حضرت علامه ابوالوفاء افغاني (رح)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25648
محمدمعصوم هوتک
دخبریدو نیټه : 2009-05-09

( ددې لیکني دلیکلوانگېزه داستادخالق شیدصاحب هغه لیکنه ده چي د" د دکن جامعه نظامیه یادهند وستان الاازهر ، دکندهاري عالمانو ستراسلامي یادګار " ترسرخط لاندي یې په بېنوا ویبپاڼه کي خپره کړې ده . هوتک)

په ۱۹۹۲ع کال کي په کراچي کي دکتاب له احتیاج سره مخامخ سوم . علامه رشادمرحوم په کابل کي و. په لیک کي مي دخپل حال دبیان په ترڅ کي دکتاب داحتیاج خبره هم ورته وکښله . په جوابیه لیک کي راته ف مایلي وه چي له حاجي عبدالغني کتابفروش سره شناخت پیداکړه دکتاب احتیاج به دي په رفع سي . ماچي دحاجي عبدا غني لټه شروع کړه،له بده مرغه خبرسوم  چي حاجي صاحب له څه مودې راهیسي ناروغ دئ اوپه کورکي پروت دئ . دکتابودوکان یې زامنوخرڅ کړی اوکتابونه یې کتابفروشانو رانیولي دي . خواشینی سوم . یوپه دې چي دحاجي عبدالغني دکتابو د ذوق خبره مي په کندهارکي لااورېدلې وه . دی دکندهاریوې مشهوري علمي اوتجارتي کورنۍ ته منسوب و. مااو ېدلي وه چي دحاجي عبدالغني پلاراودښاغلي عبدالرحیم هاتف پلار( مولوي محمدویس کاکړ)سره تربرونه وه.حاجي عبدالغني د حاجي محمدمیرزوی اودحاجي محمدنورلمسی و. دیني علوم یې لوستي وه اودکورنۍ روایت یې دئ چي دشراف ا دین اخندزاده له محضره یې هم استفاده کړې وه . خووروسته په تجارت اخته سو اوپه ۱۳۴۵ ش کال یې دکندهارپه ارگ کي دکتابودوکان پیل کړ. دغوایي ترکودتاه یوکال وروسته کراچي ته کډه سو(۱۳۵۸ش) اوهورې یې دعلامه آدم بنوري (رح)م سجدجامع اومدرسې ته څرمه دکتاب پلورلودوکان پرانیست . په ۱۹۹۳ ع کال دسپټمبرپه میاشت کي وفات سواوپه کندها کي پخپله پلرنۍ هدیره کي ښخ سو.
دحاجي عبدالغني کتابفروش دوکان ماهغه وخت ولیدچي حاجي صاحب نوردمرگي په خوږپه کورکي ناروغ پروت و. دکراچي ښاردغه سیمه چي دکتاب پلورونکودوکانونه پکښې دي،په رسمي توگه د "نیوټاون" په نامه یادېږي اوپاکستانیان یې له خپل ژبني عادت سره سم دنامه وروستۍ څپه مشدده تلفظ کوي او"نیوټاوَن" یې بولي . ماچي له شاوخواکتاب پلورونکوڅخه دحاجي صاحب دکتابوپوښتنه وکړه، یوچا راته وویل چي کتابونه ټول یوه پېښوري کتاب فروش رانیول . هغه شخص مي پیداکړاونوموړي په ډېره مینه دخپل دوکان شاته یوه کوچني سرای گوټي ته بوتلم اودخپل گودام دروازه یې راته خلاصه کړه . گودام یوه تاریکه کوټه وه پردېوالویې دژوولوپانوسرې ټپلي خورا ډېري وې چي په هغه لومړي وارکتویې زماخواراووهله ،زړه مي راته وویل چي تردې لټون تېرسه خودکتابومینه راباندي غالبه سوه اود گودام خواگرزنه وضعه مي پرهیڅ وشمېرله . پټومي ترځان لاندي کړ ، اودکتابوپه لټون کي ډوب سوم . فا سي،پښتواوعربي کتابونه غیر منظم سره پراته وه . مایې دپښتوکتابولټه پیل کړه . یوڅومي پکښې ټول کړل اوپه هغوکي پرزیاتروکتابودارواښاد مولانا ابوالوفا افغاني یاداښتونه لیکل سوي وه . دحاجي عبدالغني مرحوم او د حضرت مو وي ابوالوفاء صاحب په اړیکومي سرنه خلاصېدئ ځکه په دې باب مي پخواڅه نه اورېدلي . داڅرک نونس کاله وروسته هغه وخت راته څرگندسوچي داستادخالق رشیدپه قلم مي دانټرنیټ په پښتو ویبپاڼو کي یومضمون ولووست . ددې مضمون عنوان " ددکن جامعه نظامیه دکندهاري عالمانوستراسلامي