باران ورېده خو بيا هم د ولسوا يواو مركز څخه د يو سل او پنځوسو څخه زياتو كسانو برخه درلوده

د يادونې وړ ده چې په شمالي او مال ختيزو ولايتونو كې ددې څخه وړاندې هم يوشمير پښتو ټولنو فعاليت كاوه.چې په كندوز كې  پسرلى ادبي او كولتوري ټولنه د هېواد د شمالي ولايتونو په سطحه لومړنۍ پښتو ټولنه ده چې په كار يې پيل كړى .

دغې تر دې مهاله په سلګونو مشاعرې او نورې فرهنګي غونډې جوړې كړي دي چې د هېواد په سطحه يې د يو كلنۍ مشاعرې (( ريدي ګل )) جوړول يوه د يادولو وړ خبره ده . ريدي ګل د تېرو درې كلونو را په دېخوا د پسرلي په موسم كې په كندوز كې لمانځل كيږي .

دا وخت په كندوزكې د پسرلي ادبي او كولتوري ټولنې څخه پرته څلور نورې پښتو ادبي او كولتوري ټولنې فعاليت كوي.

دكندوز فرهنګيان هم په تخار كې د الهام ادبي او كولتوري ټولنې په جوړېدو خوشاله دي او وايې چې ددغسې ټولنو په جوړېدو سره  ددوى ملاتړ نور هم پياوړى كيږي .