د خوشال فرهنګي ټولني د خواخوږۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2566

دخبریدو نیټه : 2005-04-12

دپوهنوال ډاکټر رشيد راليږنه (  ٢٢ وری ١٣٨٤ )

 

 

دهيواد دتياتر اوتمثل دنوميالې  استاد فضل محمد فضلي په وير

 كابل _ افغانستان

 

 هجري نيت دودانۍ په دنيا مه كړه

ګوره خونې ديارانو چې مـيرې دي 

 

په خواشينۍ سره مو خبرترلاسه كړ چې دهيواد دتياتر اوتمثل نوميالي هنرمند استاد  ف  - فضلي هم له دغې نړى سترګي پټې كړې اودپښتو هنر دغه برخه چې دنژدې څلويښتو كالو په ترڅ كې ېې ځان دده له نامه، غږ اوهڅوسره مل كړى و نوره دده له اوچت پرتم څخه بې برخې شوه. څلويښت كاله دغه نوميالې هنرمند پښتو ژبه اودرامه سره وپنځول او په دغه ډګركې يې دخلكو ، ادب اوفولكلور تنده په خپلو اداكاريو سره دزړه له كومې ماته كړه. كلونه كلونه په كليو اوبانډو كې زموږ خلك دجمعو دشپو هغو درامو ته وهوسيدل چې په هغو كې ددغه نوميالي هنرمند ونډه له شكه پرته ديادونې اوستاينې وړ وه. دده په اوچت اورساغږ كې موږ دخپلو تاريخو وياړونو اوتاريخي اتلان څيرې په خپلو يادو اوفكروكې له ځانو سره انځور اوتمثل كړې ، دده غږ و چې موږ ته يې دآدم خان دتورې اومينې كارنامه اودرباب تلپاتې شرنګى داسې راترغوږ كا چې  زموږد وياړداحساس اوناچارۍ  دواړې تندې يې په يوشان سره په خپله حماسي اوتراژيدي وړتياكې راخړوبې كړې ، دده غږ و چې زموږ دپانې پت هنګامه يوځل بيا په كې راژوندۍ شوه اودده غږ و چې په هره درامه اوتمثل كې يې موږ ته ديوه زيږه اووياړلي افغانى كركتر په څيره كې زموږ دخلكوماسې اوحماسې  په خپله رښتينولۍ سره را تداعي كړې. دده غږ و چې موږ خپله څيره د ميوند په پراخ اواتل ډګركې په كې وليده اوواوريده .

هو، داټولې اوتردې زياتې نورې ، داستاد فضلي له نامه سره مل وې او ده موږ ته هغه څه په خپل وخت كې په ميراث راپريښودل چې دتياتر اوتمثل دلارې ديارانو له پاره به يوتلپاتې اوروښانه  لارښود وي ، فضلي په خپله دغه څانګه كې دپښتوژبې له پاره دومره څه ترسره كړي چې ترډيرو پورې به دده ځاى زموږ دډرامې اوتمثل په ليكو كې خالي وې . هوخالي ...

دخوشال فرهنګې ټولني لارښوده شورااوټول فرهنګيان  داستاد فضلي په ناڅاپي مړينه خپله خواشيني څرګندوي، اودپښتودرامې اوتمثل په ډګركې دده نشته والى يوه نه جبران كيدونكې ضايعه ګڼي ،له لوى او بښوونكي خداى څخه ده ته دجنتو هيله كوي اودده له كورنى اودوستانوسره په دغه ساړه اودرانه غم كې ځان شريك بولي .

                          لوى اوبښونكى خداى يې د وبښي

                                 نصرالله حافظ دخوشال فرهنګي ټولنې مرستيال