یادگار" دئ اوبینواویبپاڼي د۲۰۰۹ ع کال داپریل پراوومه خپورکړ. دالیکنه دهنددحیدرآبادښارپه عثمانیه پوهنتون کي دفارسي ادبیاتودیوه نړیوال کنفرانس په باب ده چي په هغه کي دټول هند،افغانستان ،ایران اوتاجکستان هیئتونو برخه اخیستې وه . دکنفرانس په پای کي پروفیسورخالق ر یددجامعه نظامیه دمشرمفتي خلیل احمدصاحب سره ،چي دهندله لویواسلامي پوهانوڅخه دئ،دعلامه ابوالوفاء افغاني په باب خبري اتري کړي او د نوموړي مشرله خولې یې لیکلي دي :" دعلامه ابوالوفاء کندهاري خدمتونه ددغې نومیالۍ مد سې په وده اوپیاوړتیاکې هغه څه دي چې دغه ستراسلامي مرکزیې اسلامي نړۍ ته دیوه ستراسلامي مرکز په توگه و وپیژاند. دهغه عربي آثارتراوسه هغه څه دي چې دعربي هیوادوپه اسلامي مرکزونوکې لوستل کیږي،ان چې په نبوي جوم ات کې هم دده آثارخپل ځانگړی ځای لري ..." استادخالق رشیدزیاتوي چي " دعلامه ابوالوفاء کندهاري شاگرد(مولاناصاح ب)... تراوسه پوري هغه شنې چای،چې بابابه څښلې،دی یې هم څښي ... ابوالوفاء صاحب اوس هم دباباپه نامه یادوي ". خالق شیددمولانامفتي خلیل احمد صاحب له خولې لیکي " له موږسره خورازیاتي پښتوقلمي نسخې وې،یوزیات شمېریې مااو باباپه صندوقوکې واچولې دعبدالحي (علامه حبیبي) چې پرباباډېرگران و،په مشوره موپه ډیلي کې د افغانستان سفارت ته وسپارلې،څه نورې چې پاتې وې هغه موپه دې خاطرچې دلته یې لوستونکي نه درلودل،عبدالغني ته ورکړې هغه له ځانه سره یووړې،اوس پښتوڅه په کتابتون کې نه لرو...." ددې روایت یوه برخه ماپخوادښاغلي زلمي هیوادمل په قلم "دهنددکتابخانو پښتونسخې " نومي اثرکي دحامددېوان په برخه کي ( دتعلیقاتو ۲۳۵مخ) کي په لږڅه بدلون سره لوستې وه . هیوادمل صاحب لیکلي دي :" حامددمولاناابوالوفاصاحب افغانی(۱۳۰۸ ــ ۱۳۹۵هق) له دوستانوڅخه و. خپل دغه دیوان یې هم نوموړي ابوالوفاصاحب ته ورکړی و،اوماهم په انجمن احیای معارف النعمانیه کی وکوت.( دغه انجمن مرحوم ابوا وفاصاحب جوړکړی و،اوله دې انجمنه یې ډیرعربي متون خپاره کړل دراوي (دانجمن احیای معارف النعمانیه داوسنی س پرست) په قول حامدترمړیني دمخه خپله کتب خانه حضرت مولوي ابوالوفاصاحب ته حواله کړه،چي دافغانستان علمی م وسساتوته یی واستوي،مولوي ابوالوفاصاحب دهغه له وصیت سره سم دحامدد مړیني په کال دده کتابونه په ډیلي کي دافغاني سفارت کارکنانوته حواله کړه،چی چاپي اوخطی کتابونه پکی شامل وو". ښاغلي هیوادمل صاحب دحامددمړیني کال ۱۳۹۴هق =۱۳۵۲ش =۱۹۷۳ع کښلی دئ نوداکتابونه به په همدغه کال افغاني سفارت ته تسلیم سوي وي . هیوادمل صاحب داخبره نه ده لیکلې چي داکتابونه نوبیاد افغانستان کوموعلمي موسسوته ورسېدل که یا؟ په هرصورت ، له دې یادونو څخه زماهغوپوښتنوهم جواب وموندچي په کراچي ښارکي مي د پیښوري کتابفروش په گودام کي دابوالوفاءصاحب مرحوم په لاس د یاداښت سوو کتابوترموندلووروسته ذهن ته راغلي وې . داکتابونه د هغه حاجي عبدالغني په لاس ترکراچي پوري رارسېدلي وه چي دجامعه نظامیه اوسنۍ مشرمولانامفتي خلیل احمدصاحب یې استادخالق رشیدته یادونه کړې ده اوتاسي څوکرښي وړاندي ولوستله .گویا د ابوالوفاء صاحب دکتابویوه برخه حاجي عبدالغني ته رسېدلې وه . ما چي دحاجي عبدا غني مرحوم کتابونه وکتل په هغوکي خطي کتابونه نه وه ټول چاپي کتابونه ول .
