دهرات فرهنګیان :د محمد يار وهنه په کلکه غندو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26039

دخبریدو نیټه : 2009-05-22

 

په ډېري  خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ چي د افغانستان او با الخصوص د كندهار وتلې فرهنګي څېره او د سفما منشي شاعر اوليكوال ښاغلى عبدالاحمد محمديار د كندهار ولايت مقام اړوند په منډيګك ماڼۍ كي د جوړي سوي انارګل مشاعرې څ خه په زوره ايستل سوى او وهل سوى دى .

د سپيني ادې ادبي اوکلتوري ټولنه  دا كار يو غير قانوني او غير مسئولانه عمل ګڼي او په كلكه ئې غندي ځكه  هيڅ څوك د وهلو ټكولو حق نه لري. همداراز  د افغانستان له دولت په تېره بيا د اطلاعاتو او كلتور ه وزير څخه غوښتنه كوي څو هغه كړۍ چي دا عمل ئې ترسره كړى او همداراز هغه كسان، چي په لمسون ئې دا كار ترسره سوى دى، په ګوته او بيا ئې تر قانوني څارني لاندي ونيسي.

په درناوي

                       دسپيني ادې ادبي اوکلتوري ټولنه - هرات ولایت