په جلال اباد کې دفوکلور ديوورځني علمي سيمينار پريکړه ليک!
دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانوخپلواکې ټولنې په هڅه د١٣٨٧دکب په٢٤-٢٥
دپښتو فوکلور يو ورځنى سيمينار او دوتليو ليکوالو او شاعرانوښاغلي استاد حبيب الله رفيع،پروفيسورسيال
کاکړ،ډاکتر محمداسرار اسرار او انقلابي سندربول شاعر رحمت شاه سايل دنمانځنې غونډه جوړه کړه چې دهيواد اولرې
پښتونخوا نوماندو شاعرانو او ليکوالو پکې برخه واخيسته.
غونډه په پوره نظم،خلوص،سپيڅلتيا او علمي آ ونو پربنسټ بريالۍ پاى ته ورسيده او همدا وياړ دى چې دسيمينار سمبالن دخپلو مشرانو په نمانځنه ډاډمنوي چې دادى ددې بريالي سيمينار دپاې په شيبو کې دسيمينار سکرتريت دغونډې دپايلې په توګه دغه پريکړه ليک ددرنو ګ ونوالو دنظر غوښتنې لپارهوړاندې کوي.
١-دلوړوزده کړو او پوهنې وزارتونو چارواکي دې دخپلو ښوونيزو ادارو ژمنو ته دنده ورکړي چې فارغيدونکي محصلين خپل پايليکونه او څيړنليکونه فوکلوري څيړنو ته ځانګړي کړي.
٢- دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې ته دې په رسمي او دولتي لار هواره شي چې خپله بله څيړنغون ه،وياړ غونډه يا ياد غونډه دپښتنوپه اورني نغري پکتيکا کې جوړه کړي.
٣- ددې اوسنۍ وياړ غونډې په پار او وياړ خپرو شويو اثارو دارزښت او اغيز دجوتتيا لپاره دې ددغو اثارو تر ډلبندۍ وروسته دمخکتنې غونډې جوړې شي.
٤- پښتو ژبې،ادب اودڅيړنيزو هڅو دډګر اتل ښاغلي حبيب الله رفيع ته دې ددوې دسپيڅليو خدمتونو په پار د(شمس ا ادبا) خطاب ورکړشي.
٥- په ننګرهار کې دې دځوانانو دعلمي او څيړنيزې کچې دلوړولو په موخه دو ستر کتابتون دجوړيدو بنسټ کيښود شي.
٦- دپښتو دعارف او انسانپال شاعر حضرت رحمان بابا له مزار سره شوى ترهګريز چ نددشختې غندنې په ترڅ کې ددواړو هيوادوله چارواکيو نه دعاملينو دپيداکولو او دسختې او درنې سزا ورکولو هيله کوو او په ګانده کې زموږ ددغسې فرهنګي او عرفاني سټو دپوره خونديېنې ضمانت غواړي.
٧- په فرهنګي او ادبي ډګر کې دې ددواړو هيوادو دپښتنو تر منځ هميشنى تړاو تضمين او تشويق شي اوهمفکريو دتبادل لپاره يوه ودانۍ ځانګړې ي.
پورتنې پريکړه ليک چې داستاد محمداصف صميم له لورې دسيمينار ګډونوالو ته وړاندې شوټول وړانديزونه يې
په بشپړ ملاتړ سره ومنل شو او له اړوندو ادرو نه يې دپلې کيدو هيله وشوه.