دکرنې وزارت دچهارشنبه په ورځ چې دحمل دمياشتې له 19 نيټې سره سمون خوري دانسجام اوهماهنګی په هغه ګډه غونډه کې چې دماليې وزارت دخيبر په تالار کې ديونما په کوربه توب جوړه شوې وه دڅه باندې نوي مليونو امريکايې په راجذبولو بريالی شو. په ياده غونډه کې چې دم اليې ، اوبو اوبريښنا،دکليو دپراختيا د وزارتونو دوزراوو برسيره 60 تنو د 30 نړيوالو مرستندويو خواوو په استازيتوب ګډون کړي وو ، دکرنې وزير په خپلو خبرو کې دکرنې دسکتور ونډه دخلکو دژوندانه په پرمختګ او وده کې بنسټيزه او حياتي وبله، هغه له مرستندويه خواوو وغوښتل چې دطبيعي منابعو دتنظيم، دکرنيزو محصولاتو دکميت او کيفيت دلوړوالي او دکرنيزو بنسټونو درغونې په برخه کې دکرنې وزارت ته اوګه ورکړي. په غونډه کې دکرنې دوزير تر هبری لاندې تيرې پنځه مياشتې ډيرې کاري وارزول شوې او دلاسته راوړنو له ډلې څخه يې په تيرو پنځه څلويښت ورځو کې دکرنې وزارت لخوا دپنځو نورو وزارتونو سره په هماهنګی کې د دری نيمو مليونو ميوه لرونکو او بې ميوو نيالګيو دکينولو يادونه وشوه دکرنې وزير لس هغه مهمې برخې چې دوزارت په لومړيتوبونو کې دي مرستندويه خواووته په ګوته کړې، چې له هغې ډلې داصلاح شويو تخمونو پيرودل وو چې دهغه په وينا بايد دسپتمبر په مياشت کې په بزګرانو باندې وويشل شي. هغه همداشان دمرسته کوونکو لورو له خوا وغوښتل چې (دکليوالي کرنې دپرمختيا ) يا CORD دپروګرام په برخه کې توجه وکړي. په پای کې ديونما لوړپوړي استازي (مارک وارډ ) دنوموړې غونډې دښې ارزونې تر څنګ هغه دمرسته کوونکو دهماهنګی يوه ښه بيلګه وبله او دکرنې وزارت له کړنو څخه يې په قدر سره يادونه وکړه.