دانارګل په دوديزه مشاعره كي پرمحمديار ورور او نور
ټولو ملګرو باندي د چارواكو بريد پخپله دچارواكو دكمزوري علامه ده، زه پخپل جانب دغه بريد په كلكه غندم او م
حمد يار اوملګرو ته يي دصبرجميل غوښتنه كوم.
ددي ترڅنګ ډير د افسوس ځاى خو دادى چي په دومري لوړه كچه چا
واكي دداسي كار امر كوي او په داسي پرتمينه غونډه كي دومري دخلكو سپكاوي كوي واقعاً د ددوى پركمي پوهي دلالت
كوي.
بله خبره خوداده چي واليصاحب او ښاروال خو دامريكا او كاناډا څخه راغلي دي او هغه خو وايي چي موږ تره
چا د ديموكراسي په اصولو پوهيږو او بلديو نو بيا دا كار ترسره كول څومره ديموكراسي په نظركي نيول سوي
ده.
زه فكركوم چي دولتي چارواكو په دي كارسره خپله كمزوري وښودله او دا دكرزى صاحب دحمايت لپاره نه بلكه نور
يي هم دكرزي صاحب څخه دخلكو زړه توركړى.
خو دا كوم نوي عمل نه دي دكرزي صاحب واليانو او نور ټولو لوړ
تبه چارواكو هميشه خپل غيرقانوني او اصولي كړني ترسره كړي او ملت دهغو دكړنو ډير ښه خبر دي او دكرزي صاحب
ددغه لوړرتبه مامورينو دكړنو له امله ملت دده څخه ناخوښه او ناراضه دي.
زه محمديارصاحب او دده ټولو ملګرو
او خواخوږو ته دا په ډاګه وايم چي دقلم خوله هيچا په تاريخ كي په توره او توپك نه ده بنده كړي او نه به يي ان
اءالله څوك بنده كړي، دا مبارزه به همدغسي روانه وي او ترڅو چي قلم قدرت ته نه وي ر سيدلي او قانون نه وي حاكم
سوي دقلم او فرهنګ د ډګر مينوال به هيڅكله چپ پاته نه سي او هيڅوك به ددي توان ونه لري چي ددي مخنيوي وكړاى
سي.
په پاى كي ددي پيښي سخت غندنه كوم او دلوړ رتبه چارواكو څخه مي غوښتنه ده چي په دي اړه خپل قانوني
نظر واضح كړي او دپيښي جدي پلټنه ترسره سي څو په راتلونكو كي دداسي پيښو مخنيوي وسي.
دټولو قلموالو او ف
هنګپالو څخه د وروى دغه غوښتنه ده چي پخپلو ليكنو كي داسي الفاظ ونه كاروي چي خداى مكړه دقلموالو او توپكوا
و ترمنځ توپير نه وي زه په دي پوهيږم چي زما په شان به دټولو دقلم دمينوالو زړه سخت درد كوي خو بايد دقلم د د
نښت دساتلو په خاطرد زغم او حوصلي څخه كار واخلو او خپلي ليكني د ادبي الفاظو تر سيوري لاندي وړاندي
كړو.
په درنښت