د خالصي ګټي محاسبه – اکسیل ( دولسم مطلب )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26049
یوسفزی - هرات
دخبریدو نیټه : 2009-05-22

 

بعضي خلک کله چي معاملې وکړي او پیسې لاس ته راوړي نو عمومي ګټي ته ګو ي.  ددې لپاره چي خپل خالصه ګټه لاس ته راوړئ باید دهغې څخه ددولت دمالیې فیصدي کمه کړئ  او داکار په دې لاندي توګه کولای سئ .

 

۱:- د B1 حجره انتخاب او د مالیې فیصدي پکښي ټایپ کړئ .    بېلګه : ۳۳ ٪

۲:- په B2 حجره کي خپله عمومي ګټه ټایپ کړئ . بېلګه : ۳۵۰۰ ډالره .

۳:-  د B3 حجره انتخاب او دغه فورموله (   B2*B1 =) د مالیې د مقدار دمحاسبې لپاره وکاروئ .

۴: -  د  B4  په حجره کي  ددې فورمولې په ذریعه خپل خالصه ګټه لاس ته راوړئ .

B2-B3=