دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې دژورې خواشیني پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24267
محمدامین بسـمل
دخبریدو نیټه : 2009-03-12

په ډېره خواشیني سره مو خبر ترلاس کړ چې دمونشن په ښار کې زموږ  ډېر مهربان  مشر  ورور عبدالواحد فراهي دورپېښې ناروغي  له  وجې  له  دې  فاني نړۍ څخه  سترګې  پټې کړې انا للـــــــــــــــه و انا اليــــــــــــــــه اجعــــــــــــون
لکه  څومره چې خدای بښـلی فراهي صاحب  د دنګ  قامت  څښتن  و همدومره  د وړ  پښتني، غرور، احساس  او  زغم لرونکی، په کشرانومهربان او خورامېلمه پال افغـــان وموږ مونشن مې تي افغانان یې  ډېرنازولي یو زموږ مجلسونه به  تل په  فراهي صاحب  ښکلي ښکارېدل  خودرېغه  چې اوس  یې  موږ  په  دې  پردېسه نړۍ کې یوازي  پرېښودو، له  همدې  کبله  زموږ  دکولتوري  ټولنې  ټول غړي  په  دې  ویر کې ځانونه  شریک ګڼو، دخـدای بښلي فراهی صاحب کورنۍ ، خپل اوخپلوانوته له الله (ج) څخه جمیل صبر اوزموږ ګران  فراهي صاحب ته فردوس جنت غواړو.

                              &nbs p; دبایرن مېشتو افغانانوکولتوري ټولنه