د بلخ فرهنګيانو د تېرې جمعې په ورځ د پښتو ادب ستر صوفي شاعر عبدالرحمن بابا پر مزار شوى بريد وغنده.
د بابا په اړه جوړه
شوې غونډه كې چې د دغه ولايت په مركز (مزارشريف) كې ترسره شوه، د مومند بابا او ام البلاد ادبي بهيرونو غړو،
يوشمېر فرهنګيانو او مخورو مشرانو برخه اخيستې وه.
غونډه د قرانكريم د څو مباركو ايتونو، د مجيب الرحمن
حاظ او بريالي جلالزي په ويندويي پيل شوه.
د غونډې مشر مېلمه اينجينر هدايت الله عمر او كوربه بشير احمد
فياض وو.
د غونډې په پيل كې د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي مشر حاجي عبدالستار اسجق زي د بابا پر مزار شوى ب
يد وغنده، نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ كې ورانكاري د ټولنيزو ارزښتونو درناوي ته وبلل.
د غونډې په اوږدو كې د
بلخ ولايت بېلا بېلو شاعرانو د بابا په اړه ليكل شوي شعرونه او ادبي ټوټې ولوستې.
د غونډې په پاى كې د دواړو
بهيرونو غړو پر لرو پښتنو د بابا او د نورو ورته درنو افغانانو د مزارونو د ساتنې غږ وكړ او له افغان حكومت څخه
يې د رحمن بابا د مزار د بيا رغولو غوښتنه وكړه.