د تسليت پيغام :د پريشان خټك مړينه ستره ضايعه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25197
فضل الله رشتين
دخبریدو نیټه : 2009-04-19

 

د ارواښاد پوهاند صديق الله رشتين علمي او فرهنګي كورنۍ د پستنو د يو علمي , تاريخي او سياسي  د وتلى او ستر شخصيت ارواښاد پريشان خټك د مړينې له امله د مرحوم درنې كورنۍ , دوستانو ته او د پښتون قام ته د تسليت مراتب وړاندې كوي او خداى بخښلي ته د مغفرت او جنت فردوس دعا كوي.

پريشان خټك په  پښتونخوا كې ددې عصر يو ستر نابغه شخصيت كڼل كيږي. ده ه خپل قام او ژبې سره خاصه مينه او علاقه درلوده. پريشان د پيښور د پښتو اكيډمۍ د مشرۍ په حيث هم دنده تر سره كړى ده. د پاكستان په سياست كې يې برخه درلوده او په اسلام آباد كې له وزيرانو او صدراعظمانو سره يې ناسته پاسته كړې او د مشاوريت دندې يې تر سره كړي دي. له نواز شريف , جنرال ضياءالحق او نورو سياسي رهبرانو سره هم نژدې پاتى وى دى.

پريشان خټك څو ځله كابل ته سفرونه كړي وو, ده د خوشحال خان په دوو سمينارونو كې چې د ارواښاد پوهاند رشتين د رياست په دوران كې د پښتو ټولنې له خوا او د پوهاند رشتين په ابتكارپه كابل كې جوړ شوي وو د خپل علمي شخصيت په بركت برخه اخيستى وه .

ما پخپله له پريشان خټك سره په كابل او پيښور كې له نژدې ليدلي وو . په پيښور كښى به د خدابخښلو سناتور غلام نبي چكنوري صاحب او وياند صاحب په ملګرتيا د يكشنبې په ورځو دده كورته ورتلم هلته به مو مجلسونه كول نور ډير پوهان , شاعران ليكوالان چې په هغو كې د غمشريك صاحب , محترم ببرك ځاځى صاحب , محترم داوود شهيد صاحب نومنه شامل دي هم د پريشان صاحب ليد ته راتلل.

دده په مجلس كې به د افغانستان په حالاتو خبرې كيدى , ده به حالات تشريح كول او له نورو ته به يى وخت وركاوه چې په حالاتو نظر وركړي او د حل لارې و لټوي. ده له افغانستان سره خاصه مينه درلوده او ځان يې افغان ګڼلو. ده د افغانستان په چارو كې د خا جيانو د لاس وهنې مخالف ؤ . ده ته معلومه وه چې د پاكستان حكومت د افغانستان په چارو كې څومره دخيل دى او څومره اس وهنه كوي. دى د طالبانو د جنبش د مينځ ته راتلو طرفدار نه ؤ , ده به په دې اړه چارواكو ته خپل نظر وركاوه خو دده په خبرو چا عمل نه كاوه.

پريشان خټك د پوهاند رشتين ډير نژدې دوست ؤ , كله چې پوهاند رشتين بيمار ؤ او پيښور ته مهاجر شو نو په هغه وخت كې پريشان خټك په اسلام آباد كې لوى مقام درلود .د اوړي موسم و , ګرمي  ډيره وه نو پريشان خټك په مري كې پوهاند رشتين ته د اوسيد د ځاى بند و بست وكړ او پوهاند صاحب د ګرمۍ سختې ورځې هلته تيرې كړې دا فكر كوم د 1993 ميلادي كال و.

كله چې پوهاند رشتين د 1998 ميلادي كال د نوامبر په 26 په حق ورسيد نو پريشان خټك څو ځلې كورته تشريف راوړ او تل به يې دا خبر كوله چې زه د رشتين صاحب د يو ورور په حيث هر خدمت ته حاضر يم . مونږ ته به يى ويل چې زما كور مو ليدلى او زما د تلفون نمبر درسره دى هر وخت كه څه كار يا خدمت و نو ستاسې دې غاړه بنده وي چې ما خبر نه كړۍ.

د پريشان خټك مړينه ستره ضايعه ده , د پريشان خټك په څير ستر شخصيت په سانه لاس ته نشي راتلاى. د هغه فكر د هغه خيالات د هغه فلسفه د هغه اجتماعي او سياسي مقام سارې نلري خو افسوس چې په پاكستان كې د ېښتنو سترو ادبي او سياسي شخصيتونو ته خاصه پاملرنه نه كيږي , دوي ته دا اجازه هم نه وركول كيږ ي چې  دوي خپلې ژبې او قام ته هغه خدمات سرته ورسوي كوم چې ښايي تر سره شي. خلاصه دا چې ددوي سياسي , اجتماعي او علمى فرهنګي مقام ته هغه ارزښت نه وركول كيږي كوم چې ښايي وركړل شي. البته زه دا ملامتي د  پاكستان په حكومت يا د پښتنو په مخالفينو نه اچوم زه ملامتي په خپلو پښتنو اچوم. مونږ پښتانه بايد د خپلو علمي سياسي فرهنګي او اجتماعي شخصيتونو درناوى او قدر وكړو تر څو هغوى تشويق شي او د نور ژبو او قومونو پر ځاى د خپلى ژبې او قام خدم ت وكړي.

زمونږ د سترو علمي فرهنګي او سياسي  شخصيتونو لكه خوشحال خان خټك , رحمان بابا , احمد شاه بابا , شير شاه سوري , الفت , خادم , بينوا , حبيبي , رشتين , حمزه بابا , غني خان , غفار خان , اجمل خټك , موس شفيق , امان ا له خان پريشان خټك او ديرو نورو  درناوى او قدر بايد پخپله ه ټښتانه وكړي دا خو د بل قام د خلكو وظيفه نه ده چې زمونږ د قام د شخصيتونو يادونه وكړي او هغوى ته قدر وركړي. كوم قدر چې اقبال ته په پاكستان كې وركول كيږي آيا همدومره قدر خوشحال خان خټك ته وركول كيږي؟ د يو قام  عزت او افتخار په خپله په هغه قام پورې تعلق لري. زه خبره لنډوم صرف دومره وايم چې  راځۍ لږ له پوهى او بصيرت نه كار واخلو او خپل عزت او وياړ  خپلو سترو علمي فرهنګي او سياسيى مشرانو ته په احترام كې تر لاسه كړو . زمونږ ډير پښتانه سياسي او علمي شخصيتونه په افغانستان او پاكستان كې متاسفانه د مقام او پيسو په خاطر د خپل قام او  ژبې آبرو او عزت تر پښو لاندى كوي دا كار چې څوك كوي له هغه غواړم چې له دى پس دا كار ونكړي يوه مړۍ ډوډۍ به پيدا شي خو عزت په بى عزتۍ او بى غيرتۍ لاس ته نه راځي. مونږ د نورو قامونو او ژبو احترام او عزت كوو خو دا بايد هير نكړو چې د خپلې ژبې او قام خدمت سړي ته هغه عزت او هغه احترام ورپه برخه كوي چې له دې  عزت او احترام څخه بل كوم لوړ عزت او احترام نشته.

مننه