ددې کتابویوه کوچنوټې برخه هم دااوس زماسره په کاناډاکي خوندي ده اوکله چي یې ګورم،دهغوپخوانیوخواخوږوپه ارمان مي ستونی له غرېوه ډک سي اودخپل قوم اوخپل ښارپرخلکومي افسوس راسي چي ولي ددې خاوري بچیانوته اوس دعلم وکتاب دښووني پرځای د انسان وژني تدریس کېږي  .
علامه ابوالوفاء کندهاري دجامعه نظامیه اتم مشرو. دده له نامه سره مي اوس د"حیدرآبادي" لقب هم ترسترگوسو اوزه ددې لقب یادونه په دې نیامت لیکم چي یوخت به یې ښایي د"افغاني" او"کندهاري" لقب له نامه څ خه بالکل حذف سي اوبیابه یې څوک په دې لقبو نه پېژني .هسي خودهندپُرفیضه خاوره دافغانانواوپښتنوله پاره تل دوهم کور گرزېدلی دی . امیرخسروله بلخه ولاړ، په هندکي یې دخپلوارمانو تحقق ته لاره خلاصه سوه،"دهلوي" سو. دحصارک جناب میاصاحب د خپلوعلمي او عرفاني هڅواغېزه په هندکي موثره وگڼله اوله خپل کور وکلي څخه یې ډېرلیري ، دسندهـ په شکارپور(ښکاپر) کي واړوله، د "جلال آبادی" پرڅنگ "شکارپوری" هم سو. دهندخاوره،ادب اوعلم ځانگړې جاذبه اواغېزه لري .زموږدمعاصري دورې هغه علمي شخصیتونه ډېرښه ځلېدلي دي،چي له هنده یې توښه راوړې ده ځکه نو داکومه نوې خبره نه ده چي دافغاني شخصیتوپېژندنه په هندي القابوسره کېږي خودا خبره که له یوې خوادافغانانوآفاقیت تمثیلوي نوله پلوه ددغه ترخه واقعیت څرگندونه هم راته کوي چي موږله بده مرغه دخپلو علمي هستیودساتني وپالني استعدادنلرو. دنړۍ ژوندي قامونه خپلو اسلافوته په درنه سترگه گوري او یادیې ژوندی ساتي .
دمولاناابوالوفاء صاحب په باب استاد خالق رشیدپخپله لیکنه کي په انگرېزي ژبه يولړمطالب راوړي دي چي زه یې دلته راژباړم :
" دام ام ابوالوفاء افغاني الحیدرآبادي لنډه پېژندنه :
زېږېدنه ۱۳۱۰هق، مړینه ۱۳۹۵هق
علامه المحقق ،الفقیه،ا اصولي،المحدث،الناقد،السیدمحمودشاه القادري الحنفي دسیدمبارک شاه القادري الحنفي زوی و،چي په ابوالوفاء افغاني باندي مشهوراوپه کندهارــ افغانستان کي زېږېدلی و. دی په ۱۳۳۰هق کال دکن حیدرآبادته راغئ اوپه جامعه نظامیه کي شامل سو. دلته یې په تفسیر،حدیث،فقه،تجویداوقرائت کي تحصیل وکړ. دده له استادانوڅخه یوهم دجامعه نظامیه اودنړۍ دمشهوردایرة المعارف العثمانیه بنسټ ایښوونکی داسلام سترعالم شیخ الاسلام فضیلت جنگ الامام الکبیرمولاناانوارالله فاروقي و(دی هم دکندهار واودده په باب ویل سوي دي چي اصل ونسب یې حضرت شاه رفیع الدین ندهاري رحمه الله ته رسیږي اوپلارونیکه (اسلاف) یې د کندهاروو). نوراستادان یې شیخ الکبیرعبدالصمد،شیخ عبدا کریم، شیخ محمدیعقوب،شیخ مُقري محمدایوب،شیخ رکن الدین اونور.
