په سويډن کې ددوستۍ فرهنگي ټولني دخواخوږۍ او غمشريکۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2557
دوستي فرهنګي ټولنه سويډن
دخبریدو نیټه : 2005-04-12

٢٢ وری ١٣٨٤ لمريز

 

په زياته خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي دهيواد فرهنگي شخصيت تکړ ه لوبغاړي او وتلي  فرهنگي څيرې  ف فضلي دڅلوراتياکلونو په عمر له پاني دنيا نه دتل لپاره سترگي پټي کړې او دافغاني فرهنگ مينه وال يې دوير پر کمبله کښينول .

اناالله وانا اليه راجعون

فضل محمد فضلي چي  (( ۸۴ )) کاله پخوا  دتاريخونو ،حماسواوفرهنگ په ځانگو دکندهار په ښکلي  ښارکې دعبدالصمد اخندزاده په  په منوره کورنۍ کښي دنياته راغلی ،هغه داحمد شاه بابا ليسه پاي ته ورسول ولي د يو لړ ستونزو له کبله چي استاد ورسره مخامخ و ونشوه کړاي تحصيل ته نور هم دوام ورکړي .

استاد هغه وخت چي زده کوونکی و د مکتب په ډرامونو کې برخه اخيسته ، په هغه  وخت کښې يې دکندهار دښار په خلکو او ځوانانو کې دتکړه لوبغاړي او ممثل په توگه شهرت پيدا کړ .  په ډرامونو کښي دتمثيل سره دنوموړي دزياتي علاقي پر اساس دکندهار دښارد پيژندل شوي  فرهنگي څيرې   جان محمد پلار  توجه  ځانته واړول ،پلار صاحب هميشه  هغه فرهنگي او تمثيلي کارونو ته  زيات هڅاوه او پدي لار کښې يې له ف فضلي صاحب سره زياته مرسته کول  . دپلار صاحب په هڅونه او هغهي علاقي پر اساس چي مرحوم ف فضلي صاحب دهنر او تمثيل سره لرله له کندهار نه کابل ته ولاړ  او هلته يې دوخت دراډيو سره د ((ډرام اوډيالوگ په څانگه ))کښي کار پيل کړ. په  ۱۳۴۲کال دپلارصاحب په مرسته دلمړي ځل لپاره په (( پوهني نندارې )) کې  په پښتوژبه  د تمثيلي پارچو په ښودلو پيل وکړاو بيا را وروسته استاد دکابل دښار د نورو نندارو او تياتر سره  هم دتمثيل په برخه کې همکاري درلوده . ارواښاد استاد ف فضلي صاحب که دراډيو له لاري دتمثيلي پارچو او ډرامونو په تمثيل کښي ټاکونکې برخه درلوده خو په تياتر کښي هم دهغه نقش او رول ډير ژر وځليد او استاد دف فضلي په نامه يې په ټول هيواد کې شهرت پيدا کړ.

ارواښاد ف فضلي په پښتو او دري ژبو  ډرامونه او لنډ داستانونه  لمړۍ   راډيو بيا وروسته تياتر،او تلويزيوني پروگرامونوته ليکل چي شمير يې تر زرو اوړي . دمرحوم استاد رول او نقش  دکونډي زوي فلم ته دافغان ولس  په منځ کښې دومره شهرت او نوم ور کړ چي تر اوسه يې قيصي دخلکو پر ژبه دي .

دهنر او تياتر سره دارواښاد کلکه مينه وه چي استاد يې دهنر لوړو پړيو ته ورساوه ، د افغاني هنر مينه والو هميشه استاد ته داحترام او درنښت په سترگه کتل ،چي  دا دکوم زور ،ټوپک او پيسو برکت نه  بلکه دافغاني فرهنگي  چوپړ او افغان ولس سره دهغه د هميشنۍ ميني او علاقي  روښانه بيلگه وه .

استاد نه يوازي ممثل بلکه دداستانو نو غښتلی او وتلی ليکوال هم و .

کله چي دتنظيمونو لخوا په هيواد کښي دواک پر سر خونړۍ جگړه شروع شول  او هرڅه که دا  هنر ؤ او که فرهنگ دبي فرهنگو دټوپک اوواک غوښتني  قرباني شول ، ارواښاد استاد فضلي هم دهيواد دنور وطنپرستو پشان وطن  پريښودلو ته مجبور او دژوندي پاته کيدو په خاطر  پاکستان ته کډه شو  .  هلته يې  دبي بي سي راډيو سره اړيکي ونيولې او د ۱۳۷۱کال نه بيا دژوند تر وروستۍ شيبو  پوري دبي بي سي (( دنوي کور او نوي ژوند )) دپروگرام سره  همکار و او ددغه پروگرام له لاري يې  دا يولس کاله  په ټول هيواد او نړۍ کښي دافغانانو په منځ کي د(( جبار خان )) په نوم  شهرت وموند.

څرنگه چي استاد هميشه په تمثيل او خپلو ليکنو کښي دټولني ناخوالي او دحاکمانو کړنو ته دگوت نيوني په سترگه کتل او په خپلو ليکنواو تمثيلي هنر کښي يې ټولنيزي ناخوالي او بې  عدالتۍ  په غټ زړه ورتوب او شهامت سره منعکسولې   دوخت دحاکمانو لخوا دهغه هنرته زيات دقدر په سترگه ندي کتل شوي او لکه څنگه چي لازمه وه د استاد دفرهنگي چوپړ درناوی او قدر ندی شوئ ، ولي بيا هم پر ټولو سترگو پټونو سربيره استاد  ف فضلي نغدي جايزې ، ستاين ليکونه ،او مډالونه ترلاسه کړي دي  .

سږکال پسله کلونو کلونو داطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا    دهنر په برخه کې دلس گونو کلونو   دنه ستړي کيدونکې  تلاښ او جوړونکې فرهنگي چوپړ  په پايله کې ارواښاد ف فضلي ته  داستاد لقب ورکړه شو، داستاد تر مرگ يوه هفته مخکښي دبي بي سي راډيو لخوا داستاد نه پوښتنه وشول چي تاسو ددولتي چارواکو ددغي پريکړي په هکله چي تاسو ته يې داستاد لقب درکړی څه فکر کوی هغه په  فرهنگي غرور او سړه سينه وويل : (( ما ته ډير پخوا افغان ولس داستاد لقب راکړی و)) او دا يو څرگند حقيقت و  .

موږ پداسي حال کښي چي  دگران استاد ارواښاد فضل محمد فضلي  مړينه دهيوادوالو، ا فغاني هنر او ادبياتو لپاره نه جبيره کيدونکې ضايع او د فرهنگي جونگړيلپاره ستره  فرهنگي تشه بولو  دهغه مرحوم دکورنۍ غړو او علاقمندانو ته دلوي خداي له درباره نه د  صبر غوښتونکي يو  . داستاد ف فضلي  د فرهنگي چوپړ ياد به دټول افغان ولس په زړونو کښي  دابدلپاره يوه تل پاتي فرهنگي او ادبي خاطره وي  .   داستاد روح د ي خوشحاله  وي     .

د ټولني دمشرتابه په استازيتوب

حبيب الله غمخور