په برېتانيا كې د افغان ملت ګوند جرګې وينا!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26093

دخبریدو نیټه : 2009-05-23


د غيرتي خدای په سپېڅلي نامه!
د رسنيو له لارې مو دا خبر تر لاسه كړ  چې د كندهار په ښار كې ښاغلی محمد يار سېب او د هغه ملګري د يوه ډله كسانو لخوا په ډېره بې رحمۍ سره وهلی او ټكولی شوي دي٠ او دده د خولې مو دا  زړه بوږنوونكي پېښه  واورېده او د ده په انځورونو دا نوره جوته شوه چې  په كندهار كې دا كركجنه پېښه  هم د قانون او هم د پښتونولۍ يا سړيتوب څخه سر غړونه ده٠ دې كركجنې  پېښې موږ نور هم خپه كړوو دا ځكه چې په هېواد كې دا روان ناورين ټول د همدې ټوپكيانو، جنايتكارانو او د سړيتوب څخه تېري كوونكيو پيل كړی او نن يې هم د هېواد په پرهنګيانو او شاعرانوباندې يو بل نا وا او سپك او بې پښتو ګوزار وكړ٠ دا كسان كه هر څوك دي او كه د هر چا لخوا يا هڅول شوي او يا هم امر ورته شوی دا ټول زموږ په كلتور، پښتو او پښتونولۍ او سړيتوب ګوزار دی٠ كه چېرې دوی سياسي كار هم كول نو په سمه ورسره خبره وې وای نه دا سپك او بې غيرته امل٠
موږ په برېتانيه كې د افغان ملت د ګوند جرګه او نور فرهنګپالان لومړی د مامد يار سېب روغتيا غواړو او ده ته ډاډګېرنه وركوو٠ بيا،
موږ په برېتانيه كې د افغان ملت د ګوند جرګه او نور ف هنګپالان دا سپك او د نرخ څخه وتلی كار په ډېرو كلكو ټكو غندوو او دا تېری او سپكاوی يو پور ګڼوو٠
موږ په ب ېتانيه كې د افغان ملت د ګوند جرګه او نور فرهنګپالان په افغان واكدارانو او نړۍواله ټولنه په ځانګړې توګه د ب ېيانيې په پارلمان او د امريكې په ولسمشر ځغرد غږ كوو چې چې هم د محمد يار سېب او د ده دملګرو ډاډ ګېرنه وكړي او هم د دغې كرغېړنې پېښې بد كاران د نرخ او قانون منګولو ته وسپاري او پور ترېنه واخلي٠  موږ نه يواځې دا چې دا جنايت غندو بلكې په هېواد كې د ټولو جنايت كارانو محاكمه غواړوو او بيا پور غواړو٠ تر څو دغې كرغېړنې او ناروا ناروغۍ ته د پای ټكی كېږدو٠ او زموږ ولس بايده چې نور نو بېل بېل نوي په يوه غولي را ټول شو او ګډ كار وكړو په ګډه خپل هېواد هم وژغورو او هم يې ودان كړوو٠ په يوه سياسي ټغر٠

په درنښت٠
انجينير ف٠ پښتون وردګ
په پرېتانيا كې دافغان ملت ګوند د جرګې مشر٠