د ارواښاد فراهي د جنازې خبرتيا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24282
انځور
دخبریدو نیټه : 2009-03-13


په ډېرې خواشينۍ سره اعلانوو چې د هېواد مشهور ملي ، فرهنګي او ټولنيز شخصيت عبدالواحد فراهي د يوې ناڅاپي ناروغۍ له امله د جرمني د مونشن په ښار کې په حق ورسېد .
انا لله و انا اليه راجعون
د ارواښاد عبدالواحد فراهي جنازه د مارچ د مياشتې په شپاړسمه نېټه د فرانکفورت ه ښار څخه کابل ته لېږدول کېږي . دوستانو او هېوادوالو ته خبر ورکوو چې د جنازې د وداعيې مراسم د فرانکفورت ښار هوايي ډګر ته څېرمه په انتر سيټي هوټل کې تر سره کېږي .
وخت :  دوشنبه ، د مارچ 16 ،  د ماسپښين دوه نيمې بجې
پته :
Inter City Airport Hotel
د معلوماتو نومرې :
0162-4122 622
0176-1590 071
0179-3241 092

په کابل او جرمني کې فاتحه وروسته اعلانېږي .