د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږي پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24277
الحاج غرزي خواخوږی
دخبریدو نیټه : 2009-03-13

نيټه: ٢٣-١٢-١٣٨٧
کابل - افغانستان

په خورا خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هېواد ځوان او نامتو ژورنالست خداي بخښلي جاويد اح مد د هېواد د دښمنانو لخوا شهيد سو.
انا لله و انا اليه راجعون

شهيد جاويد احمد چي د يو تکړه او سپيڅلي ژورنالست په توګه خپل هېواد ته خدمتګار ؤ، تل به ېي خپله مقدسه وظيفه په رښتني او صداقت سره سر ته رسول.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د شهيد مړينه د هېواد آزاد مطبوعاتو او ژورناليزم ته يوه ضايعه ګني او ځان په دا غميزه کې د خداي بخښلي کورنۍ او هېوادوالو سره شريک ګني.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه دخداي (ج) د دربار څخه د ده پاک روح ته جنت الفردوس او د دوي محترم فاميل ته جميل صبر غوښتونکي دي.

په درنښت
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر