لوی ننگرها ر دولایتی شورا دغمشريکۍپيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24311

دخبریدو نیټه : 2009-03-14

په ژوره  خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چي د هېواد د پوهنې او سياسی   ډگـــر   ټولنيز  شخصيت د جرگو او مرکوپېژندل  سوې څي ه  ښاغلي عبدالواحد فـــــــراهي  دورپېښي سوي ناروغۍ له امله، له گران اوهغه ته منلي هيواد افغانستان څخه دبېلتون په شرايطو کښي خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ،اوزموږ نه دابدی ژوند په لوردتل لپاره وکوچيدي.

 ارواښاد عبدالواحد فراهي  ديوافغان په توگه په خپل  ټول ژوندکښي دافغـــــان ولس دښېــــرازی اوبسیا ينې لپاره دخپل توان اواستـــــعدادله مخې  تل زيار ايستـــلی اوپه پاکولاسويې  ټولی ورسپارل وی دندي سرته رسولي دې.
دغه لوړعلمي  شخصيت  دخپلي ژبي اوافغاني کلتـــور،منلي دوداودستور دپياوړتيا په لارکښي دخپل توان او طاقت  له مخي  داسي  گامونه اوچت کړي دي چي دتشې ډکول به ئي دډير وخت لپاره په سيمه کښي له کړاونونه ډکه وي  .
موږ پدې ټينـــــــــــگ باور لروچي ددغه ټولنيـــز اوسيـــاسی  خصيـــت  د ملي ،سياسی  او فرهنـــتگې چوپړ يادبه دتل  لپاره  دافغانانـــوپه  زړونوکښي  ديوې نه هيريدونکی خاطرې  په توگه پاته وي .
 دافغانستــــــان د مـــــلی گوند دننــــــــــگرهار و ایتــــی شوراپداسي حال کښي چي دارواښادعبدالواحد فـــــراهي مړينه دهيـــوادوالو لپاره لويه  اونه جبرانېدونکې ضايع  بولي، ځانونه د ارواښاد دکورنۍ د ټولوغړو،دهغه دعلاقمندانو،ملگرواو دوستانو سره پدغه ستر غم کې شريک بولو.
 دلوي خداي ((ج)) له دربار نه دمرحوم عبدالواحد فـــــــــــــــــــــــــــ اهي  دکورنۍ  ټولوغړواودوستانوته دصبر او حوصلې غوښتنه کوو .  روح دې ښاد اوياد دې ابدسی وي. .

اناالله و انا اليه راجعون
دافغانستــــــــــــــــــــــان د مـــــــــــــــــــــلی گوند د لوی ننگرهار ولایتی شورا