په ډيره خواشنی مو دا خبر واورېدی چي د نامتو صوفي
شاعر رحمان بابا زيارت ته ديو شمير نا اهلو له لوري زيان اړول شويدی.دا خبر نه يوازي داچي د پښتون اولس
پاره زړه بږنونکی دی ، بلکي په سيمه کي د ټولوميشتو وګړو ،اسلامي نړۍ او په نړۍ کي د ټولو کلتور پالو لپاره
هم د وير او ماتم خبر دی.
سلام فرهنګي ټولنه دا ناوړه عمل د پښتنو او پښتني کلتور په وړاندي د ستري غميزي
په توګه يادوي او د دې وران کارو او نا اهلو وګړو پوره غندنه کوي .
موږ ، پر نړيوالو او بيا په ځانګړي توګه
د ملګرو ملتونو ادارې اوديونسکونړيوال سازمان څخه په کلکه غوښتنه کوو چي د دې عمل کوونکي دي د نړيوالو
جرمنو سره د مبارزې پوليسو په وسيله تعقيب او د سترو مجرمينو په څير دي په نړيواله محاکمه کي په خپله
سزا ورسيږي . د دې سره د دې ټکي يادول هم اړين ګڼو چي دا د پښتون اولس دنده ده چي د خپلو کلتوري
وياړونو او متبرکه ځايونو ساتندويان وګرځي .
د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال رسول باو
ي