( دمرحوم عبدالجليل وجدي دمړيني له کبله خواشيني :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2623
ولي شا طبيب - کندهار
دخبریدو نیټه : 2005-05-09

١٩ د غويي ١٣٨٤ ( ولي شا طبيب کندهار ) 

دلمړي ځل لپاره په ۱۹۸۷ کال دهجرت په شپو او ورځو کښي می دمرحوم وجدي صاحب سره پيژندګلوي  و سوه ، موږ دواړو  په کويټه کي دالجهاد په روغتون کښي کار کاوه . خدای بخښلي وجدي سره دهغه لومړۍ ورځي څخه زموږ ملګرتيا او انډيوالي شروع سوه ، مرحوم وجدي صاحب ډيره مهربانه او په زړه پاک سړی و ، دهرچا په غم غمجن او دردمن و ، دوطن په مينه کښي ډوب و ، هميشه يې بېحده زيات کتابونه اوورځپاڼي لوستې. په الجهاد طبي تربيوي پروګرام کښي يي څو طبي کتابونه  په پښتو ترجمه کړه . زموږ کندهاريانو سره داسي په اصطلاح خلط سوی و چه هغه دخلکو خبره لکه نوک او ورۍ  ،هرچيرته چه به وجدي صاحب و موږ به هم هلته ورسره راټول وو .

مرحوم وجدي صاحب يو پاک سوچه پښتون و ، ساده او ارام ژوند يي درلود ، ډير کتابونه يي ليکلي دي . ډير نيک او صالح اولادونه يي ټولني ته وړاندي کړي دي .  ټول دادب مينه وال دوجدي صاحب په مړينه ډير خوابدي او غمجن دي ، ددوي پاتي کورني او ټولو دوستانو او انډيوالانو ته يې جميل صبر غواړم .

 

په درناوي

ولي شاه طبيب /کندهار