اسلام او مذهب

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2548

دخبریدو نیټه : 2005-04-11

 

اسلام او مذهب

 

بېنوا ويبپاڼه د ٢٠٠٤ زېږديز کال د جولای د مياشتي پر لومړۍ نېټۀ د لومړي ځل لپاره پر ليکه شوه ، او په خپرونو يې پيل وکړ .

د يوه کال په دننه کښي د بېنوا ويبپاڼي چلوونکو د نړۍ په بېلابېلو برخو کښي دافغاني ليکوالو ، پوهانو ، ژورناليستانو ، اوعالمانو سره اړيکي ټينګي کړي ، او وخت په وخت يې د هغوی سره په مشوورو ، او دورځنيو اړتياو په پام کي نيولو سره د افغانستان د پوهي  او کلتور پر شاوخوا د خپلو ملي ګټو د ساتلو ، اوملي مسوليتو نو په ترسره کولوکي هڅي کړي دي .

له نېکه مرغه بېنوا ويبپاڼي د يوه کال څخه په لږه موده کښي تر هغه ډيري لاسته راوړني لري ، دکومو چي هيلي کېدلې ! 

طبعي ده چي لا هم ډېر کار پاته دی ، لا اوس هم له ډېرو نيوکو سره مخامخ يو ، لا اوس هم د ټولو درنو لوستونکو څخه هيله کوو چي  دکارونود لا سمون لپاره زموږ سره وخت په وخت همکارۍ وکړي، نيوکي وکړي ، او هيره دي نه وي ، چي که نيوکي کوي ، نو لږ تر لږه يې د سمون په برخه  کي هم څه وکولای شي !

په تېرو څو مياشتو کي پر بېنوا ويبپاڼي ترټولوغټه نيوکه داوه چي په بېنوا ويبپاڼه کښي ډېر څه شته ،خو ( اسلام ) ته نه په ليکنو کي پاملرنه کيږي ، او نه په پاڼه کښي ورته ځانګړې پاڼه شوې ده .

په دې کار کي دځنډ لامل يوازي اويوازي د بېنوا ويبپاڼي دچلوونکو په پرديسۍ کي ژوند ، داسانتياوو لږوالی  و ، خو اوس د بېنوا ويبپاڼي ټولو قدرمنو لوستونکو ته زيری ورکوو ، چي په بېنوا ويبپاڼۀ کښي د ( اسلام اومذهب ) په نامه يوه ځانګړې پاڼه پرانستل شوه ، چي په دې پاڼه کښي به تاسو ته  د قران عظيم الشان د اياتونو تفسير اوترجمه  ، نبوي احاديث اوتفسير يې ، نبوي سيرت  ، اسلامي لارښووني ،اسلامي عقايد  او داسي نور اړين مواد وړاندی کيږي او هڅه به کيږي چي  د هغو اسلامي فرايضو په هکله مالومات خپاره شي کوم چي يو مسلمان يې هره ورځ بايد په پام کي ولري ، آو مراعت  يې کړي .

دا نوې پاڼه به د هيواد يو شمېر ديني عالمان پر مخ بيايي ، او د بېنوا ويبپاڼي لوستونکو ته به د دين اومذهب په هکله د پوهاوي اسانتياوي برابروي .

هيله ده چي د بېنوا ويبپاڼي دغه نوې برخه وخت په وخت ولولئ ، او په اړه يې خپل ( نظر )  د بېنوا ويبپاڼي د خپرنيزي څانګي د برېښناليکونو پر پته راوليږئ .