د نسيم سليمي له خواد غمشريکۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24434
نسيم سليمي
دخبریدو نیټه : 2009-03-18

د نسيم سليمي له خوا د ارواښاد عبدالواحد فراهي د غمګينوونکي او ناڅاپي مړيني په مناسبت د غمشريکۍ پيغام

پدې ډول غواړم چي د خپل ځان ، زما دټولي (سليمي) کورنۍ، او نژدې ملګرو عميق تاثرات او خپګان د هيواد د ملي، اجتماعي او علمي شخصييت، او زما د ګران او تېروني م ګري، عبدالواحد فراهي د مړيني په مناسبت، د هغه مرحوم زامنو، پاته کورنۍ، مشر ورور، ښاغلي عبدالغفار فراهي صاحب، نورو ښاغلو وړونو، دوستانو او خواخوږو ته عرض کړم.

ارواښاد عبدالواحد فراهي د يوه روښانه فکر خاوند، او يو اجتماعي او ملي شخصييت وو،چي د ګران هيواد افغانستان د پرمختګ غوښتونکئ وو ، او له هغي اولي ځوانۍ څخه يې پدې لاره کي نه ستړي کېدونکي او هر اړخيزه هلي ځلي کړيدي.

ارواښاد عبدالواحد فراهي په شخصي حاظ ډېر خوش خلقه، مهربان او د پېرزويني سړی وو. د ښه زړه خاوند، سخي، او پر هر وخت له هر چا سره مرستي کولو ته تيار وو. د انډيوالانو حلقه يې ډېره پراخه وه. له هر چا سره يې ډېري خوږې خاطرې پاتي دي.
زه د پاک خدای(ج) له د بار څخه دده مرحوم و روح ته مغفرت دعا کوم. خدای دي يې وبخښي او او ټولو بازماندګانو، دوستانو، ملګرو او خواخوږو ته دي يې صبر ور په برخه کړي.
ښه يادونه به يې زموږ سره د همېشه لپاره پاته وي.