د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږي پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24882

دخبریدو نیټه : 2009-04-06

 

په خواشيني سره مو خبر تر لاسه کړ چي د پاکستان د کويټي ښار ته نژدي په يوه کانټينر کې د مظلومو او بي وزلو (٤٥) تن افغانانو اجساد چي د کار د پيدا کولو لپاره ايران ته د قاچاقبرو لخوا ليږدول کيدل پيدا سوي دي.
انا لله و انا اليه راجعون
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه هئيت او ټول غړي د دغه ناورين زيان منو افغانانو کورنيو ته د خواخوږي مراتب وړاندي کوي او د افغانستان د اسلامي دولت د چارواکو څخه غواړي چي د پاکستان د هېواد د واکمنو څخه د پيښي د څيړني او د عاملينو د نيولو او سزا ورکولو غوښتنه وکړي .
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه دغه بي وزلي، د يوي ګولي ډوډي پيدا کولو لالهانده شهيدانو ته د لوي خداي (ج) د دربار څخه جنت الفردوس، کورني او د افغانستان م ظلوم ولس ته جميل صبر غواړي.

په درنښت،
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر
الحاج غرزي خواخوږی


نيټه : ١٦-١-١٣٨٨ / ٥-٤-٢٠٠٩
کابل - افغانستان