خوست وال : په کندهار کي پر فرهنګیانو برید په کلکه غندو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26112
په خوست كې مېشت فرهنګيان
دخبریدو نیټه : 2009-05-24

 په خوست كې مېشتو ف هنګيانو په كندهارولايت كې د بينوا فرهنګې ټولنې مشر محمديار وهل  په كلكه وغندل.
   هغه غونډه كې چې په همدې موخه د خوست په ښوونيزاو كلتوري مركز كې جوړه شوې وه ، لسګونه فرهنګيانو ګډون كړى و،
دوى له افغان دو ت او نړيوالې ټولنې وغوښتل چې نور دې په هيواد كې د ټوپكسالارى سستم ته د پاى ټكى كيږدي.

   په خوست كې په يوه وخت په ميډياسنټر او ښوونيزاو كلتوري مركز كې په همدې موخه غونډې جوړې شوې وې، د خوست ښوونيز مركز مشر عبدالشكور ماليار پر محمديار بريد په حقيقت كې د هيواد پر ټولو فرهنګي كړيو بريد وباله  او زياته يې كړه چې دا كار په هيواد كې د خپلسريو د لړۍ دوام دى، ده پر افغان حكومت او نړيوالې ټولنې غږ وكړ چې نور د ې په هيواد كې د ټوپكسالارى سستم ته د پاى ټكى كيږدي .
د غونډې نورو ګډونوالو هم په حيرانى سره وويل چې دا څه ډول لاسونه وو چې پر يو معيوب قلموال د وهنې او سپكاوي په موخه پورته  كيدل.
 دوى د هيواد له ټولو فرهنګيانو وغوښتل چې د م حمديار ترڅنګ ودريږي او د امنيتي ځواكونو پر مشرانو  يې هم غږ وكړ چې د دې سترې تېروتنې له امله دې په بيړني ډول بخښه وغواړي .
محمديار تېره ورځ په كندهار ښار كې د انار ګل مشاعرې پرمهال ځايي امنيتي ځواكونو پدې تور ووهلو او له ملګرو سره يې يوځاى له مشاعرې څخه وويستلوچې د ولسمشرى په ټولټاكنو كې يې د يو كانديد د ژوندليك پاڼې له ځانه سره لرلې .