هجرت د کابل په اريانا سينما کي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2629

دخبریدو نیټه : 2005-04-22

٢ غويی ١٣٨٤  کابل

هجرت په کابل کښي

 

هجرت هنري فلم له ډېر انتظار وروسته د روان لمريز کال د غويی ( ثور ) پر اوومه ، اتمه او نهمه نېټۀ  (  زېږديز ٢٠٠٥ کال د اپرېل پر ٢٧   ٢٨   او   ٢٩ مه نېټه ) د کابل په اريانا سينما کي د کابل ښاريانو مېلمه دی .

دا درې ورځي د افغانستان او افغانانو په تاريخ کي هغه توري ورځي دي کومي چي سلګونه زره افغانان هجرت او پرديسۍ ته مجبور کړی دي .

 

د رارسيدلو مالوماتو له مخي به هجرت د درېو پرله پسې ورځو لپاره د کابل په بيا جوړې شوي سينما ( اريانا سينما ) کي نندارې ته وړاندي شي .

د کابل څخه د بېنوا ويبپاڼي خبريال خبر راکوي چي دا هم شونې ده چي په پورته ياده شويو ورځو کي به هجرت د کابل په ځينو نورو سينماګانو کي هم وښودل شي . خو په دې اړه تر اوسه پوري کومي بلي سينما کوم رسمي تړون نه دی لاسليک کړئ .

 

د هجرت هنري سينمايي فلم لارښود ( ډايرکټر ) ښاغلي واحد نظري بېنوا خبريال ته وويل چي تر دې وروسته نيت لري هجرت په کندهار کي هم نندارې ته وړاندي کړي ، چي لا يې ځای او نېټۀ نه دي څرګند شوي .

د يادوني وړ ده چي هجرت هنري سينمايي فلم په ننګرهار ، مزارشريف هرات کي هم نندارې ته وړاندي  شي ، په وروستيو يادو شويو درېو ولايتونو کښي لا تر اوسه د فلم ښودلو په اړه دچا سره خبري اتري نه دي تر سره شوي .

په کندهار کي بېنوا فرهنګي ټولنه او د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزي څانګه د هجرت فلم ټولو کارکوونکو او درنو هيوادوالو  ته په هيواد کي د هجرت هنري سينمايي فلم د ښودلو له کبله د خوښۍ څرګندونه کوي .