دپروفيسر پريشان خټک د مړيني په وير دخواخوږۍ پیغامونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25139
اداره
دخبریدو نیټه : 2009-04-17

دپروفيسر پريشان خټک د مړيني په وير د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشينۍ پيغام

نيټه: ٢٨-١-١٣٨٨ / 17-٤-٢٠٠9
کابل - افغانستان

په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د پښتو ژبي شاعر، ليکوال او پوهنيز شخصيت پروفيسر پريشان خټک د زړه د ناروغي له کبله د فاني نړي څخه سترګي پټي کړي.

انا لله و انا اليه راجعون

ارواښاده پروفيسر پريشان خټک د پښتونخواه د سيمي په بيلو بيلو پوهنتونونو او پښتو اکاډيمي کې د مشر، استاد او لارښود په توګه چاري تر سره کړي، د پښتو د ژبي ادبياتو د لا غوړيدلو لپاره ېي نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړي وي.
د خواخوږی ادبي او ک توري ټولني مشرتابه هئيت او ټول غړي د ارواښاد پروفيسر پريشان خټک مړينه يوه لويه فرهنګي ضايعه ګڼي، د دوي د نۍ کورني، مينه والو او فرهنګي کړيو ته د خواخوږي مراتب وړاندي کوي او ارواښاد ته جنت الفردوس غوښتونکي دي.
په درنښت
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر
الحاج غرزي خواخوږی
========================================