د لوگر ولايت د خبريالانو د ټولنې اعلاميه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24816

دخبریدو نیټه : 2009-04-04


د لوگر ولايت د خبريالانو د ټولنې اع اميه


د لوگر ولايت د خبريالانو ټولنه: ځايي خبريال ىحى شهىدزى دې خوشې شي


د لوگر ولايت د خب يالانو خپلواکې ټولنې په دغه ولايت کې د خبريالانو د گواښېدو او ځورول کېدو په لړ کې د يوه ځايي خبريال ىحى هيدزي د بندي کېدو خبر ترلاسه کړى. ښاغلى شهىدزى چې له سيمه ييزې زينت راډيو سره د خبريال او کلتوري خپرونو د چلوونکي په توگه کار کوي، د تېرې سه شنبې په ورځ د لوگر د ملي امنيت لخوا نيول شوي او اوس په کابل کې د ملي امنيت په بند کې دي.


د نوموړي کورنۍ او زينت راډيو وايي چې ښاغلي شهيدزي په تېرو څو اوونيو کې په لوگر کې د ائت افي ځواکونو د عملياتو او ملکي وگړو د وژل کېدو او ځورول کېدو په اړه خبرونه خپاره کړي، چې د هغوى په وينا ښايي ملي امنيت يې په اړه شک ولري. 


د لوگر ولايت د خبريالانو خپلواکه ټولنه چې ددغه ولايت د خبريالانو ه حقونونو نه دفاع خپله دنده بولي، د ژورناليستانو د دفاع پر ټولنواو افغان حکومت غږ کوي چې د ښاغلي شهيدزي په بېرته را خوشې کېدو کې مرسته وکړي.


موږ د بيان د ازادۍ او د بشپړې بې طرفۍ له اصولو سره سم په لوگر او ټول افغانستان کې د خبريالانو د کارونو په وړاندې د خنډ اچولو مخالف يو او په وړاندې يې غږ اوچتول خپله دنده بولو.


د يادولو وړده چې په لوگر کې وړاندې تر دې هم خبريالان د وسله والو ډلو، حکومتي چارواکو او نامالومو کړيو لخوا په ورته توگه ځورول شوي او گواښل شوي چې په دغه ولايت کې د خبريالانو کارونه له ستونزو سره مخامخ کوي.
 


په درناوي


نسىم شفق

د لوگر د خبريالانو د ټولنې مشر


گرځنده ټي فون:   ٠٧٠٠٢٩٩٢٠٦ 
 


نېټه: ٠٣-٠٤-٠٩