شیخ مولاناابوالوفاء افغاني دحنفي څېړنوم هورمرکز (احیاء المعارف النعمانیه)تاسیس کړچي ددغه مرکزستره وظیفه ددوهمي او دریمي هجري پېړۍ دفقه اوح دیثودستروسلفوعلماوودکتابوڅېړل او خپرول وو.
شیخ ابوالوفاء حجازته هم سفرکړی اوڅه موده هورې پاته سوی و. هغو علماووچي له ده سره یې په حجازکي لیدنه کتنه کړې وه، ده ته یې ډېر درناوی درلوداو ده له هغوی څخه یې اجازې اوتصدیقونه (اسانید) ترلاسه کړي وو.
دده له خوایوشمېرڅېړل سوي اوخپاره سوي کتابونه په دې ډول دي :
۱ـــ کتاب الآثار،دامام القاضي ابویوسف (۱۸۲هق مړ)
۲ــ کتاب ردالسیرالاوزاعی،دامام القاضي ابویوسف
۳ــ کتاب اخت اف ابی حنیفه و ابن ابی لیله، دامام قاضي ابویوسف
۴ــ کتاب الاصل، دامام محمدبن حسن الشیبانی (۱۸۷هق مړ). ډېر گټورکتاب دئ اودفقه اوجهادمسايل لري .
۵ ــ جامع الکبیر،دامام محمدبن حسن
۶ ــ شرح کتاب الآثار،دامام مح مدبن حسن
(کتاب الآثاردعلامه حبیبي په لیکنه کي دامام ابویوسف تالیف بلل سوی دئ . وگ : شل مقالې،څلورمه برخه ۶۱مخ)
۷ ــ الحجه علی اهل المدینه،دامام محمدبن حسن ( دسترامام المحدث مفتی مهدی حسن له حواشیوسره). ډېرگټو کتاب دئ .
۸ ــ مختصرالتحاوی فی فقه الحنفیه،دامام ابوجعفرالتحاوی ( ۳۲۱هق مړ)
۹ ــ تاریخ الکبیر،دامام بخاری ( فقط دریم ټوک یې)
۱۰ ــ نفحات الجساس؟،دامام السرخسي
۱۱ ــ اصول الفقه ،دامام السرخسي
۱۲ ــ شرح زیادات،دامام السرخسي
۱۳ ــ اخبارابی حنیفه واصحابه،دامام ابی عبدالله المصری (۴۳۶هق مړ)
۱۴ ــ مناقب ابوحنیفه وصاحبه ابی یوسف ومحمد،دامام ذهبی
۱۵ ــ عقودالجمعان فی مناقب ابی حنیفه النعمان، دامام محمدبن یوسف الصالحی الشافی (۹۴۲هق مړ)
اونورزیات شمېرکتابونه .
شیخ عبدالفتاح دمولاناشیخ ابوالوفا افغاني له شاگ دانوڅخه و. شیخ عبدالفتاح درې واره حیدرآبادته تللی واودحیدرآبادله نورو علماوو لکه محدث الدکن شیخ العلامه ابوالحسنات عبدالله شاه نفقشبندی قادری څخه یې اجازې اوتصدیقونه (اسانید) اخیستي ول ."
داوه دهغي انگرېزي یکني پښتوژباړه چي استادخالق رشیددخپلي لیکني په منځ کي د(www.jamianizamia.org)په حواله اوړې ده . په دې لیکنه کي دراغلوکتابودنومونواصلي بڼه ښایي ډېره دقیقه نه وي اواستادخالق رشیدچي یې انگرېزي م تن راوړی دئ،ښایي د احتیاط له اسیته به یې راوړی وي،چي نه گانه دکتاب دنامه په ثبت کي ورانی پېښ نه سي . ماهڅه کړې ده چي دکتاب نوم په سم شکل راوړل سي . بنده ترخپل وسه پړدئ .
