دخرڅلا توضيح- اکسیل (یولسم مطلب)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26048
یوسفزی - هرات
دخبریدو نیټه : 2009-05-22

دخرڅلا توضيح- اکسیل (یولسم مطلب)

 

په یوه کمپنۍ کي هر شخص ته  دخرڅلاو لپاره توکي ویشل سوي چي باید خرڅ یې  کړي. دتوکو شمېره دېرش (۳۰) دانې  او قیمت یې ۱۹۹۰۰۰ ډالره دی .

پسله څو ورځو هر شخص خپل ټاکل سوي توکي په بازار کي خرڅ کړي.  اوس دهر شخص دخرڅلاو شمېر محاسبه کړئ ؟

 

ددې لپاره چي دهر شخص دخرڅلاو تعداد محاسبه کړو، باید ددې لاندي لارښود پر پله ګام کښېږ دو.

۱:-  د B1 حجره انتخاب او د خرڅلاو قیمت پکښي ټایپ کړئ . (۱۹۹۰۰۰)  .

۲:- د C1 حجره  انتخاب او  خرڅلاو لپاره دتوکو شمېر پکښي ټایپ کړئ . ( ۳۰ دانې ) .

۳:-  د A  او B په ستونونو کي  د خرڅوونکو نومونه او دتوکو شمېر چي هر شخص خرڅ کړي دي ، داخل کړئ .

۴:- د C5 څخه نیولې بیا تر C11 حجرې پوري انتخاب او دغه لاندنۍ فورموله پکښي ټایپ کړئ .

=B5*$B$1/$B$2

۵: -  په یوه وخت د Ctrl او Enter تڼۍ کښېکاږئ .

 

یادونه :  د ټاکل سوي محدودې ټولټال په Status  Bar کي لیدلای سئ .