پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی ځـدراڼ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25087
دربار
دخبریدو نیټه : 2009-04-14


پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ د خدای بښلي الحاج ډګروال الله دادخان سلطانزی ځدراڼ زوی په هډ پښتون افغان په  ١٠ /١/١٩٤٤ ز کال دپکتيا ولايت دځدراڼومېزای ټـبر په يوه دينداره اوروڼ انده  کورنۍ کې زيږيدلی دئ. ده په ١٩٥٠ م کال کې خپلې لومړنۍ زده کړې درحمان باباپه ليسه کې پيل اوپه ١٩٦١ م کال کې په اعلې درجه سرته رسولې دي. هغه په ١٩٦٢ ز کال کې دلوړو زده کړې � �پاره لوديز المان ته ولاړ .  
 په ١٩٦٥ز کال کې يې د فرانکفورت په پوهنتون کې دعمومي فزيک په زده کړه پيل وکړاود ١٩٦٦ ز کال وروسته يې دبرلين په ازاد پوهنتون کې (Free University of Berlin) خپلې زده کړې ته دوام ورکړ.


سلطانزی ، په ١٩٧٠ز کال کې دتجربوي فزيک په څانګه کې د ديپلوم په اخيستلوبریالی شو.  هغه د١٩٧١ زکال څ خه تر ١٩٧٦ ز کال پورې دجرمني بوخوم پوهنتون ،د فزيک په دیپا رتمنت کې د يوه علمي غړي په صفت په څيړنوبوخت وو او په نوموړې موده کې دهستوي فزيک په څانګه کې دډاکتری په اخيستلو بریالی شو. 


  

 Associate Prof. Dr. Nazar M. Sultansei 

  هغه په ١٩٧٧ ز کال کې دطب په څانګه کې په لوړوزده کړې پيل وکړاو په څنګ کې يې دعلمي غړي اوښوونکي  په توګه د بوخوم پوهنتون د طب پوهنځۍ فيزيولوژي په ديپارمنت کې رسمي دنده تر سره کوله.
سلطانزی د١٩٨٠ م کال څخه تر ١٩٨٦ م کال پورې دکابل پوهنتون د طبيعي علوموپوهنځی دفزيک په ديپارتمنت کې داستاد په توګه کارکاوه او و� �وسته دافغانستان داتوم انرژۍ دڅانګې مسئول مشر وټاکل شو.  هغه د١٩٨٦ ز کال په اکټوبر مياشت کې د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان (IAEA) په عمومي کنفرانس کې دبرخې اخيستلو په موخه داتریش هيواد ته ولاړ.
په ١٩٨٦ ز کال کې د يوه وتلي افغان ، او ولس پالونکي ساینس پوه په توګه په افغانستان باندې دروسانو ديرغل اودافغان کمونیستي چارواکو سره د ډير کلک مخالفت درلودلوله کبله په اتريش کې سياسي پناه غوښتنې ته اړ شو او خپل هيوا دته بیرته راستو ن نه شو.
سلطانزی د ١٩٨٩ز کال څخه تر٢٠٠٠ ز کال پورې داتریش هیواد د ويانا ښار لاينڅ په روغتون کې، او    � �٠٠١         ز کال څخه راپدې خوادالمان بایرن ایالت په يوه روغتون کې، د طبي فزيک پوه اوهستوي طب متخصص په صفت د راديو تېراپي(Radiation Therapy)  په څانګه  کې په کار بوخت دئ.
سلطانزی درې زامن اودوه لوڼه لري . مشرزوی یې ډاکتر غازي محمد درادیولوژي څانګې متخصص ډاکتردی . دویم زوی یې نظیرمحمداودرېیم زوی یې  وحید نومیږي چې په لوړوزده کړوبخت دي .
(پای)


لیکل شوي علمي کتابونه :
۱- دوینې سرطان درملنه ، پيژندنه اومخنیوی ،  2009 زکال ، جرمني
۲-  سرطان اودچاپېریال رادیواکــټـیـویتي ، 2008   زکال ، ج� �مني 
۳- داولتراسونډ طبي کارول ، 2007   زکال ، جرمني 
۴- دالبرت اینشټاین نسبي تیوري 2006    زکال ، جرمني
۵- داټوم فزیک اساسات ، لکچرنوټ ، 1985   زکال ¸ساینس پوهنځی ، کابل پوهنتون   
۶-  دالکترونیک اساسات ، لکچرنوټ ، 1984   زکال ، ساینس پوهنځی ، کابل پوهنتون 
۸- دلمرانرژي پروژه (Solar collector)   ، 1982-1986 
۹- داکسریزفلوریسینس (X-ray fluorescence )  کړنلارې په مرسته دهیوادمعدني ډ بروپيژند نه اواتحلیل
 ، کابل پوهنتون   ،   1983، ساینس پوهنځی ،  کابل پوهنتون     
۱۰- دکوبالټ شپيته رادیوتیراپي دستګاه therapy equipment   Cobalt-60 ، لکچرنوټ 1984 ،
 کابل پوهنتون  
۱۱- الکتروفیزیولوژي ، 1985 ، لکچرنوټ ،  طب پوهنځی ، کابل پوهنتون
 

خپورشوي  علمي اثاراومقالې :
۱- په هیوادکې داټومي پاتې شونوخبرتیا ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2008   زکال
۲- اټومي بمونه اومذهبي نومونه ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه     2008   زکا� �
۳- دچرنوبیل هستوی پیښې شل کل تلین ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه     2006   زکال
۴- دسږکال فزیک نوبل جایزه جاپاني فزیکپوهانوته ورکړه شوه ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2008   زکال
۵- دکیهان (Universe) مصنوعي پیدايښت تجربه وځنډیده، دلراوبر ا، وبینواویبپاڼه   2008   زکال
۶-  دس� �طاني ناروغيودپېژندنې کلینیکي فرمول(TNM) ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2008   زکال
۷- هېماتولوژ ي ( دداخله طب لکچرنوټ :  دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2008   زکال
۸ - د اتوم بم د ٦٣ تلین غميزې په یاد ، دلراوبر اوبینواویبپاڼه   2008   زکال
۹- دمسلمان پښتون اواتوم بم کارپوه عبدالقدیرلنډه پېژندنه ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2008   زکال
۱۰- دگاونډ يوهیوادونوهستوي ازموینې ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2008   زکال
۱۱- دپښتوژبې يوملي تلويزيون ته اړتيا ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2007   زکال
۱۲- دنــــــــړۍ لومــــړی اتـــــومي بــــــــــم   ،  دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2007   زکال
۱۳- د پولونيم زهراودروسي جا سوس مړينه ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2006   زکال
۱۴- د اتوم انرژي بنسټيزفرمول ، دلراوبر اوبینواویبپاڼه   2006   زکال
۱۵- پښتانه او دد پښتو ژبي غميزه ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2005   زکال
 ۱۶- په کابل کې بايد دپښتوژبې پوهنتون جوړشي ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2005   زکال
۱۷- د طبيعي وړانگوسرچينې ، دلراوبر اوبینوا، ویبپاڼه   2008   زکال
۱۸- طبيعي راديواکتيو يتي ، دټول افغان ویبپاڼه ،  2007   زکال
۱۹- دافعانستان داتوم انرژۍ پـيښليک ، دټول افغان ویبپاڼه ،  2006   زکال
(پای)