دیوې پروژې د بشپړېدو فیصدي ..- اکسیل (پنځم مطلب)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26040

دخبریدو نیټه : 2009-05-22

دیوې پروژې د بشپړېدو فیصدي مالومول

 

دیوې پروژې د مدیریت او سمبالولو لپاره ډېره اړینه ده چي دهغې د تکمیلېدو فیصدي مالومه کړئ .

دیوې پروژې فیصدي په لاندي ډول مالومولاى سئ .

 

۱:- په یوه کارپاڼه ( WorkSheet)  کي د A، B او D په ستونونو کي لاندي امتوک (Data) او یاهم خپل دخوښي وړ امتوک ټایپ کړئ .

۲:-  د E2 حجره انتخاب  او دغه فوموله (=B2+B3)  پکښي وکاروئ . 

۳:-  د E3 حجره انتخاب او دهدف شمېره  (۲۰۰) پکښي ټایپ کړئ .

۴:- د E5 په حجره کي دغه فورموله (E3-E2=) ټايپ كړئ ترڅو د مخکني تولیدسويو توکو او د ټاکل سوي هدف  ترمنځ (چي باید تولید سي) توپير پیداکړئ .

۵:-   د  ناتولید سویو توکو فیصدي په E6 حجره کي ددې فورمولې (=1-E2/E3)  په مټ لاس ته راوړئ .

۶:-  د E8 حجره انتخاب او ددې فورمولې په ذریعه  (   = 100%-E6  ) دتولید فیصدي محاسبه کړئ .

 

برېښنالیک پته : techafghan@hotmail.com

یوسفزی - هرات