په جرمني کي د شهیدي ستاره اڅکزی د فاتحې خبرتيا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25083
ولي خان
دخبریدو نیټه : 2009-04-14

الحکم لللّه

انا لله وانا الیه راجعون

 

دکندهار د ولايتي شورا د غړې او منشي مېرمن ستارې اڅکزۍ د شهادت له کبله چي  جنازه مخکي په کندهار کي خاورو ته سپارل سوې ده، د شهيدي ورور محمد حسن انور اڅکزی، د شهيدي ورېرونه  محمد قاهر قادم ـ زمری محقق، ننګيالی بڅرکی، عبدال ه اڅکزی، روح الله اڅکزی، داود اڅکزی، د شهيدي خوريان ډاکټر جهان شاه ميوند، زلمی ميوند، نوميالی ميوند او  پښتونزي ميوندتر څنګ د شهيدي زومان انجينيز محمد ظاهر عادل ، رحمت الله نور او  ډاکټر محمد داود اڅکزی دوستانو ته خبر ورکوي، چي د نارينو او ښځو فاتحه د اپرېل پر 19 نېټه د يک شنبې په ورځ د ماپښين د2 بجو څخه تر 4 بجو پوري د المان د ايسن د ښار د افغانانو په مسجد کي اخيستل کيږي.

 

نوټ :
دبېنوا انټرنیټ پاڼي ټول کارکونکي اود مشرتابه ډله د افغانستان  یوازني لوی کیمیا پوه ډاکټر درویزه اڅکزي او دهغه کورنئ ته په دې ویر کي خپل د خواخوږې ژور مراتب وړندي کوي ، د ارواښادي اڅکزۍ او دښاغلي درویزه اڅکزي هیواد پالنه او دپښتواو پښتنو په علمي کولو کي ددوئ هڅي له هیچ چا پټي ندي . دپښتنو ددغسي ویښو کسانو وژنه موږ په کلکو ټکو غندو او دا کار دپردوپالو دپښتون وژني دهغه توطیېولړۍ ګڼو چي غواړي د پښتون قام ټولي تاریخي او ع مي ریښې لمنځه یوسي .


پته:
Hüttmann Straße 92     
45143 Essen                
Essen (West-Altendorf)
Tel: 0173 2612750      
Tel: 0163 7414649