په دې لیکنه کي دعلامه ابوالوفاء افغاني له نامه سره د"السید" لقب راوړل یوڅه توضیح اوشننه غواړي . که "السید" دعربي ژبي د"ښاغلي اوصاحب"په معنی نه وي استعمال سوی اومرادیې نسبي "سیادت" وي نوزماد معلوماتوله مخي دایوه تېروتنه ده چي بایدپښتانه ورته متوجه وي . د پښتنوډېرمشاهیراوعلماءپه ساداتوپوري تړل سوي یایې پخپله ځانونه پوري تړلي دي او وروسته یې شجرې هم جوړي سوي دي . دپښتوژبي مشهورشاعربهایي جان صاحبزاده یې زموږد زمانې مثال دئ چي د خپلونوروټولووروڼوپرخلاف ځان"سید"بو ي خونوروروڼه (عمرجان صاحبزاده،محمدموسی صاحبزاده غونډاني دحرزموسوي مولف او نور) یې ځانونه کیشاڼي توخي گڼي .
حضرت مولاناابوالوفای افغاني دکندهاردارغسان له بارگزیو پښتنو څخه و. هندي علماوو دده اودده دپلارپه نومونوکي د"شاه" دنامه تر اغېزې لاندي  دده اصل ونسب (ساداتو) ته رسولی دئ . دکندهار پښتانه زیاتره له خپ ونوموسره د"شاه" لقب زیاتوي .
مولوي ابوالوفا افغاني د۱۳۱۰ هق کال په ذالحجه کي دکندهارپه ارغسان کي زېږېدلی او۱۹۷۵ع کال دجولای پردرویشتمه (د۱۳۵۴هـ ش کال داسدلومړۍ)دسهارپراووبجوپه دکن کي وفات سوی دئ (وگ : شل مقا ې،څلورمه برخه،۱۵۵ مخ)
ما(هوتک) په ۱۹۹۸ع کال په یوه لنډه لیکنه کي دحضرت مولانا ابو الوفاء افغاني یادونه کړې وه .دالیکنه اصلاً دعلامه حبیبي په باب لیکل سوې اوپه "افغاني شمله" نومې مجموعه کي خپره سوې هم ده . ددغي یکني یوه برخه به دلته دموضوع دبشپړتابه په نیامت رانقل کړم .
" ... نه پوهېږم په څه رازمي دمولوي ابوالوفای افغاني کندهاري ( ۱۹۷۵ م مړ) نوم ذهن ته تداعي سو.ښایي یوعلت به یې داؤ چي ارواښادعلامه مولوي ابوالوفاصاحب دع امه حبیبي مرحوم استادو.
علامه حبيبي لیکي چي له دغه استادڅخه مي " ادبیات،علم قرائت اوهغه کتابونه لوستي ووچي منتهیان یې لولي ".(ژوندون مجله ... د۱۳۶۱ ش کال داسدگڼه)
 اوبله انگېزه به یې داوه چي یووخت دټورنټوښا په مدینه مسجدکي له هندوستانه یوه راغلي خطیب دخپلوخبروپه ترڅ کي دمولوي ابوالوفاصاحب یادپه ډېردرناوي وکړ. هغه یې خپل استادوباله اودخپل بیان داستنادله پاره یې دنوموړي مرحوم نقل قول دیوه پاخه سندپه توگه راووړ. په حاضرینوکي یوه زیاته برخه افغانان هم ناست وواوحتی دارواښادمولوي صاحب خپل ښاریان اودکوڅې ومحل اوسېدونکي هم ناست وو،خوڅوک خبرنه ووچي دانامورعالم څوک و؟ دې خبري زه ډېرخواشینی کړم اودهمدې خواشینۍ اغېزه ده چي اوس غواړم دعلامه حبیبي مرحوم له یادسره دحضرت مولوي ابوالوفاصاحب په باب هم لږڅه وږغېږم .
