آیا محبت به خپل مطلب ته ورسیږي؟ ناول چاپ سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24173

دخبریدو نیټه : 2009-03-09

آیامحبت به خپل مطلب ته ورسیږي؟ ناول (کتاب)چاپ سو!!

آیامحبت به خپل مطلب ته ورسیږي؟ دتکړه لیکوال رحمت الله رحمت هغه سلسلوارناول چي مخکي یې دوه ټوکه د(ناکامه مینه اوزورورخلک) او(محبت ولي ورک سو؟ ) دمینوالوپوري رسولي وه ،نوموړی داستان چي دمحبت اوغوټۍ پرژوندراڅرخي اوپه څنګ کي یې لیکوال په ډېره ځیرکتیاسره هڅه کوي څو دټولني حلات په رشتني ډول په کیسه کي ونغاړي

 دپام وړیادونه

دنوموړي داستان (ناول)لومړی ناول د((ناکامه مینه اوزورورخلک ))په نامه ؤچي کیسه یې داسي وه .

زقوم خپله لوردانورخان زوی محبت ته په دې نیت ورکوي ،ترڅوددې دوستۍ له لاري له انورخان څخه مځکي یاباغونه قبضه کړي ،همداډول دټولني د ښواوبدواشخاصو رول ته ځغلنده  کتنه سوې لکه ډاکټران ،پولیس،دواپلورونکي،غله ،بدمعاشان ،کوډګران،دوکانداران،اوځیني هغه ځوانان چي دتعلیم وروسته ځان دومره وړورته ښکاري چي آن دموراوپلاردناستي وخت نه ورته پیداکیږي

 

دوهم ناول(( محبت ولي ورک سو؟ )) داهم دپورته داستان کیسه پرمخ بیایې کله چي محبت له کوره ورک سي نودکلي خواخوږي خلک په محبت پسي پل اخلي په اره کي یوځوان (لونګ )ماروخوري ،ترهغه ورسته ځښته ډېري پیښي څېړل کیږي لکه شپانه (شپونکي) دسپي پیغام او دزقوم په دېره کي دجانک وژل اودهغه فاتحه اوداسي نور،دغه ناول هله ختمیږي چي جمیله اوغوټۍ دنیکه اوانازیارت ته تللي وي په هدیره کي دپخواني ملنګ ترځنګ یوځوان ملنګ وویني چي په کړووړوکي دمحبت په څېرښکاري

 

 

 

دانوی اودریم ناول (آیامحبت به خپل مطلب ته ورسیږي ؟)دهمدې کیسې یوه لړۍ ده چي پرلاندي خبروراڅ خي 

 

آیاتاج دار(نوی ځوان )ملنګ محبت دی؟ غوټۍ څنګه پوهیږي چي محبت به یوه شپه ددې باغچې ته و ځي؟ښونځي ته دنوي ښونکي څه پیغام دی اوڅه پوښتني لري؟دسیمي بدمعاش (منګل ځوان ) دچاله خواوژل کیږي؟ دزقوم خان نفرچاته لارنیسي اوڅوک وژني؟ دغلام جان ترشادچالاس دی چي په کلي کي یې بیااوربل کړ؟ ایامحبت دزدکړولپاره بی ته کلي ته راځي؟

 

 

 

تاسوکولای سي چي دنوموړي لیکوال څلوواړه کتابونه ۱-(درحم ت ډالۍ،۲- ناکامه مینه اوزورورخلګ،۳- محبت ولي ورک سو؟۴-اوهمداناول آیامحبت به خپل مطلب ته ورسیږي ؟)پرلاندي ادرسونوترلاسه کړی

 

چمن : حقانیه کتاب فروشي بوغره روډ،حافظ کتاب خانه مرغۍ بازار عیدګاه چوک،اسلامیه اسټیشنري باچاخان بلډینګ تاج روډ،

 

کويټه : صحاف کتاب خانه کاسي روډ،باخترکتاب ف وشي سیټلاټ روډ،غزنوي کتاب فروشي کندهاری بازار

 

کندهار:افغان قرطاسیه ارګ بازار

 

پېښور:دانش کتاب فروشي

 

اویاهم له لیکوال سره اړیکه ونیسئ رحمت آئرن ورکس اینډټال مال رو پرانا(زوړ)ګنچ چمن

 

شمېرې : ۰۳۳۳۵۵۰۱۹۵۲=۰۳۴۵۸۸۷۴۶۱۴=۰۳۴۵۸۸۷۳۲۹۹