داڅکزي د شهادت په وير د خواخوږی ادبي او کلتوري ...

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25011

دخبریدو نیټه : 2009-04-12

د ميرمن ستاره اڅکزي د شهادت په وير د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام

نيټه: ٢٣-١-١٣٨٨ / ١٢-٤-٢٠٠٨
کابل - افغانستان

په ډېري خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هېواد د پوهني او د ښځو  د چارو يو سابقه لرونکي رښتني خدمتګاره، د کندهار د ولايتي شورا غړي ميرمن ستاره اڅکزي د هېواد د دښمنانو لخوا د کندهار په ښار کې شهادت ته ورسيده.

انا لله و انا اليه راجعون

ارواښاده ميرمن اڅکزي چي د کندهار ولايت په يوي منوري، سياسي او فرهنګپالي کورني پو ي منسوب، د لوړو زده کړو خاونده هېوادپاله ښوونکي وه.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه په داسي حال کې چي د هېواد د دښمنانو دغه ناوړه عمل په کله غندي، د ارواښادي درنۍ کورني او د هېواد فرهنګپالو ته د خواخوږي مراتب وړاندي کوي او د لوي څښتن تعالي د دربار څخه شهيدي ميرمن اڅکزي ته جنت الفردوس غوښتونکي دي.

روح دي ښاد وي
په درنښت
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر
الحاج غرزي خواخوږی