حضرت مولوي ابوا وفاافغاني دمعاصرافغانستان له لویوعلمي اوادبي مشاهیروڅخه دئ . اصل نوم یې محمودشاه اودپلارنوم یې مبارک شاه قادري و. پلارونیکه یې دکندهاردارغسان له بارگزوڅخه ووخودی په کندهارښارکي اوسېدئ اودتدریس حلقه یې دعلامه حبیبي مرحوم دکورنۍ په مسجدکي فعاله وه .
مولوي ابوالوفاصاحب سترفقیه و،دقرآن ښه قاري و،مفسرو،محدث و،په علم تجویدکي یې د"دلیل القرآن" په نامه یوکتاب په پښتوژبه کښلی دئ . مولوي صاحب په ۱۳۴۸هق کال په حیدرآباددکن کي د"احیاء معارف نعمانیه" په نامه یوه علمي موسسه جوړه کړه چي له دغي موسسې څخه داسلامي ثقافت شل کتابونه دمولوي ابوالوفا صاحب په تصحیح اوتنظیم خپاره سول . مرحوم ابوالوفاصاحب ته د افغاني دانشمندانودرناوی له هغي قطعې څ خه اټکلولای سوچي زموږ فاضل استادپوهاندرشادصاحب (ددغي لیکني پر وخت پوهاند صاحب ژوندی و. هوتک)دنوموړي مرح وم دیوه لیک په جواب کي له ډیلي څخه دکن حیدرآبادته ورلېږلې وه . فاضل استادرشادصاحب ورته کښلي وه چي :
زېبایي د واړه باغ ورســـــــــــــــــــــره درومي
مه راوینې افسرده دگلــــــــــــــــــــــــــــ وبوټي
دگل څـــــــــــــــــوب موراولي دبڼ صحنې ته
که نه څه کـــــــړو،وچي گرگي سپېرې لوټي
داجـــ ـــــــــــــهان په ښایسته ووښایسته دئ
ښایسته راڅه په مرگ مــــــــــه سه مخ پوټي
زه "رشاد" به دخــ ـــــــــــــــوبانولارپرې نږدم
که مي پښې سي لـــــــــه طلبه غبرگي شوټي
(دزړه ویني،دپوهاندعبدال کوررشادشعري مجموعه ــ ۱۰۰ مخ،کابل ۱۳۷۰ش)

ارواښادمولوي ابوالوفاصاحب شاعرهم و. پښتوشعرونه یې په ط وع افغان کي خپرېدل . علامه حبیبي مرحوم چي کله په کندهارکي د"طلوع افغان" اخبارچلاوه (۱۳۱۰ ــ ۱۳۱۹ش)،دکن حید آبادته یې دمولوي ابوالوفاصاحب دمطالعې له پاره منظم ورلېږئ . دطلوع افغان ددغوگڼویوه برخه ماپه ۱۹۹۲ م کال په کراچي (پاکستان)کي دعلامه آدم بنوري مدرسې ته نژدې په یوه کتابفروشي کي وموندله چي په یوه مجلّد کي گنډلي سوي وې اوپرځینوگڼوباندي دمولوي ابوالوفا صاحب آدرس لیکل سوی و. ابوالوفاصاحب ترمرگه پوري افغاني پاسپورټ له ځانه سره گرځاوه اوهرکال یې وېزه ورنوې کوله .دکابل له پښتوټولني سره یې منظمه رابطه درلوده اوپه ځینوادبي برخوکي یې علمي لارښووني ورته کولې اوخپل نظریات یې ورته لیکل . په یوه لیک کې چي دپښتوټولني لوی مدیرښاغلي پوهاندصدیق الله رشتین (ددې لیکني پروخت پوهاندرشتین لا ژوندی و. هوتک)ته یې لیکلی دئ (۱۳۳۱ش) اوپه هغه کي یې درحمان باباددېوان دچاپ له امله خوښي ښودلې ده،داسي لیکي : " ... الحمدلله چي زماارزوگاني او تمناوي ماپخپل ژوندکي و یدلې . دعبدالرحمن بابادېوان داسي ښکلی چاپ شوی دی چي مثل نه لري،سترگي یې په دیدنه مړېږي لیکن دډیروقلمي اوچاپي نسخوسره مقابله اوداختلاف دجمع کولواو دتحقیق کارددې دېوان لا پاتې دی خدای دي وکړي چي گانده ټولنه ددې مهم کاردپاره موفقه شي ...په انگلستان کي دپښتوډېر کتابونه شته چي ډېرنادراونایاب دي ... دداسي کتابونوعکسونه باید را وغوښتل شي،چي دادقوم دژبي لوی خدمت دی ."ادبي لیکونه،پوهاندصدیق الله رشتین ــ ۳۵ مخ د۱۳۷۳ش چاپ)
زموږداروښان فکرروحاني په ۱۳۵۴ ش کال په دکن حیدرآبادکي له فاني نړۍ څخه سترگي پټي کړې،دابدیت جزء سواودادئ څه له پاسه دېرش کاله وروسته یې موږددنیا په یوه داسي برخه کي یادتازه کړچي دعلامه مرحوم په زرگونوهیوادوال پکښې اوسیږي خوله بده مرغه پراتلسولاروسره بېل روان دي. هیوادیې په جگړوکي سوځي اوهیواد ــ وال یې په نفاق کي ."
