اتصالات د افغانستان او نړی م سلمانانو ته د عید میلاد النبی صلی الله علیه وسلم له آمله مبارکی وایی
په ریښتیا چی د پیغمبرانو د لړی
وروستنی پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ټولی نړی ته د یوه نوی زیری سره په فانی دنیا کی څه د پاسه څوار
س سوه کاله دمخه سترګی پرانیستی .
هغه نه یواځی دا چی د انسانانو لپاره لارښود او د هغوی د ژوند هر اړخیز
هنما وو بلکه داسی یو قانون او کتاب یی هم له ځانه سره راوړ چی د مخلوقاتو د بهترې او هوسا ژوند لپاره تل پاتی
حکومونه او قوانین پکی درج او ثبت شوی وو . هغه د لمړی ځل لپاره پداسی یوه ټولنه کی ښځی ته یو ځانګړی مقام او م
تبه ورکړه چی قومی مشرانو به له شرمه خپلی لورګانی ژوندی خښولی .
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ټولنی ته
ښځه او سړی د مور او پلار د مقدسی او پاکی رشتی په نامه وروپیژندل تر څو کورنی او ټولنیز نظام تر ابده پوری د
الهی کتاب د احکامو سره سم پاتی شی .
نوموړی له ځانه سره د سولی هغه پیغام هم راوړی وو چی له امله یی د یوه
ځانګری قانون لاندی مسلمانانو او یهودو په ګډه سره په مدینه منوره کی ژوند تیرولو .
هغه د انسان د ورځنی ژوند
د هری برخی د تیرولو په هکله د انسانی نړی د هوسا ژوند د تیرولو لپاره ځانګړی قوانین ایښی او پلی کړی وو .
د
اتصالاتو مخابراتی شرکت د نړی ټولو مسلمانانو او په ځانګړی توګه د افغانستان مسلمان ولس ته د نړی د تر ټولو
غوره شخصیت د زوکړی له امله مبارکی وایی او له لوی خدای څخه غواړی تر څو د هغه د حکمونو سره سم د افغانستان مس
مان ولس په سوله ایزه توګه ژوند تیر کړی .