د کرنیز سکتور لپاره په مرسته کې پاموړ زیاتوالی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25198
حبيب الله (حبيبي)
دخبریدو نیټه : 2009-04-19

د کرنیزې پراختیا د ملي کارچوکاټ م نظوري:
 ]کابل: ۱۹ اپرېل ۲۰۰۹[  د افغانستان د پراختیایي ستراتیژۍ د لومړیتوبونو د تشخیص او تمویل په اړه د څارنې او انسجام د ګډ بورډ (JCMB) وروستۍ غونډه د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې، د دولت د لوړ رتبه استاځیو او وزیرانو، خارجي سفیرانو، او د مرستندویه لوریو د لسګونو استاځیو په ګډون د یکشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت د ناستو په تالار کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې، پر نورو پراختیایي موضوعاتو سربېره د کرنیزې پراختیا د ملي کارچوکاټ، او د جامعې کلیوالې او کرنیزې پراختیا (کارد) د پروګرامونو د تمویل پر سر هوکړه وشوه، او په دې توګه، د کرنې وزارت د کرنیز سکتور د تقویې لپاره تر پنځه نوي ملیونه ډالرو د زیاتې مرستې په اړه د  م ستندویانو موافقه ترلاسه کړه.

د هغه کانفرانس په ترڅ کې چې ترناستې وروسته، د افغان حکومت د کرنې او مالیې وزیرانو په ګډون د بهرنیو چارو وزارت د کانفرانسونو په تالار کې ترسره شو، د کرنې وزیر ښاغلي محمد آصف رحیمي، خبریالانو ته د کرنېزې پراختیا د ملي کارچوکاټ (National Agricultural Development Framework) په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي د نړیوالې ټولنې مرستې وستایلې، او ویې ویل:
"کرنه د هېواد د اقتصاد، غذائي مصؤونیت، معیشت، پایداره سرچینو، او بالآخره د امنیت په تأمین کې د یوه عمده فکتور په توګه غښتلی رول لري او همدا کرنه به د هېواد د بریا او پاتې راتلنې برخلیک ټاکي."
نوموړي د بذري تخمونو پېرودنه، او تر سپتمابر پورې د هغو وېشنه، د حکومتي ځمکو اجاره و کونه، پورونو ته د لاسرسي زیاتوالی، او د کرنې د ادارې په برخه کې اصلاحات خپل بېړني لومړیتوبونه وګڼل، او په دې برخو کې یې د لا زیاتو مرستو او هڅو غوښتنه وکړه

هغه د ۳،۲ ملیونه نیالګیو اېښودنه، د آفاتو ضد کمپاین پر وخت پیلېدنه، د اضطرار د کمېټې په مرسته د ۷۴ زره مټریک ټنه غنمو انتقال او وېشو او د ځمکو د اجارې په برخه کې پرمختګونه د وزارت عمده لاسته راوړنې وبللې.
د مالیې وزیر ښاغلي ډاکټر عمر زاخېلوال د څارنې او انسجام د ګډ بورډ د وروستۍ غونډې پایلې ګټورې وبللې، او د ملي پراختیایي ستراتیجۍ له لومړیتوبونو سره د مرستندویانو د کړنو او غوښتنو سمون یې یوه ښه لاسته راوړنه وګڼله. نوموړي وویل: "موږ نن د داسې پروژو په رامنځته کولو کې د ټولو اړخونو د همغږۍ شاهدان یو چې له یوه اړخه د افغانستان له لومړیتوبونو سره سمون خوري، او له بله اړه د نړیوالې ټولنې له تمویلي غوښتنو او ایجاباتو سره اړخ لګوي."

هغه زیاته کړه: د فرعي کمېټیو وروستۍ ناستې ښيي چې د افغانانو په مشرۍ د فعالیتونو د همغږۍ فعالیتونه اغېزمن او مؤثر دي، او له دې لارې د افغانانو او مرستندویانو ت منځ د اولویتي پروژو د رامنځته کېدنې په برخه کې د همکارۍ زمینې رامنځته کېدای شي، چې دا بیا په خپل وار  د پ وګرامونو د برخوالو د غوښتنو په ځوابېدنه، او د لازیاتو پروژو د چټک تمویل په برخه کې ښه مرسته کولای شي.
هغه د کرنیزې پراختیا د ملي کارچوکاټ او کارد په پروګرامونو کې د کارول شوې مشارکتي او ګڼ لوري میتود پر اهمیت او اغېزمنتوب ټینګار وکړ، او هیله یې څرګنده کړه چې نور وزارتونه به هم خپل پروګرامونه او پروژې د نوموړي لیدبڼې پر اساس عیار کړي.