بلنه:د پښتو نړيوال کنفرانس لپاره د تياري مقدماتي ورکشاپ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25564
ډاکتر يحيی وردک
دخبریدو نیټه : 0000-00-00

 
   
د پښتو نړيوال کنفرانس لپاره په جرمني کې د تياري مقدماتي ورکشاپ

 قدرمنو هېوادوالو،
سږ کال د جون په وروستيو کې  پښتو نړيوال کنفرانس د « د پښتنو کلتوري لومړیتوبونه، ستونزې او حل لارې یې» تر سرليک لاندې په کابل ښار کې جوړيږي. 

 په نوموړي کنفرانس کې د اروپا ميشتو پښتنو د نظرونو او وړانديزونو د بيانولو په موخه،  د افغانستان معلوماتي مرکز راتلونکې يکشنبه يوه مقدماتي غونډه نيولې، چې  تاسو ته پکښې د ګډون بلنه درکوو.

 موږ په لاندې څلورو برخو کې د ستونزو او حل لارو په اړه ستاسو د نظرونو او وړانډيزونو په تمه يوو:

 پروګرام:
۱. د پښتو ژبې تعمیم او وده
۲. په پښتنو کې په عام ډول اوپه ځانګړې توګه په نجونوکې  د زده کړې او تعلیم عامول
۳. په پښتنو کې د منفي رواجونو سمون
۴. د پښتنو د کلتوري پرمختګ لپاره د اړیکو د شبکې جوړو

که په دغه ورکشاپ کې ګډون نه شیء کولای، نو هيله مند يو چې خپل وړانډيزونه موږ ته په ايميل کې راولېږﺉ. د دې لپاره تاسو له مل شوې فورمې څخه هم ګټه اخيستلی شیء.


وخت: يکشنبه، د ۲۰۰۹ کال د  می ۱۰د مازدیگر پنځه بجې
ځای: د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانیک)، د بن ښار، جرمنی