د میرمن کلتوري بهیرد ۳۸مي اوونیزی غونډې رپوټ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24274
تورپیکۍ مومند
دخبریدو نیټه : 2009-03-12

د میرمن کلتوري - ټولنیز بهیراته دی شمه اونیزه غونډه د ګڼو خویندو په ګډون دسولی نیازۍ په ویندویي په استقلال لیسه کې د فرانسې د کلتوري مرکز په وړوکي تالار کې جوړه شوه.
د تیری اونۍ راپور آغلې وریښمینې سعادت لیکلی و، خو په پیل کې په کاري مسايیلو  خبرې وشوې ، د اوسنیو ښځینه شاعرانو د شعرونو ټولګه چې سپوژمۍ نوري  را ټوله کړې ده د چاپ لپاره کاروان ټولنې ته وسپارل شوه ، او وپتییل شوه چې میرمن بهیر غړي باید ددغه کتاب د چاپ بهیر وڅاري  وروسته د میرمن بهیر د ویبپاڼې(میرمن بهیرټکی اورګ)  په اړه خبرې وشوې  او د ویبپاڼې د لا ښه والي لپاره په لارو چارو بحث وشو.و پسې اوږۍ امیل په ده سبز سیمه کې د د میرمن کلتوري - ټولنیز بهیر  دسیمه ایزې څانګې د جوړولو د بهیر په اړه مع ومات ورکړل .
      د غونډی په دوهمه برخه کې د مارچ داتمې د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې د لمانځ و  د غونډې پر رپوټ چې سولې نیازۍ لیکلی و، کره کتنه وشوه د میرمن بهیر غړو د رپوټ په اړه خبرې وکړې .

      د غونډې دریمه برخه مشاعره وه چې اوږۍ امیل د مارچ داتمې د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په م ناسب یوه شعر په لوستلو سره  پیل کړه د مشاعرې دبرخې ویندویي چارې د میرمن بهیر بلې غړې شهنازبابکرخیل پر غاړه لرلې  چی د مشاعرې برخه دلمر ټلویوزیون په لمړی سرکی اوږۍ امیل ، اديبه اديب ، نظیفه نیازۍ، خاطرې اسحق زۍ ،فایقې نیازۍ،مرضیې اونورو خپل شعرونه ولوستل .
د غونډې د پای په شیبوکې د پچې له مخې آغلې رابعه سیدوخیل د اونۍ غوره او نیکمرغه میرمن وټاکل شوه او د علم او ادب د خپراوي ټولنې له خوا کتابونه او نور ې ډالۍ  دسوغات په توګه ورکړل شول.
د میرمن بهیر له دغې غونډې سره یوه تن په هیواد او ژبه او ادب مین هیوادوال  سل ام یکایي ډالره مرسته وشوه چې په کور وداني سره ومنل شوه او ددغه هیوادوال دا احساس وستایل شو.
 په غونډه کې آغلو ،تورپیکۍ مومند ،شهناز بابکرخیل، رڼا ساپۍ ، سولې نيازۍ ، لطيفې ، برښنا ساپۍ ، ،وریښمینې سعادت، فایقې نیازۍ ،مينې منګل ،ښکلا، نظیفه نیازۍ ،آریا حافظ، سپوږمۍ نوري ، اوږۍ اميل، مرضیې امین ، یلدا ، هیلۍ ، ملالۍ ، ابعه سیدوخیل ، خاطرې  او ګڼو نورو خویندو ګډون کړی و. د غونډې په ګډونوالو د استاد عبدالجلیل د ( خبر او نظر نړۍ)  کتاب او د عبدالله ولیزي له خوا (جاج) اونیزه  وویشل شول .
یاده دې وي چې دمیرمن کلتوری ـ ټو نيزبهير اوونیزې غونډې د هرې شنبې ورځې د ماسپښین په یوه نیمه بجه د استقلال په لیسه کې د فرانسې د کلتوري مرکز په وړوکي تالار کې جوړیږي.