 
ښاغلی عبدالرحیم هاتف دخپل استاداوښاغلی میرویس حبیبي دخپل پلارعلامه عبدالحي حبیبي له خولې لیکي چي شهیدمولوي عبدالواسع اخندزاده به دمولاناابوالوفاصاحب ډېردرناوی کاوه . دوی لیکي چي مولوي ابوالوفاصاحب چي په هندوستان کي دتحصیلاتو تربشپړولووروسته کندهارته راستون سو،نویوه ورځ دمولوي عبدالواسع اخندزاده مح ضرته ورغئ اودځان ترپېژندلووروسته یې داخندزاده په غوښتنه دقرآن کریم څومبارک آیتونه قرائت کړل اودهغوتفسی یې بیان کړ . وایي چي اخندزاده مرحوم یې دونه تراغېزې لاندي راغئ چي دهاتف صاحب دلیکني له مخي یې " مولوي ابوا وفالومړی په غېږکي ونیووروسته یې ترلاس نیولی د مراجعینوله منځه یې خپل اړخ ته بوته اوله ځانه سره یې پرکوربچه ورسره کښېناوه" ( افغاني شمله ۶۰ مخ)اودمیرویس حبیبي دلیکني له مخي مولوي عبدالواسع اخندزاده دمازیگردلمانځه پروخت مقتدیانوته مخ راواړاوه اووېویل " ابوالوفاء چي دهغوآیاتوقرائت اوتفسیربیان کړ د اداء له نظره یې غلطي نه درلوده اوپه تفسیرکي یې داسي مطالب وو چي زه تراوسه په ژوندکي هغومطالبوته نه وم متوجه سوی اوداسي یې ادامه ورکړه : په اسلام کي هرڅوک چي عالم وي نوهغه درهبرۍ لایق وي څنگه چي ابوالوفاترماعالمتردی نودامامت حق لري . هغه یې مخ ته کړ اودی یې شاته ودرېداولمونځ یې پسې وکړ. ترهغه وروسته هر وخت چي به مولوي ابوالوفاء په ماجت کي و،نوامامت به یې کاوه." ( افغاني شمله ۷۱مخ)
        علامه ابوالوفاصاحب دافغانستان له افتخا اتوڅخه دئ خوله بده مرغه چي دخپل پلارونیکه په ټاټوبي کي یې قدرچانه دئ کړئ . نه دده په نامه کومه علمي موسسه نومول سوې ده اونه یې په یادکنفرانسونه اوغونډي جوړي سوي دي .
      ددې خاوري دبچیانوله استعدادڅخه ترخپل کورپه پردیوملکوکي ډېره گټه اخیستل سوې ده . پوهاندمیرحسین شاه صاحب په یوه لیکنه کي کښلي دي چي ددوی دتحقیقاتوله مخي دتاج محل ماڼۍ سر مهندس"احمدمعمار"دکندهارو.ددې وطن ماهران نوروته تاج محلونه جوړولای سي خوپخپله مېنه کي دکوډلوددرولوتوان نلري . داولي ؟ داتریخ حقیقت هرومروځانته عیني علتونه لري چي پلټنه یې ددې هیواد دراتلونکوزلمیووظیفه ده . په موږلکه چي څه جوړه نسوه ؟

اوکویل ــ کاناډا
۸ /می / ۲۰ ۹ع