د جاج خپرونې لومړی ګڼه چاپ شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24127
د جاج خپرونې اداره
دخبریدو نیټه : 2009-03-07


جاج خپرونه چې موخه یې د افغان ځوانانو ویښتیا ده د ځینو پوهانو اوځوانانو په مرسته او همکارۍ چاپ شو. دغه خپرونه چې د ډېرو تکړه استادانو لیکنې پکې خپرېږي موخه یې د ځوانانو ویښتیا او د سیاسي شعور لوړتیا ده. لومړی ګڼه یې د شنبې په ورځ له چاپه راووته. د دغه ګڼې سرلیکونه دا اندې دي:
- نړیوالتوب په کومه بیه او څه مفهوم؟  محمدزبیرشفیقي
- افغانستان ګوندونه او علمي سیاست هېوادحسین خیل
- د خپلواکۍ اتل که د قربانۍ...؟  خوشال روهي
- مسلمانان څومره وروسته پاتې دي؟  ژباړه: سیدعبدالله ولي زی
- دا ټول په لاس جوړ شوي دي؟!  ځينې حیرانونکي اسلامي انځورنه
-  رنځور سیاست او تاریخ تېری درمل  پوهندوی محمداسمعیل یون
- له عراق څخه د پوڅونو په شاتګ او د افغانستان لړزانده مورچل
- داسې څوک شته، چې دې راغلو نه پوښتنه وکړي؟ سیدي صاحب
دغه ګڼه د موخې سره یې سم ډېرې اړينې لیکنې یې د ځوانانو لپاره خپري کړي دي سره له دې چې ځينې تخنیکي ستونزې لري خو بیا هم د ځوانانو د ویښتیا لپاره ډېر اغیزناک دی. په دغه خپرونه کې سرلیکنه هم شته او په وروستۍ پاڼه کې یې د خپرونې ټول سرلیکونه په انګریزي ژبه ژباړل شوي دي. دغه خپرونه اته مخه لري چې دوه مخه یې رنګين دي.
د جاج خپرونې اداره له ټولو پوهانو، ځوانانو او د قلم خاوندانو څخه غواړي چې د دغه خپرونه په بډاینه کې د دغه ادارې سره مرسته وکړي. او په سوداګرو غږ کوي چې دغه خپرونه کولای شي د دوی سوداګریزي خبرتیاوې په خپلو دوؤ رنګه مخونه کې چاپ کړي. په دو هی ه چې ستاسو لوستونکو همکاري (وړاندیزونه، نیوکې، قلمي مرستې) به دغه خپرونه لا نوره هم بډایه کړي.