نوي کال مو مبارک سه د لم
يز ۱۳۸۸ کال د رارسيدو په وياړ
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د مبارکي پيغام
تر هر څه د مخه د
۳۸۸ لمريز کال د را رسيدو په مناسبت د خپل ځان، د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د مشر تابه او ټول غړو لخوا م
بارکي د افغانستان وياړلي او غمځپلي خلګو ته د هېواد دننه او د نړي په ګوټ ګوټ کې وړاندي کوم، د لوي خداي (ج) د د
باره څخه نوي کال ټولو هېواد والو ته سوکاله، سمسمور او خوشحاله کال غواړم.
ګرانو هېوادوالو!
د
لوي خداي (ج) به فضل يو ځل بيا سوړ ژمي تير او خپل ځاي ېي پسرلي ته پريښود. پسرلي چي د طبيعت او ژوندانه د ښکلا م
وسم دي چي ټول نباتات خپل د ښايست رازونه په خورا اخلاص سره د نندارچيانو پر مخ پرانيزي او بلبلان لکه پتنګان
پري رقصيږي او د پسرلي د راتګ تراني واي چي د انسانانو په زړنو کي د ميني او ژوند احساس ژوندي کوي، بيده
انسانانو ته نوي پيغام د ويښتيا او حرکت ورکوي.
پسرلي پر غرونو او دښتونو زرغون بخملي فرشونه غوړوي، د ځمکو
کايناتو او ژوندون مالک پر دغه زرغون فرشونو باندي د خپل رحمت څاڅکي اوره وي او خپلو بندګانو ته لا د ژوند
کولو زيري ورکوي.
هو!
انسانان د خداي (ج) د دغه نعمتونو د شکرانه ادا کولو ته مکلف او د چاپيريال د شينتيا
پاره دنده لري.
زموږ د ګران هېواد په تاريخ کې د نيالګي کښيښودل، د بزګرانو جشن او نوي کال لمانځنه پيړي
پيړي دود دي چي په پرتمينو غونډو او ناستو کي لمانځل کيږي او لړي ېي د لرغوني اريانا مشر يما پاچا ته
غزيږي، پخوا افغانانو په ډير مينه او وروري فضا کي د پسرلي هر کلي کاوه او خپل منځي اختلافات او تربګني يي په ج
ګو او مشورو ختمول او د سپيڅلي هيلي سره ېي د خپل هېواد په سمسورتيا او رغونه کې ګډون کاوه.
خو د دري لسيزو
جګړو د غميزو او ناخوالو وروسته، د نوي اساسي قانون د تصويب سره د ولسواکي د ټينګښت او د خلګو د منتخب دولت په
پايښت او په هېواد کې د لس هاو زرو بهرني پوځونه په ميشت سره سره جنګ جګړي د امن ځاي نيولي او د تاوتريخوالي لم
نه ېي ورځ په ورځ پراخيږي چي جنګ جګړه د افغانستان د ستونځو د حل لاره نه ده .
ګرانو هېوادوالو!
راځي چي
نوي کال د نوي هيلو او نوي نوښتونو سره پيل کړو جنګ بس کړو او د يو سوکاله خپلواک او متحد افغانستان لپاره خب
و او اترو ته تيار سو تر څو چي هيڅ افغان د افغانستان د سياسي او ټولنيز بهير څخه بي برخي پاتي نه سي .
هوســـا او سمســــــــور دي وي افغـــــانـستــــــــان
ټينګ دي وي په افغانستان کې ملي
پيوستون
په درنښت
الحاج غرزي خواخوږی
د خواخواږی ادبي او کلتوري ټولني مشر